رخصتۍ او چاغوالی؛ دا لارې چارې یې په مخنیوي کې مرسته درسره کوي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

د وزن د زیاتوالي یو لوی دلیل په رخصتیو لکه: اخترونو، مېلو، مېلمستیاوو او نورو مناسبتونو کې د خوړو بې کنټروله استعمال دی.

په نوره نړۍ کې خلک هڅه کوي، چې د دغو مناسبتونو پر وخت خپل وزن ښه کنټرول کړي؛ خو په افغانستان کې کیسه برعکس ده.

دلته د دې پرځای، چې په بې کارۍ، رخصتۍ او بې فعالیته وخت کې عادي او بې ضرره خوراکونه وشي؛ درنو او زیان لرونکو خوراکونو ته خلک هوسیږي.

نن هغه مشورې درسره شریکوو، چې په مرسته یې په رخصتیو کې خپل وزن کنټرول ساتلی شئ:

ـ مخکې له دې چې کومې مېلمستیا، چکر، سفر یا بل له غوړو خوراکونو ډک ځای ته لاړشئ، ښه سهارنۍ وخورئ، یا زیاتې اوبه وڅښئ څو د مړښت احساس ورسره وکړئ او د هغو خوراکونو له زیات استعمال څخه وژغورل شئ، چې وزن ته مو زیات تاوان رسوي. د بېلګې په ډول: وریجې، سره کړې غوښه او ورته نور شیان، چې په افغانستان کې د مېلمستیاوو عام خوراکونه دي او وزن ته مو تاوان رسوي.

ـ که لیرې ځای ته ځئ، ښه ده چې صحي خواړه درسره ولرئ. دا خواړه مرسته کوي، چې د غیرصحي او نامناسبو خوړو له خوړلو لیرې پاتې شئ.

ـ خواړه په کراره وخورئ، ښه یې وژوئ، دا مو له زر مړیدو سره مرسته کوي.

ـ د هوټلونو د مېز په شان غذا درته تیار کړئ، یانې په یوه قاب کې درته خواړه بېل کړئ. که داسې ونه کړئ په عمومي قاب کې هم خپله تاسې نه اضافه روي کیږي او هم کوربانه یا د خوراک شریکان درباندې د افغانستان د کولتوري دود له مخې د زیات او اضافي خوراک تاکید کوي.

ـ فایبر لرونکي خواړه او مېوې زیاتې وخورئ. سبزیجات او ځینې مېوې زیات فایبر لري.

ـ د خوراک پر وخت واړه ظرفونه وکاروئ، که لوی مو وکارول یا به تاسې یا به نور درته قابونه ډکوي، چې وزن به مو ورسره خراب شي.

ـ زیتون یا سلاد که مو پر دسترخوان موجود و، کوښښ وکړئ زیات یې وخورئ. دا بې ضرره او زر مړونکي شیان دي.

ـ د زیاتو خوږو شیانو له خوړلو ډډه وکړئ. دا مو هم صحت او هم وزن ته خطر لري.

ـ د نه ویلو هنر زده کړئ، ځکه په افغانستان کې حتمي ده چې د زیات خوراک ټینګار درباندې دوستان کوي. تاسې باید دې ته ونه ګورئ، چې ټینګار کوونکي خپه کیږي، ورته ووایئ چې د وزن لپاره لږ خوراک کوئ او یوه مړۍ اضافي خوراک هم درته بې خطره نه شي کیدای.

ـ د خوراک پر وخت تلویزون بند کړئ، ځکه کیدای شي د هغه په لیدو بوخت شئ او د خوراک کنټرول مو له یاده ووځي.

ـ د ژاولو ژوول هم ګټور دي، تاسې ته د مړښت احساس درکوي او له اضافي خوراکونو مو ساتي.