ټولنیز ژوند کورنی ژوند

تر طلاق وروسته د ګناه احساس؛ سببونه او ورسره د اوسېدو حللارې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

طلاق د ګډ ژوند د پای ته رسولو وروستنۍ مرحله ده، چي خورا سخته او ستونزمنه ده. دا ځکه هغه ژوند چي يوه ورځ په څومره مینه او محبت سره را پیل سوی وو، او اوس په طلاق سره پای ته رسېږي؛ د هیچا له پاره آسانه نه ده. خو یوه بله مهمه موضوع چي تر طلاق اخیستلو یا ورکولو ورسته ئې اکثره وخت طلاق اخیستي والدین په اړه اندېښمن وي، هغه تر طلاق وروسته د ګناه کولو احساس دئ. ځیني والدین په دې اړه د ګناه احساس کوي، چي د دوئ طلاق به ئې د اولادونو له پاره څومره سخت وي، آیا اولادونه به یې دوئ وبخښي کنه، تر طلاق وروسته به ئې د اولادو سره څه کېږي او… زموږ سره مله اوسئ چي د ګناه دا احساس در وپېژنو.

د ګناه احساس چشي دئ او ولي را پیداکېږي؟

د ګناه احساس د هیچا له پاره نوی نه دئ. اکثره کسان یې په اړه ناسم او نامعقول فکر کوي، خو سره له دې، ځیني ارواپوهان باور لري چي د ګناه احساس لرل ښه دي. دا ځکه کله چي د ګناه احساس لرو، ځانونو د خپلو کړو ټولو غلطو کارونو مسئول ګڼو. د ګناه له یاد احساسه د وېرې یوازینۍ مسله دا ده، چي یاد احساس ځیني وختونه زموږ په درون کي پاته کېږي او د زیات هیجاني زیان سبب کېږي. خو کله کله ئې بیا شدت دومره زیات وي چي افراد منطقي فکر کولو ته هم نه پرېږدي، دا ځکه چي هغوی په خورا سخت حالت کي وي او نه سي کولای چي خپل احساسات څرګند کړي. تر یوې مودې وروسته، دا ډول احساسات پياوړي کېږي او په خښم و عصبانیت سره تمامېږي. داسي هیجان چي افرادو ته لا زیات زیان رسوي.

تر طلاق وروسته، په اکثرو خلکو کي یو له خورا رایجو احساساتو څخه د اولادونو په اړه د ګناه احساس کول دي. دا حساس په ځینو مواردو کي خورا پیاوړی کېږي؛ مثلاً هغه وخت چي تاسي د طلاق خبره راپورته کړې وي او یا ګمان کوئ چي شاید د اړیکي د بهبود له پاره مو لازمه هڅه نه وي کړې، او یا هم هغه مهال چي کله نور همېشه تاسي، ستاسي د اولادونو د راتلونکي او د طلاق د تصمیم نیولو په خاطر، توهین او تحقیروي.

څېړني څه وايي؟

پورتنیو ذکر سوو اندېښنو ته په کتلو سره، ځیني والدین تر طلاق دمخه د اولادونو په باره کي د ګناه د احساس په خاطر، طلاق اخیستلو یا ورکولو ته زړه نه ښه کوي، او ځیني بیا تر طلاق وروسته هم همدا احساس لري؛ ځکه دوئ فکر کوي چي هرڅنګه وای، دوئ باید د خپلو اولادونو په خاطر هماغه له کشمکشه ډک ګډ ژوند ته ادامه ورکړې وای. موږ غواړو دغه ننګونه د ارواپوهانو د علمي تحقیقاتو په رڼا کي وڅېړو. شاید ستاسي د ګناه احساس په کمولو کي درسره مرسته وکړي.

په حقیقت کي ډېری والدین کله چي په کتاب کي د طلاق او پر ماشومانو ئې د اغېزو په باره کي لولي یا د مختلفو مجلو یا اخبارو له لاري خبرېږي، بیا له ځانو پوښتني کوي چي آیا غوره نه وه چي د خپلو اولادونو په خاطر ئې همدې له جنګ و جدله ګډ ژوند ته ادامه ورکړې وای؟

عقل او منطق وايي چي طلاق اخیستل یا ورکول مو ښه کار وکړ. دا ځکه چي څېړني هم همدا نظریه حمایتوي. مثلاً د هغي څېړني له مخي چي له ښوونځي څخه د کښته عمر پر ماشومانو باندي سوې وه، چي والدینو ئې نه سوای کولای چي یو له بل سره جوړ راسي، یادي څېړني وښودل چي که ئې طلاق اخیستی وای، د هغه وخت په پرتله چي یو له بله ئې هماغه ګډ ژوند ته ادامه ورکوله، لږ به ئې اولادونه نه کنټرولېدونکي او ضد اجتماعي جوړېدل. همدارنګه، په یوه بله څېړنه کي چي پر ځوانو جوړو باندي سوې وه، هم دا په ډاګه سوه چي د هغو والدینو ماشومان چي همېشه به ئې د خپلو والدینو د جروبحث او جنګ و جدل مشاهده کوله او وروسته ئې والدینو طلاق واخیست – ددې ماشومانو حالت تر هغو بهتر و چي د والدینو له جنګ و جدله تر یوه ډک ژوند لاندي را لویېدل. ځکه نو د داسي یوه ګډ ژوند پای ته رسول چي په هغه کي د والدینو د جنګ و جدل په سبب پر ماشومانو باندي بې پایانه فشارونه وي، دا به د هغوی له پاره بې ګټي نه وي.

البته د یادو څېړنو پایلي تر ډېره له هغو کورنیو څخه وې چي همېشه به پکښي د والدینو جنګونه ول. د هغو والدینو په منځ کي چي جنګونه به ئې لږ کول او بس همداسي به ئې جلاوالي ته تمایل درلود، څېړني ښکاره کوي چي که د یادو کورنیو والدین یو له بله جلا سي – ماشومان به ئې د هغه مهال په پرتله چي والدین ئې یو له بل سره پاته سي او همدې ګډ ژوند ته ادامه ورکړي – په بدتر حالت کي وي. نو له بدتر څخه بد ښه وي. طلاق د ماشومانو له پاره تر یوه جزيي تفاوت وروسته، په ځانګړي ډول د ماشومانو له پاره ډېر زیان اړوونکی وي. دا ځکه چي هغوی د خپلو والدین د جلا کېدو په اړه هیڅ نه پوهېږي. د هغوی له پاره ئې د والدینو جلا کېدل یوازي دا نه چي ناخوښ نه دي، بلکي نه توجیه کېدونکي دي. په ټولییز ډول څېړني ښيي چي په کم تعارضه کورنیو کي د طلاق مسله به په راتلونکي کي د ماشومانو پر رواني سکون، حمایتي شبکو، تحصیلي پرمخګت او د دوئ د واده پر پایښت باندي منفي اغېز ولري.

راځئ چي د پورتنیو پاراګرافونو خلاصه درته داسي ووایم: که جوړې همېشه یو له بله سره په جنګ وي داسي چي د کور چاپېريال ئې له هیجان و عصبانیته ډک کړی او دا تعارض ئې په طلاق سره کمېږي (او لازمو اقداماتو لکه د ارواپوهني ماهر ته مراجعې ئې د جنګ و جدل په کمولو کي مرسته نه وي کړې) بهتره ده چي ستاسي د ځانو او خپلو اولادو په خاطر طلاق ورکړئ؛ خو که والدین وکولای سي چي خپل جنګ و جدل او جروبحثونه له خپلو اولادونو پټ کړي او یا ئې تعارض کم او پرته له توهین و تحقیره وي، د اولادونو له پاره (نه ستاسي له پاره) بهتره ده چي خپل ګډ ژوند ته ادمه ورکړئ.

څنګه د اولادونو په نسبت د ګناه احساس کولو سره و اوسېږو؟

پورته مو ذکر کړل چي که تر طلاق وروسته د اولادونو په اړه د ګناه احساس کوئ، دا کولای سي چي د هغوی په ناسالمي تربیې او ناسالمو لارو چارو باندي تمام سي چي داسي کول ستاسي د اولادونو له پاره زیان لري. نو ځکه درته ددې زدکړه چي څنګه د یاد احساس سره و اوسېږئ، ضروري ده. لاندي درته هغه لاري چاري ذکر کوو چي کولای سي ستاسي سره د یاد احساس په کمولو کي مرسته وکړي:

۱ـ تر طلاق وروسته د ګناه احساس کول طبیعي دي

فکر کوم تر دې ځایه پوه سولاست چي تر طلاق وروسته د ګناه احساس يوه عمومي مسله ده او کوم نابلده او نادره څیز نه دئ او نه یوازي تاسي یاست چي یاد احساس تجربه کوئ – بلکي اکثره والدین تر طلاق وروسته د یاد احساس سره مخامخېږي. البته که ډېر سي؛ بیا خورا زیان اړوونکی وي.

۲ـ د ګناه د یاد احساس له پاره مناسب معیار ولرئ

يوه لحظه یوازیتوب غوره کړئ او وګورئ چي ولي د ځان توهین او تحقیر کوئ او په رښتیا سره ستاسي د ګناه اصلي دلیل څشي دئ؟ آیا دلایل مو واقعي دي؟ آیا ددې احساس په کولو سره آرامېږئ او یا درسره مرسته کوي؟ که مو یادو پوښتنو ته جواب ووایه وبه ګورئ چي تاسي یاد احساس ته کوم معقول معیار نه لرئ او که ئې لری هم، څومره چي تاسي له دې احساسه ببو او بلا جوړه کړې ده، واقعیت نه لري. زه همدا ویل درته غواړم چي پر حق او په اندازه سره د ګناه احساس ولرئ.

۳ـ پښېمان اوسئ ګنهکار نه!

ډېری خلګ پښېماني د ګناه سره نه توپيروي. په داسي حال کي، چي د ګناه احساس خپله فرد ته ور ګرځي، که زیات وي، ښه نه دئ او عموماً په منفي مقابلوي سلوکونو تمامېږي. بلخوا، د پښېمانۍ احساس د فرد په سلوک پوري اړوندېږي، عموماً ښه وي او د سالمو سلوکونو په کولو سره تمامېږي. مثلاً د ګناه د احساس پر مهال ځان بد او نالایقه ګڼئ، خو د پښېمانۍ د احساس پر مهال، خپل سلوک او رفتار درته بد ایسي او د جبرانولو دپاره ئې سالمه هڅه کوئ.

۴ـ خپلو افراطي جبرانوونکو اقداماتو ته متوجه اوسئ!

هرکله چي د ګناه احساس زیات او شدید وي، نو اکثره والدین له هري ممکنه لاري چي وکولای سي د ګناه یاد احساس راکم کړي؛ هڅه کوي. مثلاً دا شونې ده چي والدین همېشه خپلو اولادو ته مختلفي لارښووني وکړي؛ یو ممکن د روزني له آساني طریقې کار واخلي او ماشومان هیڅ تنبیه او محدود نه کړي. په مقابل کې، بل ممکن د ماشومانو په حضور کي، مقابل والد (مور یا پلار) تحقيروي او په دې سره د ماشوم په وړاندي ځان ته برائت ورکوي او… دا ټول هغه اقدامات دي چي د ګناه احساس د زیاتوالي او شدید توب په غبرګون کي کېږي، چي نه یوازي د ماشوم ستونزي نه کموي، بلکي هغه ته لا زیات زجر ورکوي.

۵ـ د زيان شدت مو را کم کړئ

طبیعي خبره ده چي طلاق وروسته به ماشومان د ستونزو سره مخامخېږي چي البته شدت او سختوالی ئې د ماشوم عمر، د طلاق ډول او ډېرو نورو لاملونو ته په کتلو سره متفاوت وي، خو تاسي کولای سئ چي د یادو زیانونو او کړاوونو شدت په صحیح مدیریت او عاقلانه سلوک سره را کم کړئ. رښتیا دا دي، چي که ونه سئ کولای د زیان او کړاوونو مخه ونیسئ خو د هغوی د زیاتوالي مخه نیولای سئ. په دې برخه کي زیات کارونه کولای سئ. ماشوم ته منطقي او د هغه د عمر سره سم، د خپل جلاوالي سبب او علت تشرېح کولای سئ؛ د اولادونو سره مرسته کولای سئ چي خپل احساسات او عواطف څرګند کړي؛ د ژوند د مخیکني شریک/شریکي او اولادونو ترمنځ د تګ راتګ دروازه خلاصه پرېږدئ او اړیکي ته ئې درنښت وکړئ او…

همدارنګه له ځیني کارونو باید ډډه وکړئ. مثلاً له خپلو اولادونو څخه د يوه پیغام لېږونکي کارونه مه اخلئ. د ژوند له مخیکني ملګري سره مو له جنګ و جدله پرهېز وکړئ. د اولادونو پر سر د خپل ژوند له مخیکني ملګري سره سیالي او رقابت مه کوئ او…

۶ـ د خپلو اولادو د ګناه احساس ته هم متوجه اوسئ!

تاسي یوازي نه ياست چي تر طلاق وروسته د ګناه احساس کوئ؛ په دې احساس ستاسي اولادونه هم ممکن اخته سي. په ماشومانو کي د ځان ملامتولو تفکر ددې سبب کېږي چي هغوی ځانونه د خپلو والدینو د طلاق مسئول وګڼي او حتا ځانونه د دې کار په مقابل کي تحقير کړي. په خاصه بیا هغه وخت چي والدین همېشه په خپلو جنګونو کي د ماشومانو نومونه یادوي یا دا چي خپلو اولادو ته وايي: که ته نه وای په هغه اولو کي به مي دي لا له پلاره طلاق اخیستی وای – یا، که ته نه وای، ډېر وختي به مي دي د مور له جنجاله ځان خلاص کړی وای.  “

بناً د اولادونو سره مو خپل سلوک او رفتار ته متوجه اوسئ او د هغوی په حضور کي د ژوند له مخیکني ملګري سره جروبحث مه کوئ. همدارنګه په ځانګړې فضاء کي د خپلو ماشومانو سره خبري وکړئ او له دې څخه هغوی ته ډاډ ورکړئ چي تاسي ورباندي پام کوئ او د طلاق په مسله کي دوئ ګرم نه ول.

۷ـ مرسته وغواړئ

که پورته ټولي حللاري د ځینو کسانو له پار مرستندی نه وي، یا ورته پوره قناعت بخښوونکي نه وي او دوئ لا ډېري مرستي ته اړتیا لري، نو باید د ګډ ژوند د برخي له يوه مجرب متخصص ارواپوه سره ولیدل سي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي