کلتور او هنر

رنویر سینګ او ډپیکا پډوکون د واده چمتوالی بشپړ شوی او نن په ایټالیا کې پیلیږي

د هندۍ سینما د مشهورې جوړې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون د واده تیاریانې ختمې شوي دي او د واده لپاره د پوره چمتوالي خبرونه یې خپاره شوي.

رپوټونه وایې، د واده په نژدې کېدو سره دواړه خپل کارونه مکمل کړي او د هندوستان څخه د ايټالیا په لور خوځيدلي.

ټاکل شوې د دوې واده د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه چهارشنبې ورځ پيل شي او په ۱۵ نېټه جمعې ورځ به هم دوام ولري.

رپوټ وایې، دواړه فلمي ستوري د واده لپاره له هندوستانه د ایټالیا په لور خوځېدلي تر څو هلته د خپل واده مراسم تر سره کړي.

بل لور ته له هندوستانه بیرون د فلمي لوبغاړو او مشهورو کسانو د واده کول زیاتره وخت د خلکو له سختې نیوکې سره مخ شوي دي.

د هندوستان خلک وايې، فلمي ستوري او نور هغه پیسې چې پکار دي په خپل هېواد کې یې مصرف کړي نورو هېوادونو ته یې وړي.

تر رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون وړاندې د هندۍ سینما د یوې بلې مشهورې ستورې انوشکا شرما او هندوستان د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي واده هم په د هندوستان بېرون په ايټالیا کې شوی وه چې د سختو نېوکو سره مخ شو.

د انوشکا او کوهلي تر واده وروسته خلکو ویلي وه چې عزت او پیسې یې په هندوستان کې موندلي خو د پيسو مصرف یې بیا له هندوستان بیرون دی.

یو شمیر خلک بیا له هېواده بيرون د فلمي لوبغاړو او مشهورو خلکو د ودونو تر سره کولو د هغوې په خوښې پورې اړوند ګڼي او وایې هر څوک د خپلې خوښې مالک دی.

له هېواده بېرون واده کولو سره تر اوسه ډپیکا پډوکون او رنویر سنګهـ دومره تر نیوکو نه دي راغلي لکه څومره چې ویراټ کوهلي او انوشکا شرما ته ویل شوي وه.

د ډپیکا اورنویر سنګهـ واده ټاکل شوې په ايټالیا کې تر سره شي خو په دغه هېواد کې یې تر اوسه ځانګړی ځای نه دی معلوم.

وړاندې هندي رسنیو خبر خپور کړی وه چې ټاکل شوې د دغه مشهورې فلمي جوړې واده ځای د سیند پر غاړه د ايټالیا په یوه ښایسته سېمه (لیک کومو) کې کېدونکی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی