اقتصاد خواړه ژوند بڼه نړۍ

د نړۍ د خوړو پنځمه برخه د ځینو په ډیر خوراکۍ ضایع کیږي

په داسې حال کې چې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼو بې وزلو هیوادونو کې خلک له لوږې سره مخ دی، یوه نوی څیړنه وايي، د نړۍ پنځمه برخه خواړه یا د ډیر خوراکۍ او یا هم د ایسته غورځولو له کبله ضایع کیږي.

په څیړنه کې ویل شوي تر ټولو ډیر خواړه د خلیج په بډای عرب هیوادونو کې ضایع کیږي. امریکا او یو شمیر نور هیوادونه هم په هغه لیست کې دي چې خواړه په کې ډیر ضایع کیږي.

څیړونکي وايي، د نړۍ تقریبا په سلو کې ۲۰ برخه خوراک ته چمتو خواړه بې ځایه مصرفیږي. په څیړنه کې ویل شوي، د نړۍ نفوس تر هغې چې اړتیا یې ده په سلو کې لس برخه زیات خواړه خوري. او تقریبا په سلو کې نهه فیصده په بډای هیوادونو کې ایسته غورځول کیږي او ضایع کیږي.

د بریتانیا د ایډینبورګ پوهنتون ساینسپوهان وايي، که چیرې په میلیاردونه ټنه دا خواړه ضایع نه شي نو په نړۍ کې به هر څوک خواړه ولري او هر څوک به په ګیډه موړ وي.

په دې څیړنه کې له ۲۰۱۱ م کال راهیسې هغه معلومات څیړل شوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې راټول کړي. په څیړنه کې موندل شوې چې په وروستیو کې د خوړو ضایع کیدل د پخوا په مقایسه زیات شوي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */