افغانستان سیاست

د بېوزله هېواد شیک پوش واکمن؛ ډاکټر عبدالله د لندن له مغازې څه څه اخیستي؟

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ملي یووالي حکومت تر خپلمنځیو ناندریو اخوا د دغه حکومت دوه شریکوال ( ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) چې په دوو نورو خصلتونو زیات مشهور دي، یو د غني انحصارګري او ځان غوښتنه او بل هم د ډاکټر عبدالله شیک پوشي او پر مصرفي ده.

د عبدالله پر تن د نړیوالو برانډونو دریشۍ او د پوښاک نور شیان، شیک پوشي او کله ان د مخ سینګارول هغه څه دي، چې دا څو کاله پرله پسې د ټولنیزو رسنیو د فعالانو او د حکومت منتقدینو بحثونه او ټوکې پرې کولې.

د لندن تازه سفر

د ډاکټر عبدالله عبدالله کورنۍ په هندوستان کې ژوند کوي. هغه له همدې کبله د ملي یووالي حکومت له پيله تراوسه په یوه اختر او بلې داسې مهمې رخصتۍ پر وخت په کابل کې ونه لیدل شو.

یاران ته د رسیدلو معلوماتو له مخې ښاغلی عبدالله تېر کوچنی اختر هم هندوستان ته وړی و.

د ده د بیرته را ګرځیدو دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو پرون له اوږده ځنډ وروسته د اجرایه ریاست مطبوعاتي دفتر د هغه د کاري ملاقاتو عکسونه خپاره کړل.

له دې سره هم مهاله په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس او ویل کیږي، چې ډاکټر عبدالله پکې د لندن له یوې مشهورې مغازې څخه د قیمتي شیانو اخیستو ته ورغلی.

په رسمي ډول نه ده معلومه، چې ښاغلی عبدالله ریښتیا هم په وروستیو کې لندن ته تلی او که دا ویډیو پخوانۍ ده؟

د هغه مطبوعاتي دفتر او نیږدې سرچینو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ویډیو لینک:

څه یې اخیستي؟

په خپره شوې ویډیو کې له ښاغلي عبدالله سره د کورنۍ غړي یې هم لیدل کیږي.

ویډیو ښيي، چې دوی له یوې مشهورې مغازې سره د څو خلتو پېرل شویو شیانو په ملتا را وځي.

په ویډیو کې فضا باراني او هغه مشهور پلورنځی،چې دوی ترې راوځي، والینتینو (Valentino) ښودل کیږي.

د نړیوالو رسنیو په حواله په دغه مشهور پلورنځي کې د ماشومانو یو جاکټ په ۱۳۹۵ امریکایي ډالره پلورل کیږي.

همدا شان د ماشومانو یوه جوړه کرمیچ هلته ۸۴۵ امریکایي ډالره بیه لري.

په ویډیو کې ښودل کیږي، چې ډاکټر عبدالله د (ZILLI) نړیوال برانډ د پېرل شویو سوداوو یوه کڅوره هم ورسره لري.

د دغه پلورنځي په وېب پاڼه کې موندل شوي، چې هلته هم هرڅه د اور په بیه دي.

په زیلي پلورنځي کې یوه نارینه چرمي کورتۍ په ۳۱۲۵ پونډو ( شاوخوا ۴ زرو امریکایي ډالرو) پلورل کیږي.

همدا شان د نارینه وو د دریشۍ یو یخن قاق یا کمیش هلته ۳۳۳ پونډه ( شاوخوا ۸ سوه امریکایي ډالره قیمت لري.

غبرګونونه څه دي؟

د ډاکټر عبدالله په اړه ورته بحثونه نوي نه دي؛ له ډېر وخت راهیسې هغه د لباس اغوستو، شیک ګرځیدو او مجلله ژوند له کبله تل تر نیوکو لاندې و.

هغه ته منسوبه تازه خپره شوې ویډیو هم له ورته غبرګونونو سره مخ ده.

منتقدین یې وایي: د افغانستان په شان د یوه بېوزله هېواد واکمن ته داسې شیک ګرځیدل، لوړ لګښت او مجلل ژوند نه ښایي.

په وروستیو کې ویل شوي، چې د افغانستان تر نیمایي ډېر او نیږدې ۵۲ سلنه خلک د هر اړخیز فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

بل لور ته د ډاکټر عبدالله د ماڼۍ( سپیدار) یوه کارکوونکي جمشید یما امیري د دغه ویډیو په تړاو شویو بحثونو ته په کنایوي ځواب کې لیکلي: عبدالله فاسد نه دی او بل داسې مشکل نه لري، چې پرې نقد او وځپل شي؛ شیک پوشي بد خصلت نه دی، ښه دی چې هغه بل کوم لوی مشکل نه لري.

د ډاکټر عبدالله په اړه

عبدالله څوک دی؟

ژوند یې څه لوړې ـ ژورې لري؟

سیاست ته څنګه راغی؟

خلک نور څه قضاوتونه ورباندې لري؟

په دې اړه د یاران وېب پاڼې یوه مخکینۍ خو جالبه لیکنه په دغه لینک کې ولولئ:

https://yaraan.com/dr-abdullah/

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي