د ژوندانه له ستونزو څخه زده کړه وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ژوند د ستونزو سره مل دی، هر انسان د خپل ټاکل شوي عمر په موده کې د يو لړ ستونزو سره هرو مرو مخ کېږي. هوښيار، زيرکه او بريالی کس هغه دی چې له دې ستونزو څخه زده کړه وکړي. په دې ليکنه کې به تاسو درنو لوستونکو ته ۵ لنډې لارښوونې وړاندې شي، چې په مرسته يې وشئ کولی د ژوند په کږلېچونو ( لوړو او ژورو ) کې مخکې تګ وکړئ.

۱) ځينې وختونه به له ماتې سره مخ شئ
ځينې وختونه به له ماتې سره مخ شئ. هرڅومره ژر چې دا مسئله ومنئ، نو همغومره ژر به په ژوندانه کې مخکې تګ وکړئ. هېڅکله نشئ کولی ٪۱۰۰ مطمينه شئ چئ اغېزمن کار ترسره کوئ، خو کولی شئ ٪۱۰۰ مطمينه شئ چې هېڅ نه کار کول به کوم اغېز يا تاثير ونلري. د يو کار ترسره کول، حتی کې اشتباه هم وي؛ له هېڅ کار کولو څخه غوره دي. ژوند درس دی، له درس څخه خوند واخلئ.

۲) په تاسو کې دا ظرفيت شته چې، ځان مو نېکمرغه کړئ
احساسات بدلېږي، اشخاص بدلون مومي او وخت هم مخکې تګ کوي. تاسو کولی شئ چې د خپلو د پخوانيو تېروتنو په اړه مو ځان بوخت وساتئ او يا هم پرې يې ږدي او د نيکمرغۍ په لور ګامونه واخلئ. مُسکا يو ډالۍ ده، نه يوه معجزه. تېروتنه مه کوئ او صبر وکړئ ترڅو يو څه مو مخې ته راشي او خوشحاله مو کړي. رښتينې نېکمرغي ستاسو له دننه څخه نشئت اخلي.

۳) تاسو د خپلو ستونزو په پرتله ډېر لوی ياست
تاسو د خپلو ستونزو په پرتله ډېر لوی ياست. تاسو يو ژوندی موجود ياست او دا وړتيا لرئ چې ډېرې ستونزې حل کړئ او تاسو کولی شئ چې بدلون رامنځ ته کړئ. يوازې غښتلې ارادې او قوي ګام ته اړتيا ده.

۴) ستونزې مو د ځان لپاره مه لويوئ
مه پرېږدئ چې توره ورېځ مو په ټول آسمان خپلې وزرې وغوړوي. لمر تل ستاسو د ژوند په يوه برخه ځلېږي. کله ناکله مو بايد احساسات هېر کړئ او په دې فکر وکړئ چې د څه څيزونو وړ ياست.

۵) هره پېښه چې کېږي، د ژوند يو درس دی
هرڅومره چې د ډول ډول پېښو سره مخ کېږئ، هرڅه چې ګورئ، ټول د ژوندانه د تجربو يوه برخه ده؛ چې تاسو ته يو څه زده کوي. کوم وضعيت چې ستاسو په خوښه مخ ته نه ځي، ترې زده کړه وکړئ. که ستاسو پر مخ يوه دروازه تړل کېږي، نو پرته له شکه چې څو نورې دروازې مو پر وړاندې پرانېستل کېږي.

About محمد عزیز پردیس 278 Articles
محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي. نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی. د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ. په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی