طبیعت

د نړۍ تر ټولو ګران بیه زهر چې میلونونه قیمت لري!

لیکنه: پلوشه فضلي

د نړۍ دا تر ټولو ګران بیه زهر د ( Deathstalker) په نوم لړم هغه دي.

که خدای مه کړه یوځل هم څوک ددې لړم د زهرو ښکار سو؛ نو بیا يې ژغورل سخت دي ځکه خو د دې لړم زهر په ټوله نړۍ کښي ګران بیه هغه دي.

دا وژونکي لړمان په اسرائیلي یا فلسطیني لړمانو هم مشهور دي- دا لړمان په رنګ ژیړ وي او اوږدوالی يې د ۳۰-۷۷ ملي مترو پوري رسیږي.

دا لړمان په شمالي امریکا او منځنۍ آسیا کښي پیداکیږي. ددې لړم یو لیټر زهر ۱۰.۵ میلیونه ډالره قیمت لري. ددې لړم زهر سره له دې چي خطرناک دي، خو بلخوا ګټور هم دي چي تر ډېره په طبی تحقیقاتو او درملنو کښي استعمالیږي؛ په دې زهرو کښي داسي مواد شته چي د درد ختموونکي درملو په حیث کارول کیږي.

د یوې څېړني له مخي ویل سوي دي چي د دې لړم زهر د سرطاني حجرو د جوړېدو مخه نیسي. سائنسپوهان وايي چي ډېر وختونه د انسان بدن بهرني غړي پیوند نه مني، دوی زیاتوي چي ددې زهرو په واسطه موږ کولای سو چي د انساني بدن د غړیو پیوندول شوني کړو. ددې له پاره دوی په یادو زهرو کښي په لږ بدلون راوستلو سره یاد زهر د انسان بدن ته داخلوي چي زهر سیده د انسان پر دفاعي سیسټم باندي اثر کوي او د خارجي غړیو د ردولو شونتیا کموي.

ویل کیږي چي یاد زهر د هډوکو د کمزورۍ له پاره هم ښه دي. د لړم زهر ایستلو له پاره، دې لړم ته په لابراتوار کښي د برق کرنټ ورکول کیږي چي په دې سره د ده زهر د نېښ خولې ته راځي او وروسته په یوه بوتل کښي ساتل کیږي. دا کار یو څه ډېر ستونزمن او پېچیده دئ ولي چي د یوه لېټر زهرو را ایستلو له پاره ۱۰۰۰ دانو لړمانو ته کرنټ ورکول کیږي.

دا زهر که له یوې خوا خطرناک دي او پر دماغ باندي سملاسي اثر کوي خو ګټور هم دي، خو یوازې په طبي لابراتورانو کې د ځانګړي څار لاندې ایستل کیږي او یوازې د مسلکي ډاکترانو له خوا کارول کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي