افغانستان سیاست

سره يې وهئ سنګر يې نيسئ؛ دا شعار څه ګټه لري؟

لیکنه: ياران

لیکنه: نثار احمد احمدي

د دفاع د وزير په توګه د اسدالله خالد ګومارنې افغان پوځ ته نوې روحيه ورکړه. دا لومړی ځل دی چې له ۱۸ کلونو وروسته افغان پوځيانو ته د دښمن پر وړاندې يو قاطع شعار ورکول کېږي. جګړه په درو شيانو ګټل کېږي. شعار، انګېزه او پوځي قوت. اسدالله خالد د خپل معرفت پر لومړۍ ورځ د دغو درو اساسي اړتياوو يادونه وکړه. هغه په ډېر ټينګ عزم او کلک هوډ سره د لومړي ځل لپاره د يوه قاطع چارواکي په توګه د شهيد ډاکټر نجيب الله د اتلولۍ يادونه وکړه او د هغه دا شعار يې د دريځ پر مخ ووايه چې:” سر ورکوو سنګر نه ورکوو” د دې شعار ښکاره پېغام دا دی چې سرتېري به د ژوند تر وروستۍ شېبې د دښمن پر ضد جنګېږي، سنګرونه به نه پرېږدي.

خالد پوځ ته وويل: وخت رارسېدلی چې دې شعار ته بدلون ورکړو. هغه سرتېرو ته په ډېره مېړانه وويل: له دې وروسته مو دښمن ته دا شعار دی چې: سر يې وهو سنګر يې نيسو. د دې شعار تعبير دا دی چې پوځ بايد له دفاعي حالته را وويستل شي، پر دښمن تعرضونه پيل کړي، سنګرونه يې ور مات کړي، او سرونه يې ور پرې کړي. اسدالله خالد پوځيانو ته په قاطعانه ډول وينا وکړه. هغه د لوی افغانستان تاريخي داعيې ته اشاره وکړه. لوی افغانستان مانا دا چې زموږ هېواد د ډېورنډ په کرښه نه شي بېلېدلی. په دې زهرجنه ليکه، مليتونه نه شي جلا کېدلی. تاسې وګورئ دا زموږ دښمن پاکستان ته څومره جدي پېغام دی.

لیکوال: نثار احمد احمدي

د جګړو، او برياوو له دې توپاني جريانه د افغان پوځ مرال او انګېزه ټول وطن ته ثابته شوې ده. افغان سرتېري د نړۍ تر ټولو سرتېرو مرال لري، خو تر ټولو ډېر کړېدلي، تر ټولو ډېر ځورېدلي، تر ټولو ډېره بې غوره ورسره شوې ده. اسدالله خالد هم په خپله وينا کې د سرتېرو دغو ستونزو، او اړتياوو ته اشاره وکړه. تراوسه چې د افغانستان د پوځ مشرۍ ته څوک درېدلی و؛ په دغسې غوڅو کلماتو يې د خپل دښمن يادونه نه وه کړې، او په دغسې وياړ يې انګېزه نه وه ورکړې. خالد د مراثي ماموريت په اړه هم يوه مهمه مسئله ياده کړه. هغه د افغانستان قومونو ته په خطاب کې وويل: له دې وروسته هيڅ فاسد شخص د قوم او سهم په نوم دنده نه شي ترسره کولی. هر سړی به د خپلې وړتيا له مخې ځای پر ځای کېږي، او په صداقت به خدمت کوي.

په افغانستان کې بله ستونزه دا ده چې سياسيون يې سل خولې لري. کله دښمن ته ورور وايي، کله دوست ورته وايي، او کله چوپه خوله پاته وي. په دغسې حالت کې چې دښمن دې ستا د سرتېري پر غاړه چاړه ايښې وي، سر دې ترې غوڅوي، او ته دې ورته ورور وايې، له دې سره بيا د سرتېرو مرال چېرته پاتېږي، دلته بيا د جګړې د ګټلو هدف کله پوره کېږي. د پوځ ليکې هم په دغسې اشخاصو ډکې دي. دښمن يې د وژلو پرېکړه کړې، مګر دوئ زړه نا زړه توب کوي، نه قاطعت ورسره کولی شي، نه په ټينګ عزم جګړه ورسره کولی شي، او نه يې پر وړاندې په تعهد درېدلی شي. البته دا په پوځ کې ځينې اشخصا داسې دي. دا په سيستم کې ځينۍ کړۍ داسې دی. نور، خو نو د سرتېرو مرال د ټولو ستونزو باوجود بې ساري دی.

افغان پوځيان څه ستونزې لري؟
د افغانستان عسکر د هېواد د دفاع په نوم په يوه نړۍ واله جګړه کې راښکېل دي. دا جګړه که څه هم د افغانستان پر قلمرو روانه ده، خو لاسونه يې نړۍ وال دي. ملاتړ يې نړۍ وال دی. تروريستان او جګړه ماران يې له نړۍ سره وصل دي. د سيمې مغرضو هېوادونو ټولو د جګړې په دې تاوده تنور کې خپله ډوډۍ پخېدو ته ورکړې. د افغانستان عسکرو خپلې پاکې سينې د نړۍ والو تروريستانو پر ضد سپر کړي، د وطن د ساتنې شعار يې پر تندي ليکلی، د جګړې په مورچو کې جنګېږي.

افغان پوځيان له يوې خوا د دې پېچلي، کړکچېنې او استخباراتي جګړې سره لاس و ګرېوان دي، بل پلو يې فاسد سيستم، د مشرانو بې غورۍ او بې عدالتۍ زړونه ور مات کړي. زه د ډېرو جګړو د نيژدې شاهد يم. په مياشتو مياشتو عسکرو ته خوراکي توکي نه رسيږي. شهيدان يې په سنګرونو کې ور پراته وي. زخميان يې په کمربندونو کې نفسونه وباسي. مرمۍ او مهمات نه ورکول کېږي. پوځي تجهزيات يې کم دي. د مجازاتو او مکافاتو د قانون حاکميت پکې نشته. حتی داسې لا پکې شته چې سرتېرو ته رسېدلي، ټانکونه، او وسلې د مرکزي قوماندانيو له لوري په پيسو پر خرڅېږي. مثلا: که ولسوالۍ يا کوم بل پوځي بېز کې ټانک ته اړتيا وي، معتمد او مسئول کس ته به پيسې ورکوي، بيا يې ورته سپاري.

د افغانستان د عسکرو ډېر شمېر امنيتي پوستې، په مسلکي ډول نه دي جوړې شوي. دفاعي سيستم نلري. تر مځکې لاندې مورچې نلري. د مقاومت قوت نلري. برېښنايي اسانتياوې نلري. د خوارک و د څښاک سيستمونه پکې برابر نه وي. د ګومارونو په مورد کې اهليت و وظرفيت ته لومړيتوب نه ورکول کېږي. د واسطې و وپيسې فرهنګ پکې حاکم دی. يو سړی مثلا: ۱۵ کاله پوځي خدمت کوي، نه ترفېع ورکول کېږي، نه پرمختګ کولی، مګر برعکس د يو چا ۵ کاله د دندې کېږي، هم رتبه واخلي، هم ناڅاپي غټې چوکۍ ته ورسيږي. دا صحي ده چې په دغسې موضوعاتو کې ځانګړې مېړانه، ښه هنريت، او لياقت شته، خو دلته واسطه او پيسه ډېر رول پکې لري. اول پکې تر ټولو د مکافاتو او مجازاتو د قانون حاکمول دي. چې دا قانون عملي بڼه خپله کړي، پوځي ليکې مسلکي کېږي، د جګړې د ګټلو قوت پياوړی کېږي، او سرتېري تر دې نوره انګېزه اخلي.

سره يې وهئ سنګر يې نيسئ؛ دا شعار څه ګټه لري؟
انګېزه د جګړې نفس دی. هر سرتېری چې انګېزه ولري، جګړه ګټلی شي. د “ سر يې وهو سنګر يې نيسو” شعار قاطع پېغام لري. سرتېرو ته د دې شعار عملي کول په ستره کچه مرال ورکوي. د خالد له دې شعار سره يواځې پوځيانو نه بلکې ملکيانو هم ښه انګېزه اخيستې ده. دښمن يې بېرولی دی. سرتېرو قوت اخيستی دی. د خپلو شهيدانو او ژوبلو ملګرو د پاملرنې فکر يې ژوندی شوی دی. د پوځي مسلکيتوب په اړه د افغانستان د پوځي سيستم رغښت د عمل په جامه اغوستل کېږي.

دا شعار زموږ د دښمن پاکستان د مداخلې پر وړاندې خنډ ګرځېدلی شي. کله چې سرتېري مرال واخلي، پوځي سيستم د پوهې، او ظرفيت پر معيار جوړ شي، بيا اسانتياوې ډېريږي. عسکرو ته خپل معاشونه پر وخت رسیږي. حقوق يې نه خوړل کېږي. مايوسي يې ختمېږي. زړونه يې غټېږي. وينه يې پر جوش راځي. پر دښمن بری پيداکوي. د خدمت کولو ژمنه تازه کوي. وطن ته د وفادارۍ ورکې هيلې يې راژوندۍ کېږي.

د خالد له دې شعار سره او د خالد له ګومارلو سره په ټولو پوځيانو کې نوې ساه چلېدلې ده. عملاً يې موږ د جګړې پر ډګر وينو چې هغوئ يو نوی احساس اخيستی دی. سرتېري او ټول ملت اوس د خالد عمل ته سترګې په تمه دی. خالد وطن او سرتېرو ته وعدې ورکړې، اوس يې د عمل وخت دی. که دی خپلې خبرې عملي کړي، د توقع خلاف په پوځي برخه کې روڼتيا رامنځته کېږي، کادري پرسونل خدمت ته چمتو کېږي، او د وطن زخمونو ته پټۍ پيداکېږي.

اسدالله خالد څه وکړي؟
اسدالله خالد د افغانستان د ملي امنيت مشري کړې. د دې روانې پېچلي جګړې په اړه ډېر ښه پوهيږي. د دښمن پاکستان په اړه قاطع دريځ لري. ښه جرائت لري. ده چې د پوځي ليکو د روڼتيا په اړه کومې څرګندونې وکړې، ټولې پر ځای دي. پکار ده چې پوځي سيستم پر مسلکي پوهه ودروي. د قومي سهم، پيسې او واسطې کمبله ټوله کړي. د ژوبلو سرتېرو د چټکې درملنې اسانتيا دې رامنځته کړي. د مرستندويه ځواکونو ليکې دې پراخې کړي. د ځانګړو ځواکونو لا نور تجهيز دې وکړي. د ويجاړو، ټانکونو او زغروالو موټرونو تخنيکي اړتياوې دې پوره کړي.

د افغانستان پوځ بايد مسلکي تدابيرو ته سوق شي. له سرتېري تر جنراله ټول بايد د دښمن پر ضد په قاطعانه ډول رهبري شي. نور بايد دښمن وپېژندل شي. جګړه بايد د جګړې په شعار وشي. نور بايد په جګړه کې له هر ډول امکاناتو کار واخيستل شي. پاکستان ته بايد قوت ور وښول شي. د پوځ سرتېري بايد يو پياوړی غرور پيداکړي. د ټول هېواد پوځي مسئولانو ته بايد د سيمو د نيولو، او خوندي کولو امتحاني چانس ورکړل شي. که چا کار کولی شو، بايد پر خپله دنده پاته وي، که نه وي بايد لري شي.

نور بايد پوځيانو له پوستو را بهر شي. نور دې په امنيتي قرارګاوو کې نه شپې نه تېروي. نور بايد په خپل دښمن پسې ووځي. بايد د قرارګاوو پر ځای په ويالو، دښتونو او فصلونو کې په دښمن پسې شي. بې له دې يې هم دښمن په امنيتي پوسته کې ارام ته نه پرېږدي. تر دې ښه دا ده چې د خپلې پوستې ور ووځي، بهر يې ورسره مالومه کړي. اسدالله خالد ته په کار ده چې د يوې مسلکي اردو د جوړېدو لپاره قوي پلان جوړ کړي. کاعذ پرانيانې او يواځې په پوځي غونډو کې ډېرې خبرې کول بايد پای ته ورسيږي، بايد د عمل صحنه جوړه شي.

نور بايد داسې نه وي چې د بدخشان يو سرتېری په هلمند کې اووه کاله خدمت کوي، کور ته د ستنېدو اجازه ونلري. نور بايد سرتېري تغير و تبديل شي. نور بايد سرتېرو ته هوساينه ورکړل شي. د جګړې د بايللو پر ځای بايد د جګړې د ګټلو انګېزه واخلي. تر ټولو اول بايد د جګړې د کرښې سرتېرو ته د دفاع وزات تر ټولو لومړني امکانات ورسول شي. نور بايد داسې نه وي چې په بېزونو کې مشران کبابونه وهي، او د جګړې په کرښه کې سرتېري شپږ مياشتي غنم خوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران