خواړه روغه سټه

نوې څېړنه: زیاتې اوبه مه څښئ، تاوان لري؛ څومره باید وڅښل شي؟

لیکنه: بشر درویش

مخکې د اوبو د زیات څښاک په اړه زیات ټینګار شوی او ګټور ګڼل شوی، خو اوس په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي، چې له حده د زیاتو اوبو څښل وجود ته د ګټې پرځای ګڼ زیانونه لري.
د نوې څېړنې پربنسټ له حده د زیاتو اوبو څښاک ان خبره د انسان تر مرګه پورې رسولای شي.

د پښتورګو ستونزه
د څېړنې له مخې د انسان پښتورګې یا ګردې په یوه ساعت کې له اتو سوو تر زرو ملي لیترو پورې اوبه فیلترولای شي.
څېړونکي دې ته په کتو سره وایي، چې په یوه وخت کې له یوه ګیلاس څخه د زیاتو اوبو څښل نه دي په کار.
دوی وایي که په پرله پسې ډول او له یو ساعته وقفې پرته څوک څو ګیلاسه اوبه وڅښي، پر پښتورګو فشار راولي او دا فشار یې کیدای شي تر مرګوني حالته ورسوي.

د سوډیم د تعادل زیانمنیدل
د څېړونکو په باور د زیاتو اوبو څښاک، هغه هم په پرله پسې ډول د انسان د بدن د سوډیم تعادل ته زیان اړوي.
د سوډیم د تعادل زیانمنیدل بیا د وینې فشار له ستونزې سره مخ کوي، د وینې فشار د مغزو فعالیت ننګوي او په دې ډول خبره د مرګ تر خطره رسیږي.

د هیپوناترمي خطر
څېړونکو د څېړنو پروخت موندلې ده، چې وجود ته له حده د زیاتو اوبو رسیدل د هیپوناترمي سبب کیږي.
هیپوناترمي د وینې د سوډیم د کچې را کمیدو ته وایي. د هیپوناترمي له پيدا کیدو سره انسان ته زړه بداوی، سردرد، د عضلاتو ناراستي او نورې ستونزې پيدا کیدای شي.

لږ څښاک هم خطر لري
څېړونکي په عین حال کې ټینګار کوي، چې د اوبو لږ څښل هم تاواني کار دی.
دوی وایي د اوبو له لږ څښاک سره انسان له ګڼو ستونزو سره مخ کیدای شي.
د دوی په وینا د اوبو څښلو لازم حد دا دی، چې په ورځ کې بالغ انسان لږ تر لږه درې یا څلور لیټره اوبه وڅښي.
د اوبو لږ څښاک د نورو ناروغیو ترڅنګ د پښتورګو د خطرناکې ناروغۍ سبب کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي