رسنۍ کلتور او هنر

هغه څو شیان چې په اړه یې کله هم ګوګل کې لټون مه کوئ

ګوګل د لټون یوه لویه دروازه د دنیا پرمخ خلاصه کړې چې ستاسي هر ډول پوښتنو ځواب وايي. خو ځینې داسې عبارتونه او مفاهیم شته چې په ګوګل کې لټون یې د مرستي څخه زیات تاوان اړوي. راځئ څو یې دلته درسره شریکوو.

د ناروغیو په اړه لټون

لومړی باید د صحت څخه شروع کړو. هر کله چې مو پر ځان د کومې ناروغۍ شک راځي نو د خپلې ناروغۍ نښې او علامې په ګوګل کې مه پلټئ.

ځکه چې:

لومړی خو ګوګل ډاکتر نه دی او له تاسو سره مرسته نه شي کولی. بله جدي ستونزه ورسره دا تړلې چې تاسو ته د یوې عادې نښې لپاره داسې خطرناکې ناروغۍ رامخې ته کوي چې ښايي هیڅکله یې ونه لرئ، خو له لټون وروسته شک او اندېښنه درغورځوي. ډیر کله د ګوګل د لټون په خاطر ذهن ته د ناروغۍ درغورځیدلې اندېښنه تر اصلي ناروغۍ په لویه ناروغۍ بدلیږي او د شدید اضطراب او ویرې سبب کیږي.

غیرقانوني کړنو لټول

دا موضوع ډیره جدی ده. شاید تاسو له کنجکاوۍ څخه ولټوئ چې څه ډول ماین جوړ کړم؟ څه ډول مخداره توکي بل ځای ته انتقال کړم؟ او داسې نورې غیرې قانونې مسلې…

خو په یاد ولرئ چې ستاسو لټون ستا په اۍ پي IP کې په ډیټابیس کې زخیره کیږي، او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې مو له لوی قانوني سرخوږي سره مخ کولی شي.

سرطان ناروغي

مخکې مو د ناروغیو د نښو د لټون یادونه وکړه. خو سرطان ناروغي ځکه جلا یادوو چې په دې اړه په ګوګل کې لټون تر بل هر لټون ستاسو رواني سلامتۍ ته خطرناک ثابیتیدلی شي.

دا یو داسې ناروغي ده چې په اړه یې څومره کم معلومات ولرئ هغومره ښه دي ځکه سرطان مختلفی نښې لري، ګڼې نښې له ډیرو عادي ناروغیو سره هم ورته دي، په داسې حالت کې ښايي تاسو د یوې عادې ناروغۍ نښې ولرئ، خو د ګوګل لټون به خدای مه کړه په سرطان اخته تشخیص کړي یاست. هغه مهال به مو ناروغي مرګوني نه خو تشویش به مو ژوند تریخ کړی وي.

ښه ده چې د هرې ناروغۍ په صورت کې له مسلکي ډاکتر سره مشوره وکړئ.

جلدي ناروغۍ

جلدی ناروغۍ مختلف ډولونه لري .ظاهراً ‌‌‌ډیرې جلدي ناروغۍ وژونکي او جدي نه وي، خو که انلاین لټون یې په اړه وکړئ، په ویب سایټونو کې خپاره شوي انځورونه یې ویرونکي وي او ستاسو سکون اخیستلی شي.

سیګریټ څکونکي خلک

ممکن څوک سګریټ څکوي او فکر وکړي سګریټ څه ډول انسان ته زیان رسوي. ددې موضوع په اړه ګوګل کې ویرونکي تصویرونه درته مخې ته راځي. که څه هم سیګرټ ډیر خطرناک شی دی او څومره زر یې چې پرېښودلی شئ پرې یې ږدې خو په ګوګل کې یې په اړه لټون ستاسو رواني سلامتي له خطر سره مخ کوي.

التبه که غواړی سیګریت پریږدئ نو یې د پرېښودو د لارو چارو لټون کولی شئ.

خطرناک حیوانات

ښه ده چې په ګوګل کې خطرناک ژوي او حیوانات هم ونه لټوئ. دا ځکه چې ښايي له دې ځینې ستاسو سیمه کې هم موجود وي او زړه ته مو ویره درولویږي، چې بیا له سفر کولو څخه ویریږئ.

د خپل نوم لټول

که چیرې خپل نوم ګوګل کې ولټوئ ښايي ښې ماناګانې یې راووځي خو ددې امکان هم شته چې د خپل نوم په اړه ځینو داسې روایتونو او ماناګانو سره مخ شئ چې خوښ مو نه وي، کیدای شي پر ژوند مو منفې اغیزې وکړي او یا درته خپل ځان بدمرغه ښکاره شي.

نو څه شئ ولټوئ؟

ددې پر ځای چې ځورونکي معلومات ولټوئ ښه دا ده چې په ګوګل مثبتو څیزونو لټون وکړئ، د ژوند او چارو د ښه پرمختګ طریقې ترې زده کړئ او داسې شیان ترې تر لاسه کړئ چې ستاسو ورځني ژوند کې ښه او مثبت بدلون راوستلی شي.

داسې پوښتنې ولیکئ چې پیل یې په ” ولې، څنګه او داسې نورو “ پرانیستو سوالونو وي.

ګوګل د ژوند د بیلابیلو اړخونو او چارو په اړه تاسو ته په داسې پوښتنو ښه معلومات وړاندې کولی شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي، کندهار میشتې لیکواله