افغانستان سیاست

اختر او طالبانو ته د دوستم ګواښ؛ وایي ۲۰ زره وسله والو سره د طالبانو ټغر ټولوي

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر بې واکه لومړی مرستیال جنرال دوستم د اختر مبارکۍ په پيغام کې یو ځل بیا وسله والو طالبانو ته توند پيغامونه لري.

د دوستم له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې مبارکۍ کې دا ګواښ کړی.

د ګواښ جزیات

جنرال دوستم په دغه پيغام کې ویلي، چې وسله والو طالبانو په وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد شمالي ولایتونو ته مخه کړې.

هغه له نوم اخیستو سره د دې ډلې له ځینو مشرانو غواړي، چې هلته خپل حضور او فعالیتونه کم کړي.

د دوستم په وینا د شمالي ولایتونو له ګڼو قومي مشرانو او نورو خلکو سره یې د لیدنو په ترڅ کې پریکړه کړې، چې د وسله والو طالبانو احتمالي مقابلې ته ۲۰ زره وسله وال کسان چمتو کړي.

د ملي جنبش ګوند مشر زیاته کړې، چې لومړی له وسله والو طالبانو غواړي چې د سولې غږ ته لبیک ووایي او د سولې له لارې حکومت سره یو ځای شي.

د ده په وینا که دا ډله داسې ونه کړي، دوی به د خپلو وسله والو په زور د وسله والو طالبانو ټغر ټول کړي.

په ټاکنو کې پر پراخ ګډون ټینګار

جنرال دوستم دغه راز له خپلو خلکو غوښتي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون ته چمتووالی ونیسي.

د ده په وینا په ټاکنو کې پراخ ګډون ضرور دی او دی له همدې کبله پر خپلو پلویانو غږ کوي څو د رایه اچونې تر ورځې خپل ټول ۱۸ کیدونکي نر و ښځه رایه ورکولو ته چمتو کړي.

د دوستم او طالبانو د اړیکو مخینه

جنرال دوستم د طالب واکمنۍ د سقوط پر وخت د هېواد په شمال ( لیلي دښته) کې د زرګونه طالب جنګیالیو په وژلو تورن دی.

ویل شوي، چې ده د جنګي اصولو خلاف دغه وسله وال طالبان وژلي.

د معلوماتو له مخې دوستم ته دغه جنګیالي پخپله خوښه تسلیم شوي او وسلې یې پرځمکه ایښي، خو ده د جنګي اصولو خلاف په ډله ییز ډول وژلي.

له هغې وروسته تراوسه پورې دوستم د وسله والو طالبانو د یو لوی دښمن په توګه یادیږي.

یادې ډلې هم وخت په وخت پر دوستم ځینې ناکام بریدونه کړي، چې د هغه ساتونکي پکې وژل شوي او ټپیان شوي، خو دی ترې روغ وتی.

غبرګونونه او شننه

وسله والو طالبانو د جنرال دوستم دغو ګواښونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوستم مخکې هم د وسله والو طالبانو خلاف ورته ګواښونه کړي او عملاً یې د ولسمشرغني په حکومت کې هڅه کړې، چې په شمال کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره اقدام وکړي.

خو د ده سیاسي مخالفینو پر ده تور لګولی، چې دغه ګامونه یې په شمال کې د پښتون وژنې له انګېزې سره تړلي دي.

اوس ګومان کیږي، چې دوستم له داسې څرګندونو سره غواړي بیا د ټاکنو له نیږدې کیدو سره مطرح او خپل خلک په دغه بهیر کې د ده په ګټه پراخ انسجام ته راوبولي.

جنرال دوستم په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله د ټاکنیز ټیم ملګری ده.

ده د دغه ټیم لومړي معاونیت ته د خپل دفتر ریس عنایت الله بابر فرهمند ور پېژندلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي