ژوند او ژواک

د دوستم د ۹ تنو ساتونکو د نیولږ امر ورکړل شو

د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ۹ تنو ساتونکو د نیولو امر ورکړی دی.

ددې کسانو د نیولو امر د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د هغه ادعا په تړاو ورکړل شوی چې وايي دوستم بندی کړی او زور زیاتی یې ورسره کړی دی.

جنرال دوستم دا ادعاوې رد کړي او بې بنسټه یې بللي دي.

*******

*******

د افغانستان لویې څارنولۍ ویلي چې د دوستم ددې نهو تنو باډي ګارډانو د نیولو امر د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې ورکړل شوی چې د دوستم ساتونکي د لوی څارنوال محمد فرید حمیدې له خوا د درې جلبونو د استولو سربیره لویې څارنوالۍ ته حاضر نه شول.

که څه هم جنرال دوستم تر اوسه په دې قضیه کې په جرم رسما نه دی تورن شوی، خو لویه څارنوالي وايي، وروغوښتی یې دی او که تحقیقاتو ته حاضر نه شي، نو، له دندې لرې کیدای او په کور کې نظر بند کیږي.

د دوستم مطبوعاتي دفتر وايي، دا چې نوموړی د ولسمشر لومړی مرستیال دی، له دندې څخه لرې کول یې د ولسي جرګې له درې برخو څخه د دوو برخو رایې غواړي.

خو حکومت وايي، د فردي جرم د اثبات په صورت کې به له جنرال دوستم سره د نورو افغانانو په څیر قانوني چلن کیږي.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کړی چې د دوستم په امر تښتول شوی، ربړول شوی او جنسي زورزیاتی ورسره شوی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */