ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ښځې او خاوند تر مینځ شک کول؛ بده پایله او حل لاره

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

په اوس وخت کې په ګډ ژوند کې تر ډيره د ناخوالو لوی لامل شک کول دي.

د دې عمل ریښه په یو بل باندې بارو نه لرل دي، د مثال په توګه، کله چې خاوند کور ته ناوخت راشي، نو میرمنه په دې فکر کوي، ګواکې د خاوند ساعت یې له کوره بهر تیر وو، نو ځکه کور ته ناوخت راغلی، دا شک ددې لامل کېږي چې میرمنه د خپل کور ټولې خوښۍ په اوبو لاهو کړي، خپل او د نورو ژوند تریخه وي.

باور او احترام شک ته ځای نه ورکوي
د خوښ ژوند لپاره دا دوه شيان ډير مهم دي، اعتماد یا باور او بل احترام دی، که چیرې په ګډ ژوند کې دا موجود نه وي ژوند تریخ وي.

تاسو تل هڅه وکړئ، چې باور او احترام په خپل ژوند کې د یو سور خط په څیر وګورئ او هیچاته دا اجازه ورنه کړئ، چې له دې خط څخه تیر شي.

د شک کولو په وخت کې څه وکړئ؟
هغه میرمنې چې خاوند پرې باور له لاسه ورکوي، ورته پکار ده چې له دلیل ویلو ترې شي، صبر دې وکړي، د ځان د بې ګناه ثابتولو لپاره که چیرې منطقي دلیل هم لرئ، نو مه یې وايئ ممکن شک داسې وي، چې منطقي دلیل هم اغیزه ونه کړي، او لا مو جنجال زیات شي، ښه لاره دا ده چې هر څه وخت ته وسپارئ، او د خپلو کړونو له طریقه یې پوه کړئ چې شک یې بې ځایه وو.

خو که چیرې ستاسو صبر نتیجه ونه کړه، ستونزه خپل په ځای پاتې وه، نو بیا واضح او مسقیمې منطقي خبرې وکړئ.

د شک بدې پایلې
داسې سړي هم شته چې تل خپلې میرمنې ته وفاداره وي، د دوی تر مینځ هر اړیکه بې له شکه مخ ته ځي، خو کله کله د میرمنې له خوا پرې شک او بې مینېتوب د دې لامل کیږي چې، خاوند خیانت کولو ته مجبور کړي.

د میرمن او خاوند تر منځ د شک موضوع په اولادونو هم بده اغیزه کوي، ځکه د اولادونو لپاره مور اوپلار د یو الګو په څیر دي، کله چې د دوی ترمینځ باور نه وي، نو اولادونه یې ترې منفي پیغام اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي