سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام او دولت ځدران؛ پیاوړی افغان توپ اچوونکی وپېژنئ

اعلان

دولت ځدران یو له هغو دریو توپ اچوونکو څخه دی چي په یو ورځنیو لوبو کښي یې د افغانستان لپاره سل ویکټي اخیستي دي.

لیکنه : عبدالله عادل

دولت ځدران چي دا مهال په دولت خان (DK) باندي هم پېژندل کیږي د افغان کرکټ ملي لوبډلي مخکښ او ښی لاسی چټک توپ اچوونکی دی چي ډېری لوبو کښي د افغانستان توپ اچوونه د نوموړي په اوور سره پیلیږي.

دولت د ۱۹۸۸ کال د مارچ میاشتي پر ۱۹ نېټه د افغانستان په خوست ولایت کښي زېږېدلی دی.

۳۱ کلن دولت د افغانستان لپاره خپله لومړۍ لیسټ اې (List A) لوبه په ۲۰۱۱ کال کښي پاکستان ته د افغان ملي لوبډلی د لوبیز سفر پر مهال ترسره کړه ، چیري چي افغان لوبډلي دپاکستان د الف لوبډلي پر وړاندي ۳ غیر رسمي لوبي ترسره کړې او په یادو درو لوبو کښي نوموړي ۶ ویکیټي ترلاسه کړې.

وروسته دولت خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د کاناډا خلاف د ۲۰۱۱ کال د اګسټ پر اوومه ترسره کړه.

هغه همدارنګه خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کي د نیدرلنډ هیواد خلاف ترسره کړه.

دولت په ۲۰۱۴ کال کښي د زیمبابوی خلاف په وروستیو ۷ توپونو د ۴ شپږیزو په مټ ۲۴ ناسوځېدلي منډي هم ترسره کړې چي د نوموړي د یادي ښې توپ وهني په مټ افغانستان له زیمبابوی څخه لوبه وګټل.

د دولت ځدران د توپ اچووني انداز (اکشن) پاکستاني مخکښ توپ اچوونکي وقار یونس ته ورته دی.

د دولت ځدران د توپ اچووني کارګردکي:

یو ورځۍ لوبي:

دولت ځدران تر دا مهاله د افغانستان لپاره په ۷۷ یو ورځنیو لوبو کښي ۱۰۷ ویکیټي ترلاسه کړي په اوور کښي یې د منډو ورکولو اوسط ۵.۳۲ دی.

یوه لوبه کښي یې بهترینه توپ اچوونه د ۲۲ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي ، هغه همدارنګه توانېدلی چي ۳ ځلي څلور ویکیټي ترلاسه کړي.

شل اوریزي لوبي:

دولت ځدران تر دا مهاله د افغانستان لپاره په ۳۳ شل اوریزو لوبو کښي ۳۹ ویکټي ترلاسه کړي ، یوه لوبه کښي یې بهترینه توپ اچوونه د ۴۴ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

یو ورځنۍ لوبي :

ددې سره چي دولت یو ښه توپ اچوونکی دی په یو ورځنیو لوبو کښي ځیني وخت په وروستیو کښي تیزه توپ وهنه هم کوي هغه تر دا مهاله د ۷۷ یو ورځنیو لوبو څخه په ۵۱ پاړیو کښي ۵۰۲ منډي ترسره کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۴۷ دي.

شل اوریزي لوبي:

دولت ځدران په ۳۳ شل اوریزو لوبو کښي ۶۸ منډي ترسره کړي چي یوه لوبه کښي تر ټولو ډيري منډي ۱۳ دي.

دا چي راتلونکی نړیوال جام په انګلینډ ترسره کیږي او د هغه هیواد ویشتنځایونه تر ډیره د چټکو توپ اچوونکو لپاره مساعد او مرستندویه دي نو افغان لوبډله به د دولت ځدارن څخه چي مخکښ او باتجربه چټک توپ اچوونکی دی د ښې توپ اچووني ستره توقع ولري .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې