بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

څو ټکي چې له دېرش کلنۍ وړاندې باید پرې پوه شئ

لیکنه: ياران

ژباړه: نسیمه محمدي

ژوند له لوړو او ژورو سره مل دی. هر څومره چې د انسان عمر لوړېږي، تجربه يې زیاتېږي، لید لوری یې بدلون کوي او هیلې یې نو اوس هغه د نوې ځوانۍ هیلې نه وي. خو سم لوری انسان لوړو پوړيو رسوي.

د دې لپاره چې د ځوانۍ له هماغه لومړي پړاوه د ژوند له سمې طریقې سره اشنا شو، باید ځيني مسایل زده او تمرین کړو چې زړه او عقل یې دواړه تایید کړي. په همدې اړه، موږ هم یو لړ مسایل چې ښه ده انسان له ۳۰ کلنۍ وړاندې په پوه شي، انتخاب کړي هيله ده چې ګټور وي . له موږ سره واوسئ:

۱: پوه شئ چې ملګرتیا بدلون مومي
د وخت په تېرېدو سره تر ټولو نژدې اړیکې هم بدلون مومي. انسانان نشي کولای هغه اړیکې وساتي چې مخکې یی درلودې. که کلونه هم په یو کور کې اوسئ، له لرې کېدو وروسته اړيکې اوحس بدلون مومي یا هم مثلا د پوهنتون ملګري مو اوس هغه ندي چې د پوهنتون په دوره کې وئ.

په ځانګړې توګه که واده سره وکړئ، لیدلورې مو ملګرتیا ته له هر بل وخت زیات بدلون کوي. په دې توګه، ددې تغیراتو په وړاندې جنګېدل یا افسوس کولو پر ځای ځان د تغیراتو سره عادت او کوښښ وکړئ د دوستانو له شتون څخه د پوهې د لوړولو او تجربې د تر لاسه کولو لپاره ګټه واخلئ.

۲: ډېر رومانتیک او احساساتي مه اوسئ
احساساتي اوسېدل ښه دي مګر، نه دومره چې تاسې ډېر سټړي او رومانتیک کړي. ژوند باید تلوسه ولري. هر څه باید په ډېره ښه بڼه پر مخ لاړ شي. په خپلو اړیکو کې رښتيني اوسئ. مانا دا چې کله مینه ناک حس نه لرئ، دخانیاتو ته مه مخه کوئ خپله واوسئ. د غمجنو او خوښونکو فلمونو ننداره، آرامه موسېقي، مینه ناکې خبرې، ډېره لورېینه او—– ټول عالي دي خو تعادل په یاد ولرئ انسانان تنوع او هیجان د تکراري څیزونو په پرتله ډېر خوښوي.

۳: د نورو مېرمنو مدافع ( ملاتړي) واوسئ
له خپلو ښځينه وو ملګرو ملاتړ وکړئ. اړینه نده وکیل اوسئ یا د ښځو د حقونو په ملاتړ کې له حده تېری وکړئ، همدا چې د هغوی اړتیاوې درک کوئ او د امکان تر حده یې اړتیا پوره کوئ، کافي دي. د نړۍ تر ټولو یوه مهمه پېښه دا ده چې ښځې متحدې او خوشحاله وي. نننۍ نړۍ کې ډېرې ښځې له خپلو لرې والې کوي. خو که چېرې له ښځېتوب سم درک ولري، له خپلو همجنسو سره به خپلې اړيکې ورغوي.

۴: د خپلو احساساتو لپاره دلیل ولرئ
مثلا که فوټبال مو د ژوند تر ټولو په زړه پورې لوبه وي، په همدې برخه کې مو فعالیتونه زیات کړئ. د بېلګې په توګه، د فوټبال لوبې روزونکی شئ، او هغه کړنې چې تاسې ته ښه او مثبت حس درکوي. خپل احساسات او تلوسې په مشخص لوري کې په کار واچوئ تر څو د ډېرو بریاوو شاهد واوسئ.

۵: وخت مو په مجازي نړۍ کې مه تېروئ
که د هغو خلکو له ډلې یاستئ چې له عواطفو سره تړلې شېبې مو په فېسبوک یا خواله رسنیو کې شریکوئ، سپارښتنه کوو چې د دې کړنې حخه لاس واخلئ. د دې پر ځای چې ګرځنده موبایل یا لپ ټاپ ته ناست یئ، ملګرو ته مو زنګ وکړئ. له هغوی سره رستورانت یا پارک ته لاړ شئ. او د چای/ قهوې د څښلو تر څنګ، د خپلو خوښیو یا اندېښنو په اړه وغږېږئ. وخت مو په مجازې نړۍ کې مه ضایع کوئ. د ژوند له واقعیتونو څخه په واقعي نړۍ کې خوند واخلئ.

۶: د یواځېتوب له شېبو هم خوند واخلئ
د مثال په توګه د جمعې ورځ ده او په پوره معنا یواځې یئ، د دې پر ځای چې سر په زنګون کېنئ او همېش د جمعې مازیګر ته بد رد ووایئ، په دې اړه فکر وکړئ چې د ځان سره خلوت ته مو وخت پېدا کړئ. ځانته، د زړه غوښتنو، هیلو، راتلونکې په اړه پلانونو او حتا د نورو سره پر اړيکو مو غور وکړئ. یا فلم وګورئ. کتاب مطالعه وکړئ. په دې پوه شئ چې په یواځېتوب کې هم ډېر کارونه تر سره کولای شئ چې د خیال په پرتله خوښي بښونکي او په زړه پورې دي.

۷: ځان له ځانه سره پرتله کړئ
د دې جملې موخه څه ده؟ دا چې په دې عمر کې زیاتره ملګرو واده کړی وي د اولادونو څښتنان دي، یا د ګټې په نورو کاروبار بوخت دي کېدای شي کله کله ځان له هغوی سره پرتله کړئ. او د هغوی د ژوند سره حسادت ښکاره کړئ. مګر دا په یاد ولرئ چې د هر چا د ژوند اړخونه توپير کوي. د انسانانو فکر، علاقه، احساسات، روحیه او ګټه فرق کوي. په همدې دلیل شاید ستاسې همزولي ملګري، په بشپړ ډول تاسې سره توپېر لري. دا چې ځان له نورو سره پرتله کړئ، بلکه ځان د ذره بین لاندې وګورئ. وګورئ رښتینی ژوند مو له هغه څه سره چې تاسې یې غواړئ څومره ورته والې لري! آیا توانېدلي یئ چې خپلې باطني اړتیاوې پوره کړئ؟

۸: د ژوند تر ټولو بدو صحنو ته مو پام اوسي
له شک پرته کله چې ډېرش کلنۍ ته نژدې کېږئ بېلابېلې ترخې تجربې په ژوند کې لرلې شئ: په مينه کې له ماتې نیولې تر دې چې له دندې شړل کېدو پورې —— مګر هېڅ کله هغه تاسې په ګونډو کولای نشي. په یاد ولرئ هغه ټولې تجربې وې تر څو بل ځل لپاره غوره تصمیم ونیسئ. نو ذهن مو د تېرو غلطیو سره چې تېرې شوې دي، مه ضایع کوئ او هغه د یوې تجربې په توګه په یاد ولرئ.

هماغه همېشنۍ خبره له ځانه سره تکرار کړئ: هره ماته د بریا په لور یو پل دی. رښتیا هم چې داسې ده. د هرې ماتې وروسته سترګې د ژوند په واقعیتونو لا پرانستل کېږي، نو ولې نا امېده کېږئ؟ عبرت واخلئ او د ماتو شمېر مو ورځ تر بلې راکم کړئ.

۹: بې ځایه مصرف مه کوئ
باید مصرف ته پاملرنه وکړئ. د دې پرځای چې د هرې اونۍ په پای کې له ملګرو سره رستورانت یا بېرون ولاړ شئ، کم خرچه بوختیاوې ځان لپاره پیدا کړئ. حساب کتاب مو یاداشت کړئ. یوه برخه ګټه مو بسپنه کړئ. د کالیو او اړتیا وړ توکو په پېرېدلو کې تېری ونکړئ.

په دې پوه شئ چې اوس مو د پرمختګ او پس انداز وخت دی، اوس ډېره کاري وړتیا او انرژي لرئ چې د عمر په تېرېدو سره، ستاسې وړتیا او انرژي هم کمېږي. نو په پوره پام سره حساب کتاب وکړئ.

۱۰: صداقت تر ټولو غوره سیاست دی
پدې پوه شئ چې رښتيني اوسېدل او د حقیقت بیانول تر ټولو ارزښتمنده ځانګړنه د انسانانو په وجود کې ده. دا کړنه له عمر سره تړاو نه لري. په هر عمر کې چې یاستئ، خو چې صادق اوسئ له دروغو او بې ځایه پلمو څخه لرې والې غوره کړئ. د خپلوانو او دوستانو په منځ کې به له ځانګړي محبوبیت څخه برخمن شئ. که چېرې وکولای شئ چې دا ځانګړنه له دېرش کلنۍ څخه مخکې خپل وجود کې وروزئ، ډاډه اوسئ په ژوند کې به له ډېرو بریاوو سره مخ شئ.

مثلا: د یو ملګري کور ته بلنه درکړل شوې د دې پرځای چې بهانه وکړئ یا دروغ ورته ووایئ، چې ځئ او که نه ځئ، رک او بې پردې ورته ووایئ چې غواړئ په کور کې پاتې شئ. یا په کار ځای کې، د یو کار د سرته رسولو وړتیا نلرئ، له وېرې پرته ووایئ بلد نه یئ.

ضرور نه ده د خپلو افکارو په اړه له نورو سره خبرې وکړئ، اړينه نده خپل شخصي مسایل بیان کړئ، یواځې رښتيني اوسئ کله چې رښتيني یئ، نور به هم له تاسې سره زیاته مینه ولري.

۱۱: ډېر سابه مصرف کړئ
ټول خلک خوښوي چې روغ او ښکلې اندام ولري. د دې لپاره باید له کم عمر څخه د سبو خوړو عادت پيدا کړئ. د fast food او ناوړه خوړو پر ځای چې په دې عمر کې ځوانان ورته ډېر لېواله وي، میوه او سبزي مصرف کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران