روغه سټه ژوند بڼه

ډیپریشن( ژورخپګان)؛ هغه زهر چې ورو،ورو اغیز کوي

لېکوال: ډاکټر نریش، ودالاماني- روانشناس
ژباړه: شمیم اتل

د ژوند په اوږدو کې موږ ټول د ځینو عواملو له کبله لکه د یو نژدې کس مړینه، په مینه کې ماتې، مالي تاوان، او نور شخصي ناورینونو له کبله له خپګان او خواشینۍ سره مخ کیږو. او ښايي د ډیپریشن احساس وکړو.

ډیر خلک کولی شي چې د خپګان له دا ډول عواملو او د خواشینۍ له دا ډول څپو سره مقاومت وکړي.

د څو ورځو یا اونیو په تیریدو ډیر خلک توانیږي چې خپلو عادي چارو ته ستانه شي. دې ډول خپګان ته ( نورمال عکس العملي خپګان ) وايي.

خو ( نورمال عکس العملي خپګان ) د هغه خپګان څخه چې طب یې ډیپریشن یا ژور خپګان بولي او یوه ناروغي ده مختلف دی.

( نورمال عکس العملي خپګان ) درملنې ته اړتیا نه لري. یوازې ملاتړ جرات او هڅول کفایت کوي چې پر داسې نورمالو ورځنیو خپګانونو سړی بریالی شي. دا ډول خپګان د یو چا په ورځني ژوند او فعالیتونو ډیرې ناوړه اغیزې نه کوي او خلک ترې زر بیرته خپل عادي ژوند ته ستینږي.

خو د طبي ډیپریشن ( ژور خپګان) ناروغي د طبعي عادي خړیدل یا بې چورته کیدل نه دي. ددې ناروغۍ نښې او علامې په اونیو او میاشتو دوام کوي او پر ډیپریشن ( ژور خپګان) اخته خلک د خپل ورځني ژوند په چارو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي او خپل ورځني کارونه په موثره توګه نه شي ترسره کولی.

دا د عصابو په سیستم کې یوه داسې ناروغي ده چې زموږ فکرونه ، طبعه، مزاج، چلن، فعالیت، عادتونه او شخصیت زموږ د نورمال وضیعت په مقایسه بدلوي.

ځینې کیماوي عصبي انتقالونکي( نیرو ټرانزمیټرونه ) لکه سیتروتونین، نوریپېنفارین او ډوپامین د عصابو په ځینو برخو کې کمیږي او همدا په عصبي سیستم کې د معلوماتو د ناسم تحلیل او بالاخره د ډیپریشن ( ژور خپګان) سبب شي.

که څوک د ډیپریشن ( ژور خپګان) ناروغي ولري دوی نه شي کولی چې خپل ورځني فعالیتونه هسې ترسره کړي چې په روغ حالت کې یې ترسره کول.

دوی ښايي ډیر ددې کیسه کې ونه اوسي چې له خوب پورته شي، جامې بدلې کړي. ډیر لږ کار او هغه هم کارونه کوي چې د ترسره کولو لپاره یې پرې نور خلک ډیر فشار راوړي. همدارنګه له ټولنیزو ناستو ولاړو لرې کیږي.

په دې مرحله کې پر ډیپریشن ( ژور خپګان ) اخته کس دوه خویه کیږي. ښايي ځینې ورځې یې موډ سم او ځینې ورځې ناسم وي.

په لومړیو ورځو کې ښايي یوه ورځ خوښ او یوه ورځ خپه واوسي خو ورو ورو هغه ورځې چې په کې ډیپریس او خپه وي زیاتیږي.

پر ډیپریشن ( ژور خپګان ) اخته خلک چې کله ډاکتر ته ځي عموما لاندې شکایتونه لري:

• سردرد، د ملا درد، او د وجود په نورو برخو کې د درد احساس په ځانګړې توګه په لاسونو او لینګیو (ورنونو) کې .

• د ښه خوراک سربیره د کمزورۍ په ځانګړې توګه لاسونو او پښو کې له کمزورۍ شکایت کوي.
• د عادي کار او پوره دمې او خوب سربیره له ستړیا او ستومانۍ شکایت کوي.

• په خوب کې له ستونزو شکایت کوي. داسې چې په اسانۍ نه ویده کیږي، یایې خوب ګډوډ وي. ویرونکي خوبونه ګوري او یا ویده نه شي پاتې کیږي.
• د اشتها له کموالی شکایت کوي.

• په هاضمي سیستم کې له ګډوډیو شکایت کوي لکه د معدې له سوزش او تیزابو، قبضیت او کولمو له ګرځنده دردونو څخه چې کله یو ځای او کله بل ځای خفیف درودونه احساسوي.

ددې کسانو په نورو رواني علامو کې دا شکایتونه او نشې شاملې وي.

• د خواشینۍ او خپګان احساس کوي.

• په خپله دنده کې لېوالتیا له لاسه ورکوي، چې له کبله یې کار کې موثریت کمیږي، دنده بدلوي او یا دنده له لاسه ورکوي. همدارنګه د کور په کارونو کې لېوالتیا له لاسه ورکوي چې له کبله یې دده کورنۍ ژوند بې نظمه کیږي، کالي وینځل، کور پاکول، خوراک او نورې چارې یې پر وخت نه وي. ورځني کارونه یې له لاسه نه کیږي، لکه د غاښونو وینځل، شاور اخیستل، ږیره خریل او که ښځه وي سینګار کول. لنډه ده چې د خپل ظاهري بڼې په کیسه کې نه وي.

• سره ددې چې عادي کار کوي او یا له عادي هم کم کار کوي بیا هم تل د ستړیا احساس کوي. د کارونو ځنډول او کم کاري یې ددې سبب کیږي چې پر وخت بیلونه پرې نه کړي نور هغه کارونه ترې خراب شي چې ټاکلی وخت لري.
• له هغو چارو او عادتونو چې یو وخت یې تر خوند اخیست نور خوند نه اخلي او لېوالتیا په کې له لاسه ورکوي. او له ټولینزو ناستو ولاړو ځان لرې کوي.

• د تبلۍ او بېحالۍ احساس کوي چې ورسره یې کارونه ورو کیږي او ډیر کارونه یې نیمګړي او ګډو وډ پاتي وي.
• تمرکز یې کمیږي چې ورسره د حافظې ستونزې پیدا کوي. په زده کړو کې یې ذهن سم کار نه کوي او د هر څه له یاده وتل یې ښايي د ځینو حادثو سره د مخ کیدو سبب هم شي.

• اعتماد یې کمیږي، پر ځان باور یې کمیږي، ځان ورته کم ارزښته او یا له پامه لویدلی ښکاري.
• له فکرې بې ثباتۍ سره مخ کیږي، دوه زړی وي او د منظم پلان جوړولو وړتیا له لاسه ورکوي.

• ښايي فکر وکړي چې نور ټول خلک بد دي. د نورو په اړه ناسم فکر کوي او یا یې له پامه غورځوي.
• د خپلوانو په وړاندې ورته ځان بې ارزښته، له پامه لویدلی او هېر شوی ښکاري.

• ښايي د ګناه او له ځان څخه د کرکې احساس ولري.
• فکر کوي چې اوسنی وضیعت یې راتلونکې کې نه بدلیږي. ناهیلی، بې مرستې او په ټوله نړۍ کې د تنهايۍ احساس کوي.

• د پخوا په مقایسه د ژوند لپاره هیلمندي، انګیزه او شورو شوق له لاسه ورکوي.
• د پخوا په مقایسه یې چلن بدلیږي، زر پاریږي، غوسه کیږي او لانجمن چلن کوي.

• د خوب له ګډوډۍ سره مخ وي، او دا چې ویده کیدای نه شي ښايي تر ناوخته په کمپیوټر یا موبایل کې انیټرنیټ کاروي یا تلویزون ګوري او یا همداسې ويښ وي. سهار هم یا ډیر وختي ویښ وي او یا ناوخته پورې ویده پاتې شي.
• اشتها کې یې بدلون راځي. ډیر کله خوړو کې لیوالتیا له لاسه ورکوي خو په کمو مواردو کې ډیر خوراکۍ ته هم مخه کوي.

• ښايي ددې ستونزو د کمولو لپاره د خوب درملو ، یا نورو نشه يي موادو ( الکولو، چرسو او نورو ) ته مخه کړي.
• په سخت ډیپریشن کې په ناروغانو کې د ځانوژنې او یا ځان ته د زیان رسولو فکرونه پیدا کیږي .
درملنه

پر درملو

د ډیپریشن ( ژور خپګان ) د درملنې لپاره عموما ډاکتر د ډیپریشن ضد درمل ورکوي.

دا درمل چې بیلابېلې بڼې لري. په مختلفو خلکو مختلفې اغیزې لري.

ځکه خو رواني ډاکتران عموما ناروغانو د ډیپریشن ضد درملو له ورکولو وروسته پر ناروغ یې اغیزې څیړي او که اړتیا وي ورته درمل بدلوي رابدلوي.

عموما د ډيپریشن ضد درمل هغه طبي ډاکتران چې په روانشناسۍ کې تخصص لري ورکوي. دا خوب راوړونکي درمل نه دي.

د ډيپریشن ضد درمل د ډاکتر پر لارښوونه ناروغ له کمې اندازې پیلوي او ورو ورو یې زیاتوي. ددې لپاره چې د ډيپریشن ضد درمل اغیز وکړې حد اقل څو اونۍ وخت ته اړتیا ده.

هغوی چې څو ځل له ډیپریشن یا ژور خپګان سره مخ شوي ښايي ډاکتر ورته دوو کلونو یا تر هغې هم د زیات وخت لپاره د درملو سپارښتنه وکړي.

ژوند بڼه کې بدلون

یوازې درمل نه دي چې د ډيپریشن ( ژورخپګان) درملنه پرې کیږي ، او مه یوازې پر درملو د درملنې لپاره تکیه کوئ.

په ژوند بڼه، خوراک او فعالیت کې بدلون هم له هغوی سره ډیره مرسته کوي چې پر ډيپریشن یا ژور خپګان اخته دي.

په منظمه توګه ورزش او سپورت د ډیپریشن ضد درملو هومره کار کوي او د ژور خپګان لپاره تر ټولو غوره درملنه ګڼل کیږي.

د روانشناسانو سره مشوره او د ډیپریشن په اړه مطالعه له ناروغانو سره مرسته کوي چې ددې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې مختلفې لارې چارې زده کړي.

ښايي دا وخت ونیسي چې د خپل ډیپریشن یا ژور خپګان د درملنې موثره لاره ومومئ خو هڅه له لاسه مه ورکوئ.

څومره چې خپلې ټولنیزې اړیکې او د خپلو شا او خوا خپلوانو او دوستانو ملاتړ درسره زیات شي او څومره چې اجتماعي شئ هومره درڅخه ژور خپګان لري کیږي.

صحي او منظم خواړه وخورئ. خواړه ستاسو په وجود کې تعادل برابروي او په عصابو کې شته بې تعادلي له منځه وړي.

هڅه وکړئ خپل خوب منظم کړئ او کافي خوب وکړئ.

پر دې سربیره د ډیپریشن د درملنې لپاره ګڼې نورې لارې شته. خو ناروغ باید له ډیپریشن څخه د وتلو لپاره پخه اراده، د معلوماتو د راټولولو جرات او د یو غوره ژوند لپاره هیلمندي ولري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */