کلتور او هنر

ډپیکا پډوکون یو ځل بیا انګلیسي فلم کې کار کوي

د هندۍ سینما مشهوره فلمي ستورې ډپیکا پډوکون یو ځل بیا د انګلیش سینما په یوه فلم کې کار کوي.

ډپیکا پډوکون د هندۍ سینما کامیابه فلمي ستورې ده او په خپل بالیووډ کې یې خپله کامیابي ثابته کړې، خو اوس په هالیووډ یا انګلیش سینما کې هم خپل بخت ازمایي او معلومه به شي چې د هندۍ سینما په څېر هلته هم خپل ځان ثابتولی شي او که نه؟

ډپيکا پډوکون تر دې وړاندې هم په هالیوډ کې په یوه فلم کې کار کړی او دا به یې دویم ځل وي چې په انګلیش فلمونو کې کار کوي.

نوموړې فلمي اداکارې د لومړي ځل لپاره تېر کال ۲۰۱۷ کې په هاليووډ فلمونو کې کار وکړ.

دې اداکارې د هاليووډ د مشهور هيرو ون ډیزل سره په (ایکس ایکس ایکس، ریټرن اف اینګزینډر کیج) کې مرکزي رول ولوباوه، خو دا ځل د فلم د لارښودل لخوا د همدغه فلم د دوېمې برخې لپاره غوره شوې ده.

ټاکل شوې ډپيکا پاډوکون د (ټرپل ایکس) فلم سیریز په راتلونکي برخه کې بیا هم د ون ډیزل سره مرکزي رول ادا کړي.

د (ټرپل ایکس) فلم لارښود هم په خپل راتلوونکی فلم کې د ډپيکا پډوکون کار کول تائید کړي او ویلي دي چې ژر ده چې د فلم د شوټینګ مهال ویش به اعلان کړي.

پر ټوئټر یوه پاکستاني ژورنالیست د ډپيکا پاډوکون په تړاوو له فلم لارښود ډي جي کروسو څخه پوښتلي چې هغه په ځواب کې ویلي چې د (ټرپل ایکس) سیریز په څلورمه برخه کې به ورسره ډپيکا پډوکون د ون ډیزل سره مهمه او ښکلې برخه پر مخ یوسي او تائیدوي یې چې نوموړې اداکاره ورسره په دغه فلم کې کار کوي.

د فلم لارښود ویلي چې د فلم په سکرپټ یې کار روان دی او د بشپړېدو سره سم به سمدلاسه د دغه فلم د شوټینګ مهال ویش هم اعلان کړي.

په داسې مهال په هالیوډ کې د ډپیکا پډوکون د راتلوونکي فلم خبرې کیږي چې بل لور ته د نوموړې د واده خبرې هم ګرمي دي.

اټکل دی چې روان کال په اخره کې ډپیکا پډوکون د هندۍ سینما له بل ستوري رنویر سنګهـ سره واده وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی