کلتور او هنر

ډیپیکا او کټرینا کیف روغه وکړه

د هندوستانۍ سېنما مخکښو فلمي ستورو ډپيکا پډوکون او کټرینا کیف تر منځ د تېرو څو کلونو سوړ جنګ بلاخره ختم شو.

د معلوماتو له مخې، دواړو فلم اداکارانو کټرینا او پډوکون تر منځ جنجال د رنبیر کپور پر سر راغلی وو، خو اوس دواړو سره جوړه کړې چې کټرینا کیف د ډپیکا او رنویر د واده په مراسمو کې برخه اخیستې.

ډپيکا اوس مهال په یوه مرکه کې د خپل او کټرینا تر منځ په اړېکو خبرې کړي او ویلي دي چې د نوموړې سره یې روغه جوړه کړې، په خبره یې په زړه کې یې د کټرینا لپاره خاص ځای دی هم د یوې هنرمندې او ممثلې په ډول او هم د یوه انسان په توګه ورته ډېر زیات احترام لري.

هغې زیاته کړې؛ دا چې کټرینا یې په خوښيو کې ځان شریک کړی نو زیاته خوشحاله ده او په خبره یې چې تل به د کیف مینواله وي.

تر دې وړاندې کټرینا کیف ویلي وه چې د ډپیکا پډوکون او رنویر سنګهـ په واده کې په ګډون سره یې ډېر ښه وخت تېر کړ.

رسنۍ وایي، دا چې دغې فلم ستورې کټرینا د پډوکون په واده کې ګډون وکړ په دې دلالت کوي چې دواړو اداکارو خپل تېر هیر کړی او د یوه ښه راتلوونکي نیت لري.

د دواړو د لانجې لامل
د کټرینا کیف او ډپيکا پډوکون تر منځ شکایتونه او لانجې د رنبیر کپور پر سر را ولاړې شوې وې، ځکه چې، نوموړي لومړي د ډپيکا پډوکون سره اړېکه لرله او وروسته یې بیا کټرینا سره د یارۍ تار غځولې وه په داسې حال کې چې پډوکون یې له نظره غورځولې وه.

همدا لامل وه چې د دواړو فلم ستورو د تېرو څو کلونو راهیسې یو د بل سره جنجالونو بوخت وه.

د دې سره سره تېر کال د رنبیر کپور او کټرینا تر منځ هم جدوالی رامنځته شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی