موسیقي او تصویر

ډیپیکا اوسکار ته ځي، او یو چینايي فلم کې هم د کار نیت لري

اوسکار د نړۍ د سینما د جایزو د ورکړې داسې مراسم دی چې ګڼ سینمايي ستورې یې د ګډون هیله لري.

داسې ښکاري چې ډیپیکا پاډوکون په امریکايي هالیوډ سینما کې خپل لیدونکي ” د ریټرن اف ایکسنډر کیج “ فلم کې د ښه رول لوبولو له کبله متاثره کړي.

دا فلم چې د اوسکار جایزو کې هم کاندید دی، د هند د سینما دا ښکلې اکټره به هم د خپل ټیم سره یوځای د اوسکار د جایزو په ماښامنۍ کې برخه واخلي.

نوموړې د خپل انسټاګرام په یو پوسټ کې ویلي” اوسکار، موږ را روان یوو. “

ویل کیږي چې ډیپیکا په ورته وخت د یو بلې معتبرې فلمي جایزې ( اکاډمي ایوارډ ) تر لاسه کولو ته هم چمتوالی نیسي.

د ”باجیراو مستاني “ فلم دا هندي لوبغاړې به د هالیوډ له وتلي لوبغاړي وین ډیزل سره په لاس انجلس کې د خپل فلم د بریا د لمانځلو په مراسمو کې هم برخه واخلي .

په ورته وخت کې ویل کیږي چې د هند د سینما دا وتلې لوبغاړې تیره اونۍ د نیویارک په فیشن اونۍ کې هم په بیلابیلو مراسمو کې لیدل شوې.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې ډیپیکا به د هندوستان – چین په یو شریک فلم کې هم مهم رول ولوبوي.

دا فلم د سیدارت انند یوه پروژه ده چې چینايي فلمي ستوری ډنګ چاو په کې د هلک مرکزي رول لري. د ښځینه مرکزي رول لپاره یې پر پرینکا چوپړا او ډیپیکا دواړو غور کیده خو اوس ویل کیږي چې ډیپیکا دا رول تر لاسه کړی دی.

هندي رسنۍ وايي، دې وختونو کې د ډیپیکا د شهرت او بخت ستوري په ځلا دي، او ګوره چې تر کومه مخکې ځي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */