ټولنیز ژوند خواړه

که دیګ بخار کې خواړه پخوئ، دا ټکي په نظر کې ونیسئ

عکس د محمد مرهون له فیسبوک پاڼې راخیستل شوی چې د ملګرو په یوه میله کې یې اخیستی
لیکنه: مریم شریفي
اعلان

لیکنه: مریم محمدي

د هر ډول پخلي لپاره ځانګړي دیګ ته اړتیا ده، خو په افغاستان کې بیا دیګ بخار یا هم بخار دیګ د دیګونو پاچا په نو ځکه شهرت لري، چې په هر کور کې شته او ډېر سخت خواړه په اسانۍ سره په کې پخیږي.

د پخلنځیو لپاره قاشوغې، قاب، پیالې او کاسې ډېری یې له نورو هېوادونو واردېږي، خو د بخار دېګونه یوازیني هغه توکي دي چې پخپله په وطن کې تولیدېږي. اوس افغانستان ډېره برخه بخار دېګونه پخپله تولیدوي او ۳۰ سلنه تولیدات بیا د سیمو هېوادونو ته صادروي.

دیګ بخار کې خواړه پخول دا ګټې هم لري:
۱- ټول خواړه د حرارت په ۱۱۲ درجه كې پخېږي كوم چې ډېر كم وخت پر لګيږي، خو په دې حرارت بیا په نورو دیګونو کې وخت ډېر نیسي.
د مثال په توګه په ساده دېګ كې د الوګانو یا کچالو پر پخول ۲۰ دقيقې لګيږي خو په بخار دېګ كې صرف په ۳ دقېقو كې پخيږي.

۲- په خوړو پخولو كې بايد ډېرې لږې اوبه استعمال شي، مګر د دیګ بخار په پرتله په نورو یګونو کې ډېرو اوبو ته اړتیا لیدل کیږي تر څو خواړه ونه سوځیږي.

کوم خواړه چې په بخار دېګ کې پخیږي هغه ته اكسېجن نه ور ننوځي نو لږې اوبه په کې اچول كيږي، چې په دې ډول د دېګ اوبه نه وچيږي او د خوړو ضروري او مهم مواد او د هغو خوشبويې تر ډېره حده په کې پاتيږي.

۳- د سختو خوړو د پخولو لپاره بخار دیګ ښه وسیله ده، حبوباتو او د غټ مال (غويي) غوښه په دیګ بخار کې په اسانۍ نرميږي.

د دیګ بخار د خطر مخه ونیسئ:
دیګ بخار د ګټې تر څنګ له خطره خالي نه دی، ډېر وخت په خبرونو یا هم له چا به مو اوریدلي وي چې د دیګ بخار د چاودنې له امله ځینې میرمنې ټپي شوي یا هم خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

میرمنو ته په کار ده چې په دیګ بخار کې په پوره پام سره خواړه پاخه کړي، کله چې خواړه پخوئ نو دا لارښونې دې عملي کړي، تر څو له خطره خوندي پاتې شئ:

۱- دیګ بخار چک کړئ، چې درز یا مات نه وي.

۲- اکثره دیګ بخار د دې له امله چاودنه کوي چې شپېلاق یا ځینې خلک ورته مرۍ وايي هغه بند وي. میرمنې باید هر وخت د شپیلاق ځایونه پاک وساتي.

۳- د دیګ بخار په سر کې یو ربړي واشل ته اړتیا وي، میرمنې دې له دیګ مخکې یاد واشل وګوري چې شته کنه.

۴- کله چې دیګ کوئ، اور ډېر مه تیزوئ، په تیره هغه وخت کې چې دیګ پوخ وي او دیګ بخار ډېر بخار اخیستی وي.

۵- په دیګ بخار کې د ډېر وخت لپاره خواړه مه پریږدئ، خوند یې خرابیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي