کلتور او هنر

سارا علي خان د لومړي ځل لپاره د ورون دهون په فلم کې

د بالیوډ سینما ښکلې فلم اداکاره سارا علي خان دا ځل د هندي سینما د ځوان او تکړه فلم ستوري سره په یوه فلم کې لوبیږي.

اردو نیوز خبرې ویپاڼه وایي چې سارا علي خان د ورون دهون سره په یوه فلم کې غوره شوې ده.

د معلوماتو له مخې دوی دواړه د پخواني یوه مشهور فلم په بیا نوې جوړېدونکي برخه کې سره یوځای کار وکړي.

سارا علي خان د فلم نړۍ ته نوې راغلي خو په دغه هنري ژوند کې یې پرمختګ بې ساري دی.

د نوموړي کار کول په فلمونو کې تر ډېره د ځوانو اداکارانو سره وي، هغې په لومړیو دوو فلمونو کې د سوشانت سنګ او رنویر سنګ سره کار وکړ او له دواړو سره دغه لومړۍ ازموینه په بریالیتوب تر سره کړه.

اوس د مشهور فلم جوړونکي ډيدو دهون پخواني فلم قلي نمبر ون په راتلوونکې برخه کې غوره شوې.

په دغه فلم کې ورون دهون مرکزي رول لري چې ورسره هيروئینه به همدا ساراعلي خان وي .

د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې سارا علي خان په یوه بل فلم کې د خپلې خوښې د لوبغاړي کارتک ارین سره په یوه فلم کې د کار کولو لپاره غوره شوې وه.

اوس رپوټونه وایي چې سارا علي خان د کارتک ارین سره په همدې فلم (لو اجکل ټو) کې په کار کولو بوخته ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی