روغه سټه

ژور خفګان څه دی، او څنګه ترې ځان وژغورو؟

راټولوونه : صدیقه پوپلزۍ

د ژور خفګان څخه مو مطلب اوږد مهال خفګان، درد، غم، کسالت، زړه تنګوالی دی.

څنګه پوه شو چې موږ ژور خفګان لرو؟

ځیني نښې دي چې په وسیله یې موږ پوهېدلای شو. لکه: د بیحالۍ احساس، زړه تنګوالی، غوصه کېدل، بې حوصله ګي، د خوب کموالی، ناهیلیتوب، غم، درد، ستړیا ….دا ټوله د ژور خفګان نښې کیدای شي.

ژور خفګان په ښځو، ځوانانو او سپین ږیرو کې ډېر دي. په کاناډا کې د څېړنو له مخي ښکاره شوې چې په هر ۸ تنو کې یو تن یې په ژور خفګان اخته دی.

ولې انسانان په ژور خفګان اخته کیږي؟

ژور خپګان یا ډیپریشن ډیر سببونه لري. ځینې یې دلته درسره شریکوو.

۱- کله چې څوک د یو موضوع په هکله ډېر سترس پیدا کړي یا ډېره اندېښنه وکړي، هماغه سترس خپل زړه کې وساتي نو د ژور خفګان لامل ګرځي، ځکه ډېر استرس د انسان مسالو په وړاندې د انسان ذهن د کمزورۍ لامل کیږي.

۲- د انسان په ژوند کې یو ناڅاپه بدلون راتلل، چې هغه په شخصي ژوند کې وي یا د کار په برخه کې وي چې د چا په خوښه نه وي نو دا هم د خفګان سبب کیدای شي.

۳- د یوې اړیکې پای ته رسول کله چې موږ چا سره اړیکه ولرو او هغه سره مینه وکړو او د هغه سره عادت ووسو او له څه وخت وروسته هغه اړیکه ختمه شي نو موږ ته ډېر درد راکوي چې همدا درد د ژور خفګان لامل کیدای شي.

۴-چاپیریال هم په انسان باندې تاثیر درلودلی شي په کوم ځای کې چې موږ ژوند کوو ایا موږ هلته خوشحاله یوو که خفه که هغه محیط زموږ خوښ نه وي نو ژور خفګان مینځ ته راتلی شي.

۵-کورني ستونزي د ژور خفګان یو لوی عامل دی. که کور کې ډېري ستونزي ولرو او ورته د حل لاره پیدا نکړو نو همداسي کیږي.

۶- د مینې کمښت – ډېري وګري فکر کوي چې هیڅوک به ور سره مینه ونه لري خپل ځان په نورو باندې بوج فکر کوي- نو دا هم د ژور خپګان یو لامل دی.

د حل لاره څه ده؟

په ورځني ژوند چارو او ژوند بڼه کې ځینې بدلونونه مرسته کوي چې ژور خفګان راکم شي. څو بدلونونه یې درسره شریکوو.

۱- خپل د ژوند لپاره باید یوه منظم پلان باید ولرو، یعنې ټوله باید راته معلوم کړو چې څه وکړو او څه وخت یې وکړو – ځان ته د خپلو کاروونو لپاره یو منظم مهال ویش جوړ کړو او په هغه مهال ویش کې خپل ځان ته د تفریح لپاره هم وخت وټاکو.

۲- خپل موخي باید مشخصې کړو، باید موخه وټاکو ترڅو د خپل ژوند په معنا پوه شو او هغه موخي ته باید ځان ورسوو.

۳- هره ورځ ورزش وکړو، ورزش زموږ د خوشحالي او مصروفیت سبب کیږي، او پر جسمی سلامتۍ سربېر زموږ د روانۍ سلامتۍ سره ډیره مرسته کوي.

۴- په وخت او سم خوراک هم د ژور خفګان لمنځه وړلو کې زموږ سره مرسته کوي، موږ باید مایعات سبزیجات او مېوو څخه په ورځ کې ګټه واخلو.

۵- منظم خوب کول هم د ژور خپګان په کمولو کې ډېر اغیزې لري. که منظم او پر ټاکلي وخت له اوو تر نهو ساعتونو خوب وکړئ، د ژور خپګان څخه تر ډیره ځان ساتلی شئ. غیرې منظم خوب د فکري ګډوډۍ او خپګان سبب کیږي.

۶- خپل فکر ته باید تغیر ورکړو منفي فکرونو ته باید ذهن کې ډېر ځای ورنه کړو، او ددې لپاره ښه داده چې خپل ذهن په مثبتو افکارو او خبرو بوخت وساتو.

۷- او که په خپل ورځني ژوند کې ددې بدلونونو د راوستلو سربیره هم ښه سوئ، نو غوره ده چې ډاکتر سره مشوره وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.