ژوند او ژواک

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړه

ډونالډ ټرمپ د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه،او د بارک اوباما ځای یې ونیوه.

نوموړې له لوړې وروسته د امریکا ترخه ویشل شوي ولس ته وویل چې دننه په هېواد او له هېواده بهر به ” امریکا تر هر څه لومړۍ “ پالیسي پر مخ یو سي.

راپورونه وايي، په داسې حال کې چې سلګونه زره خلک د امریکا د کانګرس د ودانۍ شا او خوا د لوړې د مراسمو نندارې ته راټول شوي و، د واشینکټن په ځینو نورو برخو کې یو شمیر کسانو د ټرمپ پر ضد اعتراضونه وکړل.

ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې د واشینګټن ډي سي څخه واک بیرته خلکو ته سپاري. نوموړې ټینګار وکړي چې له همدې شېبې به زموږ لیدلوری دا وی چې ” امریکا لومړی “


د واک د لېږد دې مراسمو کې پخوانیو ولسمشرانو، امریکايي پخوانیو او اوسنیو چارواکو او سلګونو زرو عامو خلکو برخه اخیستې وه.

اویا کلن ټرمپ د یو ډیر ترخه انتخاباتي کمپاین وروسته د امریکا ولسمشر شو.

د کانګرس له ودانۍ ور اخوا مخ پټو اعتراض کوونکو په کوڅو کې منډې وهلې او د یو شمیر ریسټورانټونو او کافي شافونو هیندارې یې ماتې کړې.

دوی له ځانونو سره د انارشۍ تور بیرغونه لیږدول او په سندرو او شعارونو کې یې ویل چې ” له مقاومت سره یوځای شئ، بیرته مبارزه وکړۍ. “ پولیسو ددې اعتراض کونکو د خورولو لپاره د مرچکو سپری وکاروله او هغوی له سیمې وویستل.

د سپینۍ ماڼۍ څخه لږ لرې په یوه بله سیمه کې هم اعتراض کونکي له پولیسو سره په اخ و ډب اوښتي وو.

هیلیري کلینټن چې په انتخاباتو کې د ټرمپ سیاله او ماته یې وخوړه هم د لوړې په دې مراسمو کې له خپل خاوند او پخواني ولسمشر بیل کلینټن سره برخه اخیستې وه . پخوانی ولسمشران جورج بوش او جیمي کارټر هم له خپلو میرمنو سره دې ټرمپ د لوړې مراسمو ته ورغلي وو.

ټرمپ او مرستیال یې مایک پینس د جمعې ورځ د سینټ جان ایپسکوپل په کلیسا کې په مذهبي مراسمو پیل کړه، او وروسته د بارک اوباما او میشل اوباما سره د لیدنې لپاره سپینې ماڼۍ ته ولاړل.

دې اونۍ کې د اې بي سي نیوز او واشینګټن پوسټ یوې سروې ښودلې چې څلوېښته فیصده امریکایان ټرمپ ته خوشاله دي. دا په ۱۹۷۷ م کال کې د جیمي کارټر راوروسته د امریکا د یو نوې ولسمشر د خوښونې تر ټولو ټیټه فیصدي ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ رسیدو ته د امریکا جمهوري غوښتونکي چې د اوباما له اته کلن جمهوري ریاست سره ستړي وو خوشاله دي.

ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې چې هیواد به په نور منزوي او خوندي لورې روان کړي. نوموړې ویلي پر هغو توکو په ۳۵ فیصده مالیه وضعه کړي چې بهر ته له تللو امریکايي کمپنیو څخه واردیږي.

د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره تودو اړیکو ته د ټرمپ لیوالتیا او هغه ګواښونو چې ویلي یې دي د ناټو تړون کې به خپله ونډه کمه کړي، بریتانیا او نور هیوادونه اندېښمن کړي چې د امریکا روایتي امنیتي چتر به ونړیږي.

په منځني ختیځ کې ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه به اسرایلو کې د امریکا سفارت له تلبیب څخه د بیت المقدس ته انتقال کړي چې ښايي دا کار یې د امریکا عرب متحدان خوابدي کړي.

نوموړې له لوړې وروسته وینا کې یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې په شمول به اسلامي سخت دریځي د مځکې له سره لرې کړي خو دا چې دا کار څنګه کوي، کومه ستراتیژي یې لا نه ده څرګنده .

د امریکا د کانګرس تر شپيتو زیاتو غړیو د اعتراض په توګه د ټرمپ د لوړې په ننیو مراسمو کې ګډون نه و کړی. دوی د امریکا د کانګرس پر یو مخکښ استازي جان لیوز چې د مدني حقونو د مبارزو اتل ګڼل کیږي د ټرمپ د اعتراضونو له کبله غوسه وو. لیوز ټرمپ یو غیرې قانوني ولسمشر بللی دی.

سبا او بل سبا په واشینګټن او د امریکا په نور ښارونو کې د ښځو د حقونو په پلوۍ او د ټرمپ پر ضد د پراخو مظاهرو تمه کیږي.

په امریکا کې یو زیات شمیر خلک هغو راپورونو هم غوسه کړي چې وايي، روسیې د ټرمپ په پلوۍ د اینټرنیټي بریدونو له لارې د امریکا په انتخاباتو کې لاس وهنه کړې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */