بریا او پرمختګ

د ۵ خبرو لپاره برېښنا لیک مه لېږئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

برېښنالیک د اداري چارو لپاره ډېر ښه دی، د غونډو د همغږي کولو، د اړیکو د تنظیمولو او د وروستیو پړاوونو د تائید لپاره ترې ګټه واخلئ. لاندې له ۵ مواردو څخه یادونه شوې ده، چې هېڅکله باید د هغو لپاره برېښنا لیک ونه لېږئ. که چېرې ستاسو بالقوه پېرېدونکی ( مشتري ) د برېښنا لیک په اوږدو کې، له دې سر لیکونو څخه هر یوه ته یې نږدې شي، هغه کار پرېږدئ او له ټیلیفون څخه ګټه واخلئ، کوم:

۱ ـــ د قرار داد په اړه د پوښتنې پوښتل
هېڅکله د قرار داد یا وړاندیزي طرحې په اړه د برېښنا لیک له لارې نظر مه ورکوئ. که چېرې تاسو خپل بالقوه پېرېدونکي ته مو یو وړاندیز استولی او ځواب مو نه دی ترلاسه کړی، په یو برېښنا لیک یې مه څارئ او مه وایئ، که چېرې وخت مو درلوده نو وې ارزوئ، له هغه سره اړیکه ونیسئ. د پوښتنو لپاره هم همدا چاره صدق کوي. که چېرې ستاسو بالقوه پېرېدونکی د اجرایي لګښتونو او یا د اجرا د وخت په اړه کومه پوښتنه وکړي، نو له هغه سره اړیکه ونیسئ او پوښتنې ته یې ځواب ووایئ. ټیلیفوني اړیکې تاسو ته دا اجازه درکوي، ترڅو هغه پوښتنې، مخکې تر دې، چې په اندېښنې او سر خوږې بدلې شي تنظیم او مدیریت کړئ.

که چېرې تاسو اړ یاست، چې د برېښنا لیک ځواب ورکړئ، نو ووایئ: ( دا یوه ډېره ښه پوښتنه ده. زه له تاسو سره ټیلیفوني اړیکه نیسم، ترڅو وکولای شم، په بشپړه توګه ځواب ورکړم) هېڅکله یې په برېښنا لیک کې مه وایئ.
( ما وغوښتل، چې خپل وړاندیز وڅارم. )
( آیا تاسو د قرار داد د لاس لیک کولو لپاره، کومه پوښتنه لرئ؟ )
( آیا وخت مو درلوده، چې دا وړاندیزي طرحه ولولئ؟ )

۲ ـــ پېژندنه
ځیني وخت اړینه ده، د یوې معاملې د ترسره کولو پرمهال پېرېدونکي ته ځان ور وپېژنئ. لومړنۍ پېژندنه تل باید د ټیلیفون له لارې ترسره شي. په دې تصور سره، چې برېښنا لیک لومړی پړاو دی، چې تاسو به له خپلو مشتریانو سره اړیکه ټینګه کړئ، خطره مه منئ. که چېرې کوم همکار مو د برېښنا لیک له لارې ستاسو پېرېدونکي ته ځان ور وپېژانده، نو د دې جملې په ویلو سره یې وڅارئ: ( له خپل همکار څخه په مننې، زه به سبا له تاسو سره اړیکه ټینګوم، ترڅو ځان در وپېژنم ) او هغې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکړئ.
هېڅکله یې په برېښنا لیک مه وایئ:
ـــ یوازې ومې غوښتل، چې ځان معرفي کړم.
ـــ له تاسو سره د پېژندګلوۍ له امله ډېر خوشاله یم! که چېرې کومه پوښتنه لرئ، نو په خدمت کې یم.
ـــ څو اوونۍ وروسته به یو ځل بیا له تاسو سره اړیکه ونیسم.

۳ ـــ د ځواب ترلاسه کول
هېڅکله له خپل پېرېدونکي څخه د ځواب د نه تر لاسه کولو له امله، د برېښنا لیک لارې ګیله مه کوئ. که چېرې کوم مشتري له تاسو څخه پوښتنه وکړي، چې په بله اوونۍ کې څوک هوډ لري، چې دا کار ترسره کړي؟ ښه ده. که مشتري مو هېڅکله ځواب درنه کړي، نو هڅه مه کوئ، چې بل برېښنالیک ور واستوئ. که چېرې برېښنا لیک مو ولېږه، نو پېرېدونکی به مو یوازې د برېښنالیک له لارې، له تاسو سره اړیکه ټینګه کړي. هغه معاملې، چې په آنلاین بڼه ترسره شي، معمولاً هغه فرصتونه دي، چې اوونۍ یا میاشتې وخت به ونیسي، دا د هېچا لپاره ښه نه ده. مخامخ، لنډه او دوستانه اړیکه ټینګه کړئ او هېڅکله خپل مشتري د پیغامونو د ترلاسه کولو له لارې مه په تکلیفوئ.

۴ ـــ اعتراض
تاسو باید له اعتراضاتو څخه خوشاله شئ، هغوی تاسو ته موکه درکوي، ترڅو د هغوی د نه پېر ( خرید ) په دلایلو باندې پوه شئ، خو هغو ته د برېښنالیک له لارې رسیده ګي مه کوئ. تاسو باید پوه شئ، چې څنګه دې سخت او غوسه ناک پېرېدونکي ته ځواب ورکړئ. که چېرې یو مشتري یو برېښنالیک در ولېږي او ووایي: ( ډاډه نه یم، چې وکولای شم، دا په کورنۍ بڼه وړاندې کړم ) په ځواب کې ووایئ: زه کولای شم، د ټیلیفوني اړیکې له لارې په دې اړه له تاسو سره بحث او مرسته وکړم.
هېڅکله په برېښنالیک کې مه وایئ:
ـــ زه ستاسو په اندېښنې او خواشینۍ باندې پوهېږم.
ـــ داسې دلایل شتون لري، چې څرګندوي، دا موضوع ستاسو د شرکت لپاره ستونزه جوړونکې نه ده.

۵ ـــ خبرې اترې
که چېرې یو مشتري د بیې یا د قرار داد د شرطونو په اړه اندېښنه څرګنده کړي، د ټیلیفون له لارې ځواب ورکړئ. طبیعي ده، چې وغواړئ په چټکه توګه ورته ووایئ: ( اجازه راکړئ، له خپل رییس سره خبرې وکړم او وګورم، چې څه کولای شم. )، خو ښایي ځان او خپله معامله خرابه کړئ. د برېښنالیک له لارې د هغوی په اندېښنو او خواشینیو باندې پوهېدل، ستونزمن کار دی. د هرې خبرې له کولو مخکې، ټیلیفون را واخلئ او پوه شئ، چې هغوی ولې په ناڅاپي توګه، ستاسو د محصولاتو او خدمتونو د اخیستلو لپاره بودیجه نه لري یا غواړي تر یوې ځانګړې کچې پورې بیه را ټیټه کړئ.

هېڅکله په برېښنالیک کې مه وایئ:
ـــ پرېږدئ، وګورم، کولای شم کوم کار ترسره کړم.
ـــ موږ له وړاندې په دې بیه باندې هوکړه کړې وه، فکر نه کوم، چې وکولای شم، بیه را ټیټه کړم.
ـــ که چېرې موږ بیه راټیټه کړو، آیا تاسو قرار داد لاسلیکوئ؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل