کلتور او هنر

د ډپیکا پر واده د شاه رخ خان ګرمه خوشحالي

د هندۍ سینما مشهور ستوری او د بالیوډ بادشاه شاه رخ خان تېره ورځ د خپل نوي فلم (زیرو) د ټریلر د خپریدو پر مهال د خپلې ۵۳مې کلیزې جشن هم جوړ کړی او په همدغه جشن کې یې د ډپيکا پډوکون په واده هم زیاته خوښي ښکاره کړه.

شاه رخ خان ویلي کله چې یې ډپیکا د واده خبر واورېده، نو غوښتل یې چې ډپیکا په غیږ کې ونیسي او زیات خوشحاله شو.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼۍ د رپوټ له مخې، د ټریلر د خپریدو او کلیزې په تړاوو جوړو شویو مراسمو کې خان په یوه مرکه کې ویلي، کله چې یې په فلمي نړۍ کې قدم کېښود نو هاغه مهال یې افسانوی اداکارې سري دیوي او مادهوري دېکشت سره کار کاوه.

کینګ خان زیاته کړې کله چې د هغوې ستورو ودونه وشول نو له ما یوه ښه فلمي لوبغاړی جوړ شو، دی وایې اوس په بالیوډ کې د نوي نسل ودونه دي چې دی پرې ډېر زیات خوشحاله دی، فکر کوي چې تر دوی وروسته به بالیوډ سینما نوره هم د ځلانده ستورو لاس ته پرېوځې.

شاه رخ خان په خندونکي انداز کې ویلي چې زه د ښکلو په ودونو له زړه نه ډېر زیات خوشحالیږم.

ټاکل شوې روانه میاشت ۱۴ او ۱۵ نېټو باندې د ډپیکا پډوکون او رنبیر سنګهـ واده وشي چې شاه رخ خان پرې زیاته خوښې ښودلې.

خان ویلي؛ چې له نیټې خبر شو، نو سمدلاسه یې ډپیکا پډوکون ته ټېلیفون کړی او مبارکي یې ورته ویلې.

دی وایي، د واده بلنلیک د رسیدو سره سم به هر څه پریږدي او د واده لپاره به یوه خوندور جشن ونیسي.

بل لورته دغه فلمي ستوری وروسته له هغې د مینوالو له غبرګون سره هم مخ شوی چې د پریانکا چوپړا پر کوژدنې او واده یې هېڅ خبرې ونه کړې، خو د پډوکون پر واده یې له حده زیاته خوښې څرګنده کړې.

د یادولو ده چې فلم (اوم شانتي اوم) لومړنی فلم وه چې ډپیکا پډوکون پکې کار وکړ، په دغه فلم کې د پډوکون سره مرکزي رول شاه رخ خان لوبولی و.

همدا ډول انوشکا شرما هم د لومړي ځل لپاره شاه رخ خان سره فلم (رب ني بنادي جوړی) کې یو ځای کار وکړ او همدا د انوشکا لومړنی فلم هم و، نو همدا لامل دی چې انوشکا شرما، ډپيکا پډوکون او شاه رخ خان سره نژدې ملګري دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی