ژوند او ژواک

تصمیم څنګه ونیسئ؟

شهید داودخان ویل، چې «تصمیم د بري لومړی شرط دی».

چینایی فیلسوف لایوتزو په شپږمه پیړۍ کې ویلی و، چې د ۱۰۰۰ کیلومټرو سفر باید د هغه په لومړي ګام پیل شي. د دواړو هدف د یوې چارې او کار د پیل په تړاو تصمیم نیول دي. که یو څوک د کار په پیل کې په خپل پرېکنده تصمیم ځان بریالی وګڼي، هغه د بري پر لور لومړی ګام اخلي.

منطقي او علمي تصمیم نیول د انسان له عقلي، ټولنیزې او رواني ودې سره تړاو لري.

څومره، چې انسان د ښه او بد، ګټې او زیان، یا د دوو ګټو او دوو زیانونو ترمنځ د قضاوت په چاره کې بریالی وي، هومره یې ژوند ښه پرمخ ځي. د تصمیم نیولو صلاحیت پر اړوندې مسئلې د فرد له مسلکي تسلط نه سرچینه اخلي. څومره، چې تصمیم نیوونکی په موضوع او مسئله کې بلد او کارپوه وي، هومره یې تصمیم شعوري او منطقي وي.

انسان په خپل ژوند کې له ډېرو داسې پړاوونو سره مخ کیږي، چې تصمیم په خپله نیسي. یو څوک واده کوي، د ښځې د انتخاب په چاره کې فردي تصمیم نیسي. د کانکور په ازموینه کې د خپلې خوښې پوهنځي د انتخاب تصمیم په خپله نیسي. دا د انسان فردي تصمیمونه دي، چې ګټه او زیان یې هم تر ډېره په فرد پورې محدود دى، خو ځینې وخت فرد د کورنۍ، قبیلې، شرکت، ادارې او ان هېواد لپاره تصمیم نیسي. په دا ډول تصمیمونو کې د تصمیم نیوونکي مسوولیت ټولنیز کیږي. کرزی سره له دې، چې منتخب ولسمشر دی، خو له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو په برخه کې فردي تصمیم نیونې ته زړه نه ښه کوي. دا داسې تصمیم دی، چې د ټول هېواد او ملت برخلیک ورسره تړلی دی.

زموږ خلک ماشومان خپلو پرېکړو او تصمیمونو ته نه پریږدي.

که چېرې ماشومانو او زلمیانو ته په یو شمېر ممکنه مواردو کې د تصمیم نیونې حق ورکړل شي، تر بلوغ او مسئول کېدو پورې د تصمیم نیونې ځواک په ځان کې موندلای شي. په تصمیم نیولو کې د یوې مسئلې ټول اړخونه، زیانونه، ګټې او عواقب په پام کې نیول کیږي. بې سنجشه تصمیم سړی د ناکامۍ پر لور رهبري کوي، خو په سنجش او عقل ولاړ تصمیمونه سړی د بري او پر ځان د باور پر لور سیخوي.

د ښه او معقول تصمیم پایلې مثبتې وي. کله، چې سړی د خپل وړ تصمیم مثبتې پایلې ګوري پر ځان یې باور راځي او د راتلونکي لپاره هیله من کیږي. تصمیم نیول یو ځانګړی جرات هم غواړي، ځکه ځینې کسان له تصمیم نیونې سخت ویریږي او تل په دوه لار کې وي. برعکس یو شمېر نور په تصمیم نیولو کې خورا چټک دي. زه نه وایم، چې تصمیم دې حتماٌ چټک ونیول شي، خو په بېړنیو شرایطو کې تاسې مکلف یاست، چې ژر تصمیم ونیسئ. که یو څوک په چاودنه کې سخت ټپي وي او تاسې یې روغتون ته په رسولو او نه رسولو کې دوه زړی وﺉ، ټپي له لاسه ورکوﺉ. دلته تصمیم بیړنی دی. په عادي حالاتو کې باید تصمیم په احتیاط، تدبر او تعقل سره ونیول شي.

د مینې، غوسې، اخلاقي مسایلو، کینې او شدیدو احساساتو په وخت کې تصمیم مه نیسئ، ځکه په داسې حالاتو کې عقل تر احساساتو او جذبو لاندې وي. چېرته، چې یوازې احساسي عمل کیږي، هلته علمي او معقول تصمیم نه شي نیول کېدای.
که یوڅوک په کورني ژوند کې له سخت بحران سره مخ وي، شپه او ورځ یې په کور کې جګړه او جنجال وي، خو دی له دې امله، چې کورنۍ یې سره ونه وېشل شي، تصمیم نه شي نیولای. کله، چې دغسې بحران رامنځته کیږي او کورنۍ اړیکي پاشل کیږي، انسان باید د ستونزې د اواري تصمیم ونیولای شي. یا یو نوی کرايي کور پیدا کوﺉ، سملاسي مو خوښیږي او په کرایه یې نیسئ، خو پر دې فکر نه کوﺉ، چې دغه کور په سوداګریزه سیمه کې دی او د برېښنا بېل یې څو چنده دی. د بخارۍ لپاره ځای نه لري، مجبور یاست له ګازي او برېښنايي بخاریو کار واخلئ، دهلیز او کوټې یې دومره سترې دي، چې تاسې باید نوي ټغر، غالۍ او نور توکي ورته وپېرﺉ. پر دې سربېره ښوونځی، نانوايي او کلینیک هم ترې لرې دي. په دې صورت کې، چې کور ارزانه هم وي، ستاسې لګښت ستاسې د سملاسي او بیړني تصمیم له امله څو چنده کیږي.

ځکه خو په کار ده، چې په تصمیم کې بیړه ونه شي، خو له تصمیم نیونې هم څوک ونه ویریږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */