سپورټ فوټبال

کندهار؛ د فوټبال ولایتي سېالیو پایلوبه کي کندهار ب له نیمروز سره لوبیږي.

لیکنه : عبدالله عادل

د کندهار ولایت په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي تیره یکشنبه د پنځو ولایتونو تر منځ د فوټبال سېالۍ پیل سوي وې چي پکښي هلمند ، روزګان ، زابل ، نیمروز او د کندهار څخه الف او ب منتخب لوبډلو برخه اخیستې وه .

تیره ورځ په یادو سېالیو کي کندهار ب منتخب لوبډلي روزګان او نیمروز بیا د هلمند لوبډلي ته ماته ورکړه چي وروسته د کندهار ب او نیمروز لوبډلو پایلوبي ته لار پيداکړه .

د میوند اتلانو لوبډلي ته د غوراوي یادي سېالۍ نن پای ته رسیږي چي پایلوبه کي به د کندهار ب منتخب لوبډله د نیمروز لوبډلي سره مازدیګر ۵ بجې په احمدشاهي لوبغالي کي ولوبیږي او ګټونکي لوبډله به د یادو سېالیو اتلولي خپله کړي .

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی