سپورټ نړیوال کرکټ

دوپلیسي؛ تمه ده چې راتلونکې نړیوال جام کې هم لوبډلمشري وکړي

لیکنه: بهار سمسور

وروسته تر هغې چې د کریکټ په نړیوال پنځوس اوریز جام کې د جنوبي افریقا سفر پرته له دې چې دوهم پړاو ته لار پیدا کړي پای ته ورسیده،د دغې لوبډلې د مینوالو زړونه مات او د خپلې لوبډلې له کارکردګۍ ناراضا شول.

د دغې لوبډلې لوبډلمشر ډوپلیسي ډیرو رسنیو وپوښته، لیکن د ده ځوابونه د لوبډلې د دفاع پر هدف قناعت بخش نه ول.

اوس د کریکټ معتبرې رسنۍ اي اېن پي اېس په یو بل راپور کې د کپتان فاف ډوپلیسي له خولې خبر ورکړی، دی شاید راتلونکی نړیوال شل اوریز جام کې چې په اسټرالیا کې کیږي د دغې لوبډلې لوبډلمشري وکړي.

مخکې تر دې چې دی له نړیوال کریکټ سره رخصت واخلي، د ده په خبره، د نوموړي تجربه به له ځوانو کریکټ لوبغاړو سره همکاري وکړي.

تر ده مخکې عمران طاهر او جي پي ډومیني له یوه ورځینیو لوبو رخصت واخیست او وړاندوینه دا ده،چې دا ځل نوبت د اوسني کپتان فاف ډوپلیسي دی.

دی وایی،زه مینه لرم،چې د جنوبي افریقا لپاره ولوبېږم، پلان مې هم همدا وي چې زه د لوبډلې مشري پر غاړه ولرم. زما فقط دا هدف نه دی،چې زه دې لوبې وکړم، بلکې هڅه مې دا وه او ده،چې مثبت ولوبېږم.

نوموړی زیاتوي؛ جنوبي افریقا باید له همدې ځایه د راتلونکي ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره خپله لوبډله جوړه کړي،اما د تجربه کاره لوبغاړو شتون هم مهم دی.
که ته هڅه کوې چې نوي ځوان لوبغاړي راپیدا او وروزې،د دوی تر څنګ د لوبیدلو تجربه کاره لوبغاړو شتون مهم دی،چې تجربه واخلي.

20190708_095602.jpg

لوبډلمشر ډوپلیسي په وینا؛ دا سمه ده چې لوبډله کې دې ادلون بدلون راشي،خو څلور/پینځه لوبغاړي باید په ټیم کې ځای تر لاسه کړي؛ نه داسې چې له دې زیات د بدلون په اړه فکر وشي. زما او د روزونکي اوتس ګیبسن پلان دا دی،راتلونکي شل اوریز جام ته د نوي پلان سره لاړ شو،خو که د کریکټ بورډ په فکر کې د روزونکي یا کپتان د بدلون پلان وي، نو دا کار باید له نړیوال جام څو کاله مخکې وشي؛ نه دا چې په یو کال کې د ننه، چې هم نړیوال جام راروان دی موږ دې په دې فکر کې شو.

افریقا په روان ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې ماتې وخوړې او تش لاس کور ته ستنه شوه، چې په روزونکي او لوبډلمشر سخت انتقادونه هم وشول.

روزونکي اتیس ګیبسن هم په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي،په انګلستان کې هر څه د دوی د پلان او فکر برعکس راتلل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی