څه وکړو چې د ادارې مدیر مو راباندې اعتماد وکړي؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې غواړئ، په خپل کاري چاپېریال کې، له خپل مدیر سره ښه او اغېزمنه اړیکه ولرئ، باید د هغه اعتماد لاسته راوړئ، خو دا چاره څنګه شونې ده؟ دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره، لاندې لیکنه په غور سره ولولئ.

له هغه سره خپلې موخې شریکې کړئ:

تاسو باید خپلې موخې له خپل مدیر سره شریکې کړئ، که ستاسو موخه د مدیر له هغې موخې سره، چې په خپل ذهن کې یې لري، توپیر ولري، ژر یا په ځنډه سره، له یوبل سره ستونزه پیدا کوئ. د بېلګې په توګه: ښایي تاسو ډېر سخت او چټک کار کوئ، خو هغه پایله، چې تاسو یې ترلاسه کوئ، له هغې پایلې سره، چې مدیر یې تمه لري یو شان نه ده، هغه داسې تصور کوي، چې تاسو د نوموړي دفتر ته هېڅ ګټه نه لرله، له دې امله، نه یوازې د هغه له هغو تمو څخه چې په خپل ذهن کې یې لري ځان خبر کړئ، بلکې خپلې موخې هم بیان کړئ، دا کار یو ځل نه، بلکې باید هر څو وخته وروسته یې ترسره کړئ، ترڅو ښه او اغېزمنه پایله ترلاسه کړئ.

د مرستې له غوښتلو څخه مخکې خپله هڅه وکړئ:

دا چې له نورو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ، اصلاً بد کار نه دی، په ډاډ سره ویلی شم، چې ستاسو مدیر به هم د شرکت د پرمختګ په موخه تاسو ته به د رد ځواب درنکړي، خو غوره ده، چې د هر ډول غوښتنې له بیانولو څخه مخکې، د ستونزې د حل لپاره خپلې ټولې هڅې او کوښښونه وکړئ. بېلابېلې لارې وازمایئ او د هر یوې لارې لنډیز ولیکئ او په پایله کې هغه وړاندیز، چې په خپل ذهن کې یې لرئ هم بیان کړئ، ترڅو مدیر مو پوه شي، چې تاسو خپله ټوله هڅه کړې ده، حتا که چېرې غوره او اغېزمنې پایلې ته نه یاست رسېدلي.

خپلې تېروتنې مه تکراروئ:

موږ انسانان یو او انسان جایز الخطا دی، خو دا چې تاسو یوه تېروتنه څو ځله تکرار کړئ، نور نو ستاسو نیمګړتیا ده او کولای شي، د مدیر اعتماد مو له منځه یوسي. دا چې تاسو څو بېلابېلې تېروتنې کړې دي، له هغه وخت څخه ډېر غوره دی، چې یوه تېروتنه څو ځله تکرار کړئ، له دې امله، که چېرې غواړئ د مدیر اعتماد مو له منځه لاړ نه شي، نو له خپلو تېروتنو سره ډېر پام او احتیاط کوئ.

د خپل مدیر په ژبه پوه شئ:

که چېرې غواړئ، چې د خپل مدیر اعتماد او باور تر لاسه کړئ، نو باید د هغه په ژبه پوه شئ او په هماغه ژبه ورسره خبرې وکړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې مدیر مو د کلیاتو په پرتله جزئیاتو ته ډېر ارزښت ورکوي، تاسو هم باید د مسایلو په اړه له هغه سره په جزئیاتو وغږېږئ، اړینه نه ده، چې د هغه لپاره خپلو خبرو ته بدلون ورکړئ، بلکې د بیان بڼه یې د مدیر ژبې ته ور واړوئ، هغه وخت به وګورئ، چې ستاسو ترمنځ اغېزمنه اړیکه او اعتماد رامنځته شي.

ښه اورېدونکی واوسئ:

د خپل مدیر د اعتماد د تر لاسه کولو لپاره، باید ښه اورېدونکی واوسئ. د بېلګې په توګه: کله چې هغه د خبرو کولو په حال کې دی، خپل موبایل ته مه ګورئ، پرځای یې له هغه سره د سترګو اړیګه ولرئ، په دې صورت کې وینئ، که چېرې ښه اورېدونکی واوسئ، د مدیر اعتماد مو هم پر تاسو باندې ډېرېږي.

له خپلو همکارانو څخه د نظر غوښتنه وکړئ:

که چېرې غواړئ د خپل مدیر غوږ ته کومه خبره یا نظر ورسوئ، نو غوره ده، چې وړاندې تر دې له خپلو همکارانو سره مشوره وکړئ او د هغوی نظر وغواړئ، که چېرې وکولای شئ، چې هغوی له ځان سره همغږي کړئ، هغه اغېزه، چې په خپل مدیر باندې یې ښندئ، څو برابره به وي. له خپلو همکارانو سره، مشوره او همکاري کول، کولای شي، په تاسو باندې ستاسو د مدیر اعتماد لاپسې زیات کړي.

له هغه سره، له مخالفت مخکې، اجازه واخلئ:

کله چې تاسو د خپل مدیر نظر نه منئ، مخکې تر دې چې خپل مخالفت څرګند کړئ، نو غوره ده، چې له هغه څخه اجازه واخلئ. د بېلګې په توګه: پر ځای د دې، چې د هغه له نظر وروسته، په چټکه توګه ووایئ: دا ډول چې تاسو فکر کوئ، نه دی، غوره ده، ورته ووایئ: زه کولای شم، خپل نظر څرګند کړم؟ په دې صورت کې به مو مدیر ستاسو نظر د دویم وړاندې په توګه واوري او له هغه څخه به هرکلی وکړي، خو که چېرې داسې چلند وکړئ، چې ګویا یوازې له هغه سره د مخالفت لپاره راغلي یاست، هغه به هم مرچل ونیسي او ستاسو د خبرو اورېدو ته به لېوالتیا ونه لري.

په خپل مدیر پسې غیبت مه کوئ:

حتا که چېرې ډاډه یاست، چې ستاسو خبرې د مدیر تر غوږونو مو نه رسېږي، غوره ده، چې د مدیر تر شا په هغه پسې له خبرو کولو څخه ډډه وکړئ، په دې شرایطو کې نه یوازې مثبت کار نه ترسره کوئ، بلکې په لوی لاس د ځان لپاره څاه باسئ.