سپورټ سیاست نړیوال کرکټ

د هند د ۲۰۱۹ په ټاکنو کې ډوني او ګامبیر د بي جي پي احتمالي نوماندان

د ایم ایس ډوني منېجر یا ناظم، ارون پانډي ویلي، چې په نړیوال جام کې د ګران ډوني لوبېدل د خوبونو تعبیر دی.

په دې کې هیڅ شک نشته چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته به د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی اغېزناک لوبډلمشر او هېټر توپ وهونکی ایم ایس ډوني یو ورځ خپل تقاعد اعلانوي.

اوس د ایم ایس ډوني د وروستۍ توپ وهنې په اړه پوښتنې راولاړې شوي، ځېنې د کرکټ هندي مبصرین او کرکټ بورډ کې داخل کسان وایي، چې ډوني په وروستیو کې له فوم څخه لوېدلی او لوبډله کې یې ځای کول هم د پوښتنې وړ دي.

څو ورځې وړاندې ډوني د ویسټ انډیز خلاف درې شل اوریزه لوبو کې نه و اخېستل شوی.

په ډوني باندې یو بل انتقاد دا هم دی، چې نوموړی د ۲۰۱۹ م کال ټولټاکنو کې د بي جی پي ملاتړی او احتمالي کاندید دی.

که څه هم ایم ایس ډوني باندې له ډېر وخت راهیسې په اعلاناتو او نورو فعالیتونو کې د لاس لرلو له امله انتقادونه کېږي، خو د ډوني منېجر ارون پانډي دا ټول تورونه رد کړي دي او هغه یې د کرکټ لپاره چمتو بللی دی.

ارون ویلي چې ډوني داسې یو لوبغاړی دی، چې ډېر وخت یې ویرات کولي ته ورکړی او له هغه سره یې ډېرې تجربې شریکې کړي دي.

ډوني په یو ورځنیو لوبو کې لوبډلمشري ویرات کولي ته پرېښوده، ترڅو هغه ښه پرمختګ وکړي او تجربه حاصله کړي.

په ۲۰۱۸ م کال کې د ډوني لوبېدل ډېر کم شوي دي، سږ کال اسیا جام کې ولوبېد خو توپ وهنه یې دومره په زړه پورې نه وه او همدا علت و، چې د ویسټ انډیزخلاف شل اوریزه لوبو کې شامل نه شو او لوبډله کې یې ګډون ته چانس ونه موند.

اوس رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي، چې په ۲۰۱۹ م کال کې د هندوستان په ټولټاکنو کې به ډوني او ګاتم ګمبیر د بي جی پي ګوند له خوا کاندیدان وي.

د سنډی ګارډین لایف، انلاین وېب پاڼې لیکلي، چې ډوني او ګاتم ګمبیرښایي د بي جی پي ګوند لپاره نوماندان و اوسي.

ایم ایس ډوني له راهول ډرایوېډ څخه وروسته د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر شو؛ د اوږده مهال لپاره یې موافقه لوبډلمشري ترسره کړه، نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې د هندوستان لپاره درې اتلولۍ ګټلي دي، د ۲۰۱۱ م کال کې نړیوال پنځوس اوریز جام، د ۲۰۱۳ م کال چمپین ټرافي او د ۲۰۰۷ م کال شل اوریزې جام سیالۍ د ده په لوبډلمشرۍ کې هندوستان ګټلي دي.

ډوني یو وخت نه هېرودونکی لوبغاړی او لوبډلمشر و، چې هم د هندوستان کرکټ بورډ او هم عوامو ورته ډېر احترام درلود؛ خو اوس یې چې کرکټ لوبې کمزورې شوي نو محبوبیت یې هم کمرنګه شوی غوندې ښکاري.

هغه په ۲۰۰۴ م کال کې د یو ورځنیو لوبو پیل د بنګله دېش خلاف کړی و. ډوني اوس مهال ۳۷ کاله او ۱۳۳ ورځې عمر لري.

مهیندرا سینګ ډوني نه یواځې دا چې ښه لوبغاړی دی، بلکې یو ښه وېکټ ساتونکی هم دی، چې په ۳۳۲ یو ورځنیو لوبوکې یې ۱۱۵ سټمپ اوټونه ترسره کړي دي، او دا په نړۍ کې ډېر سټمپونه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې