اقتصاد

څه، چې وینئ، ترلاسه یې کړئ!!

د نړۍ بریالي افراد په ذهن کې خپلې هیلې ژوندۍ ساتي.

هغوی مخکې له دې، چې نوره نړۍ یې اهداف وویني، په خپل ذهن او داخلي نړۍ کې ویني. په دې برخه کې زما د پام وړ کیسه د والټ دیزني د کونډې مېرمنې ده.

خبریال ترې د EPCOT پارک پرانېستلو په وخت کې وپوښتل: « د هغه ځای څومره تش دی، کاش، چې دغه مراسم یې لیدلي وای». د والت ډیزني کونډې له ځنډ پرته ځواب ورکړ: « هغه له موږ ډېر مخکې دا لیدلی و.»

له ځپلو خیالونو سره د ژوند کولو تر ټولو ښه لاره دا ده، چې تل یې په ذهن کې وساتئ او په ذهن کې یې تصویر کړئ. د ذهني تصویرجوړونې د ځواک ښودنې لپاره ډېر مثالونه لرئ. د ګلف لوبې اتل جک نیکلایوس وايي چې دی له لوبې مخکې یوځل په خپل ذهن کې له رقیب لوبغاړي سره سیالي کوي.

هغه خپله ذهني تصویر جوړونه دا ډول تعریفوي: « زه ان په خپلو تمرینونو کې توپ تر هغه نه شوټ کوم، تر څو مې یې، چې په ذهن کې یو روڼ تصویر نه وي جوړ کړی. په پیل کې زه توپ وینم، ګردلی او سپین، پر شنه چمن اېښی وي. وروسته صحنه بدلیږي، زه توپ وینم، چې پر هغه لور روان دی. زه یې د تګ لاره وینم. هغه منحني هم وینم، چې توپ باید پرې ور شي، وروسته یوه بله صحنه: له خیاله راوځم او توپ ته په واقعي نړۍ کې لغته ورکوم، توپ پر همغه لور ځي، چې ما په ذهن کې ورته ترسیم کړی دی.»

په ۱۹۸۷زېږديز کال کې یوه شپه ۲۵ کلن جین کري د کومیډي لپاره سختې خوارۍ کولې. په دویم لاس ټویوټا موټر کې ناست و او د هالیووډ په غونډیو کې يې زغلاوه. جیم پر یوه غونډۍ کېناست او په داسې حال کې، چې د لاس انجلس ښار ننداره یې کوله، په ذهن کې یې خپله راتلونکې هم انځوروله. هغه ځان ته د شلو میلیونو ډالرو یو چک ولیکه او ۱۹۹۵ کال یې د خپلو فعالیتونو د ستاینې په ویاړ د نمانځنې کال وټاکه. تر چک لاندې یې ولیکل: « په …فلم کې د رول لوبونې په خاطر….». کیسه له دې ځایه وروسته ډېره جالبه کیږي. په ۱۹۹۵زېږديز کال کې د جیم کري ( ماسک او احمق او ستر احمق) فلمونه نړیوال شهرت پیدا کوي او ۵۵۰ میلیونه ډالره عاید کوي.

جیم د فلمونود جشن په ورځ د شلو میلیونو ډالرو چک ترلاسه کوي او په څو نورو فلمونو کې د رول لوبونې لپاره شل میلیوني وړاندیزونه ورته کیږي.

برایان تریسي وايي: « ستاسې د بهرنۍ نړۍ ټول پرمختګونه، ستاسې د ذهني نړۍ له پرمختګه سرچینه اخلي. ستاسې ذهني تصویرونه داسې عمل کوي، چې تاسې په ژوند کې د خپلو ذهني تصویرونو پلیتابه ته وهڅوي.»

د تطابق قانون وايي چې ستاسې بهرنۍ نړۍ ستاسې د داخلي نړۍ له تصویرونو سره ورته والی لري او د تمرکز قانون وايي، پر کومو څیزونو، چې د انسان ذهن تل مشغول وي، په واقعیت بدلیږي. کېدای شي د دې دوو قوانینو اورېدل به تاسې ته کلیشه يي وي، خو دا دوه قوانین په نړۍ کې د ډیری بریالیتوبونو او ماتو لامل وي.

بریالي کسان تل په داسې انسان او ژوند فکر کوي، چې غواړي همغسې و اوسي. ستاسې ناخوداګاه ذهن ډېر قوي دی، خو هغه خدمتګار دی، نه رییس. هغه تاسې پر یوه داسې لور رهبري کوي، چې په خپل ذهن کې شته تصویرونه مو په عمل کې پلي کړئ.

(ژباړه)

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */