سفر کلتور او هنر

په دوبۍ کې به دا کارونه نه ترسره کوئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او ترتیب: بشر دروېش

دوبۍ په دې ورځو کې افغان چارواکو او شتمنو ته د چکر، کاروبار او استوګنې ترټولو جذاب ښاردی.

ډېر افغانان شوق لري، چې دغه ښار ته لاړشي او له ښایستونو او امکاناتو یې برخمن شي.

دلته درته هغه ټکي بیانوو، چې دوبۍ ته د سفرپرمهال یې باید په پام کې ونیسو:

د عامو خلکوعکسونه مه اخلئ
ستاسې به خوښیږي، چې دوبۍ ته د سفر پروخت له ښایسته سیمو، ودانیو او منظرو سره د عکس اخیستو ترڅنګ د دغه ښار له خلکو سره هم ګډ عکسونه واخلئ.

دا به ستاسې ذوق یا حق وي، خو هغه خلک دا ښه نه مني.

د متحده عربي اماراتو قوانین، چې دوبۍ یې هم د یوه ښار په توګه پرځان عملي کوي، په دې موضوع کې حساس دي.

که تاسې د چا له اجازې پرته په دوبۍ کې له هغه سره ګډ عکس واخیست، د قوانینو له مخې د هغه د شکایت په صورت کې خبره ستاسو تر نقدي مجازاتو او حتا زنداني کیدو پورې رسیدای شي.

شایعات مه جوړوئ
په دوبۍ کې قوانین د شایعاتو جوړولو سخت خلاف دي. شایعات که په لفظي ډول وي، یا انلاین ډول، سخت چلند ورسره کیږي.

په افغانستان کې خو موږ دې مسئلو سره عادي یوو، که د ګاز ډبې د چاودنې غږ هم اورو، ممکن پرفیسبوک یا ټویټر مو د کوم ځانمرګي یا چاودنې د احتمال خبر ورکړو.

یا كه پرسړک د ترافیکي حادثې یا بلې مسئلې له کبله له لیرې ګڼه ګوڼه وینو، همداسې یو څه خپروو.

په دوبۍ کې به دا کار نه کوئ، که مو وکړ، خاصتاً د انلاین شایعات خورونې له کبله قوانینو درته تر ۳ کلونو د زنداني کیدو وړاندوینه کړې ده.

د نظافت سخت خیال به ساتئ
دوبۍ د نړۍ د ګرځندویانو یو لوی مرکز دی، ښایست او جذابیت هم لري او د دې هرڅه نظافت ساتلو ته د حکومت او قوانینو سخت فکر دی.

که تاسې له دې اصل څخه لږه هم سرغړونه وکړه، د ښاروالۍ مامورین زر دررسیږي، یا مو په پټو کامرو کې عکاسي كیږي او د مجازاتو لپاره زر په لاس ورځئ.

کنځلې به نه کوئ
زموږ زیات افغانان له بده مرغه په کنځلو سم دم عادت دي. کله داسې شي، چې یو ځای ته لاړشوو د یوې عادي ستونزې له کبله ټول وطن، قوم، خلکو، ښاریانو او نورو پسې ډله ییزې کنځلې لا کوو.

که دوبۍ ته ځئ، نو زیات پام کوئ، چې هلته درنه دا خطا ونه شي، که چا پرې ګېرکړئ، پوه شئ چې سخت قانوني چلند درسره کیږي.

درمل مو له نسخې پرته مه وړئ
په دوبۍ کې له نسخې لرلو پرته درمل ګرځول منع دي. د نسخې په اړه هم پام کوئ، چې په انګلیسي ژبه لیکل شوې وي څو د هوایي ډګر کارکوونکي یې ولوستی شي.

که داسې نه وي، بیا په لوی سرخوږي اوړئ، ساعتونه – ساعتونه به منتظر یئ چې د درملو کیفیت او د وړلو علت یې تشخیص شي.

د دې ترڅنګ د هغو درملو په اړه هم باید پوه شئ، چې په دوبۍ کې منع دي. د منع شویو درملو که نسخې هم ولرئ، بیا هم جنجال درته جوړیږي.

د ممنوعه ودانیو عکسونه به نه اخلئ
پرځینو ودانیو یې لیکلي، چې عکس اخیستل منع دي. هرځل له عکس اخیستو مخکې شاوخوا په دقت وګورئ، چې عکس اخیستل خو به یې منع نه وي.

که منع و، نو پوره پام وکړئ، عکس مه اخلئ، کنه پولیس مو نیسي، یا مو پټې کامرې په نښه کوي او سرخوږی درته جوړیږي.

د ودانیو ترڅنګ د الوتکو، خاصو دولتي موټرو او ځینو نورو شیانوعکس اخیستل هم منع دي.

پر ځینو سیمو یا وسایلو ممکن د عکس نه اخیستو یادښت هم نه وي لیکل شوی، خو ښه ده چې له هر ځلې عکس اخیستو مخکې چا نه پوښتنه وکړئ.

تقلبي شیان مه اخلئ
ارزانه شیان د هرچا خوښیږي، ځينې یې کیدای شي تقلبي نه وي، چا غلا کړې وي، یا غیرقانوني وي، محصول شوي نه وي یا بل مشکل ولري.
که داسې شیان مو واخیستل، پوه شئ چې سرخوږی درته جوړیدای شي.

هلته چې په چکر ځئ، دومره مصرف کوئ او غواړئ خوشاله شېبې ولرئ، نو د څو روپو زیات تاوان غم مه کوئ، سم شیان واخلئ، قانوني یې واخلئ او د سرخوږي مخه درته ونیسئ.

چپ لاس مه کاروئ
په دوبۍ کې هم د خوراک، هم د لیکلو او هم د نورو کارونو لپاره له چپ لاس نه کار اخیستل دود نه دي.

حتا که یو څوک ناستې ته دعوتوئ، چپ یا کیڼ اړخ او څوکۍ ته یې مه دعوتوئ، خلک یې بده مني.

له بوټانو سره کور ته مه ننوځئ
د دوبۍ کورونه تقریباً ټول فرش شوي، هغه افغانستان نه دی چې همداسې بوټانو سره ورننوځئ او فکر وکړئ چې خونې له ننوتو سره به یې وباسئ.

د چا کور ته د ننوتو پر وخت د بوټانو لرل د عربانو د فرهنګ خلاف عمل هم دی.

د جمعې په ورځ یوازې استراحت وکړئ
په دوبۍ کې د جمعې په ورځ ځانته کوم مهالوېش د لیدنو کتنو په اړه مه جوړوئ.

هلته په دې ورځ خلک یوازې ارام او استراحت کوي. په دې ورځ د پېروپلور بازارونه هم تر ډېره تړلي وي. سیاحتي سیمې هم مازیګر خلاصیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي