کلتور او هنر له نړۍ

د هندوانو مذهبي جشن (دیوالي)؛ هغه څه چې په دې ورځ ترسره کیږي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

دیوالي د هندوانو مذهبي جشن دی، چې هنده مذهبه یې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې هر کال نمانځي.

دیوالي د سانسکریت په ژبه کې څراغونو ته وایي، هغه ورځ چې پکې ډیر څراغونه لګول کیږي.

د دغه پینځه ورځني جشن له پیل دمخه هندوان خپل کورونه پاکوي او هغوی د کامیابۍ او ځواکمنتیا په تمه خپلې کړکۍ د لاکشمې په نامه خدای ته پرانیزي.

د دیواالي په ورځو کې د ټولو هندوانو له بې وزلو تر بډایو کورونه په نارنجي رنګي څراغونو او ډیو باندې روښانه وي.

د دغو څراغونو د لګولو فلسفه لکشمي ته په ښه راغلاست کې نغښتي بولي. په دغه ورځ یو بل هغه څه چې ډیر مهم بلل کیږي هغه د « الوان رنګولي » رسم دی.

د هندویزم لارویان د خپلو کورونو غولي، په بیلا بیلو رنګونو رنګوي، او دا د خوشبختۍ خدای ته د ښه راغلاست او میلمه پالني رسم بلل کیږي. دغه کار د ښځو له لوري تر سره کیږي.

د دغه جشن د نمانځلو پر مهال د کورنۍ غړي او خپل خپلوان یو بل ته ډالۍ ورکوي او خاص عبادت کوي.

په دې ورځ هندوان ځانګړي مراسم لري چې د ځینو په اړه یې دلته معلومات درکوو:

۱- نکریزي لګول


د دیوالي د جشن پر مهال زیاتره ښځې پر لاسونو نکریزي ږدي. نو له دې کبله په دې کار کې د مهارت لرونکو کسانو موندل آسانه کار نه دی. دا د دغه خلکو لپاره د کال په اوږدو کې د پیسو د ګټلو ښه فرصت وي.

۲: د ګاڼو(د سرو زرو) کارول


زیاتره هندوان پر دې خبره باور لري، چې له دیوالي مخکې د سرو زرو رانیول د نیمکرغۍ نخښه وي او په دې سره شتمني راځي. له دې کبله په همدې ورځ د «لکشمي دیوي» چې هغوی یې د مال او خوشحالۍ ډیوې بولي عبادت کیږي.

۳- نقاشۍ کول


د دیوالي په ورځ د کور په انګړ کې رنګارنګ نقاشۍ کیږي. په دودیز ډول دغه انځورونه د کور عمومي دروازې ته څیرمه کښل کیږي. پر دې سربیره په کورونو کې ډیوې بلیږي او کور په ځانګړو سینګار توکو ښایسته کیږي.

۴- اور لوبې کول


د دیوالي یو بل رسم دا دی چې په کې اور لوبې یا آتش بازي کیږي، او همداشان پټاقۍ د دیوالي جشن لازمه برخه ګڼل کیږي.

۵- مټایي ویشل
دیوالي داسې جشن دی چې د کورنۍ ټول غړي یې په ګډه لمانځي. یو بل ته ډالۍ ورکول کیږي او مټایي یا خواږه ویشل کیږي. دغه جشن هرکال د اکتوبر میاشتې له نیمایي څخه د نوامبر میاشتې تر نیمایي پورې موده کې یوه ورځ لمانځل کیږي.

۶- د ډیوو بلول
پخوا به د دیوالي د جشن پر مهال د کورونو او کوڅو د روښانه کولو لپاره په لاس جوړې شوې ډیوې کاریدلې. خو اوس د دې ځای له چین څخه راواردو شوو آرزانه څراغونو نیولی دی. له دې کار وروسته په هند کې په لاس د ډیوې جوړونکو کاروبار له خطر سره مخامخ دی.

۷- ډالۍ ورکول
ډېر خلک په دې خبرې باور لري چې د دیوالي په ورځ تاسې د یوه چار کور ته پرته له ډالۍ ولاړ شئ نو دا به په دې معنا وي چې تاسې د کوربه نیکمرغي نه غواړی. د دغه جشن پر مهال ډیر شرکتونه خپلو کار کوونکو ته تحفې ورکوي او یا هم اضافه پیسې ورکوي.

۹- په دوستۍ کې د ژوند تیرول


په هند کې یوازې هندوان دیوالي نه لمانځي. دا انځور د هند د اتر پردیش ایالت د مرزا پور، ښار دی چیرې چې د دیوالي پر مهال مسلمانې نجونۍ له یو او بل سره په دوستۍ کې د ژوند تیرولو له پاره دعا کوي. په هند کې لږکي هم د دیوالي جشن لمانځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي