ژوند بڼه کورنی ژوند

د مېړه مالي وضعیت او د نورو له مېړونو سره یې د پرتله کولو بدې پايلي!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

واده او ګډ ژوند د هر انسان طبیعي غوښتنه ده. انسان هغه که نر وي یا ښځه، له ټولني او ګډ ژوند پرته ژوند نه سي کولای او کې کولای سي، ډېر به ورته ستونزمن وي. بلخوا ته بیا دا د ژوند يوه ډېره ستونزمنه پرېکړه هم ده؛ ستونزمنه ځکه ده چي له دوو مختلفو جهانو څخه دوه مختلف الجنسه او مختلف الفکره کسان یو له بل سره د واده کولو پرېکړه کوي. تر اوسه داسي هیڅ دوه کسان نه دي پیدا سوي يا ليدل سوي، چي فکرونه دې کاملاً سره ورته وي. حتا غبرګوليان هم مختلف فکرونه لري. په هر صورت، موږ په نننۍ ليکنه کي پر دې نه ږغېږو چي د چا سره واده وکړو، یا ونه کړو، بلکي یوازي د واده کړو او بیا په هغو کي د واده کړو ښځو پر ځینو بدو رواجونو او د هغو پر پایلو ږغېږو.

دا يو حقیقت دئ چي هر انسان کمزوري او هم ځيني ښه او بد رواجونه یا عادات لري، او ښځي هم له دې قاعدې څخه مستثی نه دي. خو ځیني کسان وي، چي خپلي کمزوریاني اصلاح کوي، خو ځینو ته دا کار يا ستونزمن ښکاري او يا نه غواړي چي اصلاح ئې کړي، چي موږ دلته په ګډ ژوند کي د ښځو پر څو بدو عادتونو ږغېږو. تاسي به هم د ښځو پر بدو عادتونو لږ او ډېر پوهېږئ، خو زموږ په ټولنه کي د ښځو يو بد رواج دا دئ، چي له خپلو مېړونو ډېري ګيلې کوي. مثلاً وايي: مېړه مي نور ډېر ښه دئ، خو د پیسو پر برابر زما د خور د مېړه په رقم نه دئ؛ زما د خور مېړه ډېري پیسې ګټي خو زما مېړه ډېري پیسې نه ګټي.

دا پرتلنه چي ښځي خپل مېړونه د مالي لحاظه د خپل قوم او قبیل د نورو د مېړونو سره پرتله کوي. شاید په لومړي ځل بده نه وي. ځیني بیا دا ډول پرتلنه ددې له پاره ښه ګڼي چي مېړونه به ئې د لا زیاتو مالي رتبو په لاس راوړلو په برخه کي لا زیاتي هلي ځلي وکړي، خو رښتیا دا دي چي په ګډ ژوند کي د پرتلني عمل د ماینې او خاوند د احساساتو په تخریب تمامېږي او اړیکه د ناهیلۍ او سوړوالي پر لور سوق کوي. سمه ده چي د مېړه مالي وضعیت په ګډ ژوند کي ټاکونکی رول لري، خو دومره هم نه، چي ګډ ژوند یوازي د مېړه تر مالي وضعیته محدود کړل سي؛ باید ددې ستونزي د له منځه وړلو او حلولو له پاره په ګډه پلان جوړل کړل سي او توافق ته سره ورسېږي. مثلا اول دا مشخص کړئ چي:

 له ژونده څه غواړئ؟

کېدلای سي تاسي له خپل ژونده خپلي غوښتني مشخصي کړئ او دې اګاهۍ ته ورسېږئ چي له ژونده څه غواړئ؟ او وروسته له دې چي خپلي غوښتني مو مشخصي کړې، ورپسې مو د خپلو وړتیاوو او امکاناتو سطحه او د هغوی منطقي واله وسنجوئ. که مو وکولای سوای چي د خپلو غوښتنو سطحه مو د حاضرو شرایطو سره متعادله کړه، طبیعي ده چي اندېښنې مو کمېږي. یوازینی شی چي سبب کېږي پرتلنه وکړئ، د ژوند له پاره د مشخص هدف نه درلودل دي. ستاسي ژوند په تاسي پوري تړلی دئ او باید پرېنږدئ چي اطرافیان او د هغوی حالات ستاسي پر ګډ ژوند باندي منفي اثر پرېږدي.

لطفاً در په یاد ئې کړئ: هرکله چي په ژوند کي د نورو شریکانو و قومیانو د مېړونو سره د خپل مېړه مالي پرتلني کي راګیر سواست، ښه دئ چي در په یاد ئې کړئ چي تاسي د ژوند ملګری انتخاب کړی دئ او هغه ته مو (( هو)) ویلي دي. هغه په لومړۍ ورځ درته د خپل ژوند ټول شرایط ښکاره ویلي دي او تاسي په پوره غور او تفکر سره هغه انتخاب کړی دئ.

په یاد ئې ولرئ: فردي توپيرونه یو له خورا مهمو اصولو څخه دي چي د ماینې او خاوند په شمول موږ ټول باید ورته توجه وکړو. هر انسان د ښو ټکیو پر څنګ منفي نقاط هم لري، دا چي د مقابل طرف له مثبتو ټکیو صرفنظر کېږي او پر منفي هغو باندي تاکید کېږي، دا کولای سي اړیکي خرابي کړي؛ د نورو له مثبتو نقاطو سره د هر شخص د منفي ټکیو پرتلنه، افرادو ته نه جبرانېدونکې ضربه ورکوي.

له نورو سره د خپل مېړه د پرتله کولو پايلي

د ژوند د ملګري پرتلنه له نورو افرادو سره کولای سي چي د اړیکي دواړه اړخونه، یعني ماينه او مېړه په مشکل کي واچوي. ناسمي پرتلني دا مشکل زېږوي چي سبب کېږي د ژوند ملګری مو ستاسي په نظر کي کښته راسي، نو په همدې خاطر له ذهني جهته نه سئ کولای چي هغه قبول کړئ او کرار کرار شوني دي د هغه په وړاندي مو تمایل کم او اړیکه مو ورسره سړه سي. په اړیکه کي دا سوړوالی او کم تمایل، ممکن ستاسي د ژوند ټولو برخو ته سرایت وکړي؛ له بله اړخه دا ډول ناسمي پرتلني مو د مېړه له پاره هم ستونزي جوړوي. شونې ده مېړه مو داسي احساس وکړي چي تاسي هغه چي څنګه دئ نه دئ منلی او له هغه راضي او خوښي نه یاست او بالاخره ناهیلی کېږي او له ژونده په ناهیلۍ او افسردګۍ باندي اخته کېږي.

هرکله چي يوه مېرمن په خپل دماغ کي د قوم و قبیل د نورو له مېړونو سره خپل سړی پرتله کوي، کرار کرار د خپل سړي په وړاندي بې میله کېږي او دا بې میلي د کورنۍ دروني مشکلات و اختلافات راښکاره کوي. د وخت په تېرېدو سره خبره خورا باریکي نقطې ته رسېږي او حریمونه ماتېږي او ماینه او مېړه یو د بل په وړاندي د ډاډمنتوب احساس نه کوي. ورځ تر بلي یو له بله واټن نیسي او بالاخره ئې حضور او شتون یو د بل له پاره بې تفاوته کېږي. له بلي خوا څخه د نورو سره د خپل مېړه مالي وضعیت او شته پرتله کول کېدای سي ستاسي په ژوند کي د لا زیاتو ستونزو سبب سي او مېړه مو په مالي او اقتصادي مسایلو کي رشوت خورۍ، او غیر معقول خطر منلو ته مجبور کړي. له بلي خوا دا هم کېدای سي چي مالي پرتلنه د حسادت، په نفس د باور بایللو، او ستاسي د ژوند د ملګري د عزت نفس کمېدو سبب سي او له دې لاري مو په ژوند او کورنۍ کي د جنګ وجدل عامل وګرځي او سکون و آرامښت وبایلی.

د پرتلني پر ځای ورسره همدلي او خواخوږي وکړئ

ددې پر ځای چي ژوند او د ژوند سکون ته مو تکان ورکړی، د خپل مېړه سره مو همدلي وکړئ. هغه ته ووایاست چي د زحمتونو او هلو ځلو قدرداني ئې کوئ او دې ته متوجه یاست چي هغه ستاسي سره د ګډ ژوند له پاره څومره هلي ځلي کوي. ستاسي خبري او جملې مستقیماً د هغه پر روح او روان باندي مثبت اغېز کوي. د یوې ماینې په توګه ستاسي متقابل درک کېدای سي چي ستاسي د مېړه د لا زیات فعاليت او انګېزې د رامنځ ته کولو له پاره یو بهترین عامل و اوسي. کېدای سي چي ځیني وختونه د یوې اوونۍ په تېرېدو سره دا خبري درته تکراري معلومي سي، خو تاسي کولای سئ چي په خپلو خاصو ښځینه طريقو سره، د خط ليکلو له لاري، د يوه کوچني پیغام له لاري په خوږو جملو کي – دا ټولي خبري بيا بيا د خپل ژوند شريک ته وکړئ صرفنظر له دې څخه چي هغه ددې احساس وکړي چي ستاسي خبري تکراري دي.

د ژوند مثبتو اړخونو ته توجه کول

ددې پر ځای چي په ژوند کي د احمد او محمود د ژوند مثال ورکړئ، غوره به وي چي پر خپل ژوند باندي فکر وکړئ او دا چي څنګه مو یو د بل په مرسته د يوه نوي ژوند پیل وکړ او ورځ تر بلي مو پرمختګ وکړ. ټولو هغو څیزونو او وسايلو ته چي د واده له پیله بیا تر اوسه مو یو د بل له پاره رانيولي وي فکر وکړئ، ټولو یوځايي سفرونو او یو د بل سره یوځای اوسېدو ته، هغو خوږو او ښايستو ورځو او شپو ته چي یو د بل په څنګ کي مو تېري کړي دي. د مېړه مثبتو خاصیتو ته مو توجه وکړئ. ټولو هغو څیزونو ته پاملرنه وکړئ چي تاسې د خپلو ټولو مرکو له منځه د هغه انتخابولو ته تشويق کړلاست چي خپل ټول عمر د هغه سره تېر کړئ.

د اوسنیو حالاتو په خاطر شکر کښل

هرکله چي تاسي همېشه خپل مېړه له نورو سره پرتله کوئ او خپل مالي کمبوداتو ته اندېښنې اخیستي ياست په حقیقت کي له خپلو شته هستیو او نعمتونو چي لرئ ئې، ناخبره ياست او شکر نه باسئ. لاندي کيسه ولولئ کېدای سي چي د نورو د نعمتونو له لیدلو مو سترګي راواړوئ او خپلو هغو ته ئې متوجه کړئ:
يوه ورځ حضرت داود علیه السلام له الله تعالی وغوښتل چي غواړي خپل د جنت ملګری پر دې دنیا وويني. الله تعالی هم هغه ته په جنت کي د هغه ملګری ور معرفي کړ او حضرت داود علیه السلام د خپل زوی حضرت سلیمان سره د هغه لیدو ته ورغلی. حضرت داود ع غوښتل پوه سي چي د ده د ملګري ممتاز خاصیتونه او خویونه چشي دي چي په جنت کي د ده ملګری سوی دئ. کله چې کور ته ور ورسېدل، وې لیدل چي خورا یو ساده کور ئې و. د هغه له ماینې ئې د هغه پوښتنه وکړه، هغې ورته وويل:” ځنګله ته د بوټو په ماتولو پسي تللی دئ “. دوئ هم ځنګله ته پسي ولاړل چي وې کتل د بوټو پلنډه ئې پر اوږو را اخیستې او بازار ته ئې په خرڅولو پسي روان دئ. بوټي ئې خرڅ کړل او په پیسو ئې یوه اندازه غنم رانیول.

حضرت داود علیه السلام ور نژدې سو او تر سلام وروسته ئې، ځان ور وپېژندی. سړی چي د داود علیه السلام د لیدو څخه په جامو کي نه ځایېدی په خورا خوشحالۍ سره ئې د داود علیه السلام مبارک مخ ته کتل او له دې څخه چي د خدای له پیغمبر سره ئې خبري وسوې، خوشحاله وو.

حضرت داود علیه السلام ورته وویل چي موږ دي مېلمانه يوو او سړي هم دوی په خورا خوشحالۍ سره خپل کور ته بوتلل. سړي غنم اوړه کړل او د خمیر تر جوړولو وروسته ئې، څو ډوډۍ پخې کړې. دسترخوان ئې هوار کړ. پر دسترخوان ئې ورته درې ډوډۍ او لږ اوبه کښېښودلې. یو له بل سره ئې د همدې غذا په خوړلو پیل وکړ. سړي چي به هره ګوله را اخیسته، (بسم الله) به ئې ویله او کله چي بې وخوړه، (الحمدالله) به ئې ورپسي وویله. کله چي ډوډۍ خلاصه سوه، اوبه ئې ور واخیستې او په همدې طریقه ئې وچښلې. بیا ئې لاسونه د آسمان خوا ته پورته ونيول او داسې وويل:
الهي! چا ته دي زما په رقم نعمتونه ورکړي دي! سالمي سترګي، سالم غوږونه او وجود دي راکړی دئ. د ځنګله بوټي دي زما روزی ټاکلې ده په داسي حال کي چي د هغو سره مي هیڅ خواري نه وه کښلې. کله چي مي بوټي بازار ته یوړل، د سړي په زړه کي دي ور واچول چي زما څخه بوټي رانیسي او که دي داسي نه کول، په اوونیو به هم ناست وای او چا به زما څخه نه رانیولای. د هغو بوټو په پیسو مي غنم رانیول چي کرلي بل چا ول او ما ورسره هیڅ خواري نه وه کښلې… سړي دومره ډېري دعاوي وکړې چي بالاخره ئې له سترګو اوښکي را توئ سوې. حضرت داود علیه السلام چي الهي دربار ته د هغه په نژدې والي کي ډوب سوی و خپل زوی سلیمان ته ئې وویل:” زویه په خپل ټول ژوند کي مي د دې سړي په رقم شکر کښونکی انسان نه و لیدلی! “

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي