سپورټ نړیوال کرکټ

ګمبیر: کوهلي له ډوني او روهیت شرما پرته ښه لوبډلمشر نه دی

لیکنه: بهار سمسور

د هند پخواني پیلیز توپ وهونکي ګوتهم ګمبیر خبرو بیا د ویرات کوهلي او په مجموع کې د هندۍ کریکټ لوبډلې مینوال غوسه کړي دي.

ګمبیر په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي،ویرات کوهلي له ډوني او روهیت شرما پرته هیڅ هم نه دی.

ګمبیر د ویرات کوهلي د توپ وهنې استعداد ستایلی، خو د نوموړي په کپتانسۍ یې انتقاد وکړ او ویلي یې دي”که ویرات کوهلي رښتیا هم یو پوه او تکړه لوبډلمشر وي، نو په هند غوره لیګ ای پي اېل کې به یې یو وار خو اتلوالي تر لاسه کړې وی.

دی وایي:

«هغه تر اوسه د رویل چیلېنجرز بنګلور لپاره هیڅ ټراپي تر لاسه نه کړه”

ګمبیر په دې مرکه کې چې د کریکټ نور مبصرین هم ناست ول ویلي:

“ویرات کوهلي یو ښه لوبډلمشر دی،ځکه تر شا یې د مهیندر سېنګ ډوني او روهیت شرما په څېر شخصیتونه شتون لري.
که تاسو له دوی پرته د ویرات کوهلي خبره کوي،پرته له دوی هیڅ هم نه دی،ځکه نوموړي له هغه وخت راهیسې، چې د بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی،زیاتره وخت یې لوبډله په اتم مقام کې پاته کیږي”

ګمبیر وایي، ویرات یو ښه څلورم نمبر توپ وهونکی دی، ولې ښه لوبډلمشر نه شي کیدای، دلته ډوني او شرما لري، خو په هند غوره لیګ کې ورسره داسې مشاور نشته.

د ګمبیر له دې تبصرې او خبرو وروسته پر ټوېټر د نوموړي دا خبرې زیاتو هندیانو کریکټ مینوالو غندلې دي او غوسه یې څرګنده کړې ده.

باروزګار یاسر په نوم یو ټويټر کارونکي لیکلي”کوهلي د ټېسټ کریکټ لومړی درجه لوبغاړی دی،د یوه ورځینیو لوبو هم،خو ګمبیر ساده داسې خبرې کوي.

ګانیش ایر لیکي،هغه یو ښه کریکټر نه و، اوس غواړي چې، بي جي پي، هم ولوټي.

اومنګ کمار پر ټویټر لیکي؛ هغه ته فقط احمق ویل غوره دي،د ده له کریکټ سره څه،دی یو سیاستدان دی.

20190710_151329.jpg

بل هندي کریکټ مینوال بیا لیکلي،د ټېسټ کاپټنسۍ په اړه څه وایي،هلته خو نه ډوني او نه روهیت شرما شتون لري.

د ګمبیر دا تبصره وړمه ورځ په داسې مهال سوشیل میډیا په سر واخیسته،چې هلته د انګلستان په منچیسټر کې د هند لوبډله له نیوزلېنډ سره پر لوبه بوخته وه او د باران له امله لوبه پرون ورځې ته پاته او بلاخره هند وبایلله.

په دې لوبه کې هند خورا بد بیټینګ وکړ، کولي یوه، شرما یوه، راهول ۱، ډوني ۵۰ او جدیجا بیا ۷۰ منډې وکړې، خو لوبه یې په ۲۲ منډو نیوزیلنډ ته وبایلله او نیوزیلنډ پای لوبې ته ولاړ.

شاید دا بایلنه هم ددې سبب شي چې کولي او ټیم لا ډیر د هندیانو له لورې تر نیوکو لاندې شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی