ټولنیز ژوند طبیعت

دا درې نښې ستاسې د ژوند هدف معلوموي

لیکنه: ياران

ليکنه: مریم موسوي
ژباړه عمران لمر

له ژونده د انسان هدف داسې څه نه دي چې د تابلوګانو او بورډونو له لارې ورته د رسېدلو لارې ومومو او داسې خلک چې په دې پوهېږې چې له خپل ژوند سره څه وکړي، کم دي.

ممکن له ماشومتوبه مو خوښېدل چې د ځان لپاره يو کار او کسب ولرئ؛ مګر تر ډېره مو په دې هکله خيالي الوت کړی دی او هيڅ کوم روښانه تصوير مو يې په ذهن کې نه درلود.

مشهور ويبلاګ ليکوونکی جف ګوينز په خپل کتاب (د کار هنر) کې ځينې لارښوونې او نصيحتونه کوي، تر څو خپل لوستونکي له ورځنيو ستونزو خلاص او د يو ښه ژوند لپاره يې چې له خوښۍ او هدفه ډک وي، آماده کړي.

په دې ليکنه کې غواړو چې د ګوينز په ژبه درې عملي تکتيکونه له تاسو سره شريک کړو چې هر څوک کولی شي له دې په ګټې اخېستنې خپل دروني غږ وپېژني:

۱. خپل ژوند ته غوږ شئ
د ګوينز په باور د راتلونکې پلان جوړولو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې په خپل تېر ژوند يو نظر واچوئ.
هغه د دې خبرې په ادامه کې د پارکر پالمر خبرې ته اشاره کوي چې وايي:
مخکې له دې چې ووايو له خپل ژوند سره څه وکړو، بايد ژوند ته غوږ شو؛ تر څو راته ووايي چې يوو.
په دې تکتيک کې يوه مهمه نقطه دا ده؛ تر څو په تېر کې د خپلو لاسته راوړنو او ناکاميو په هکله ډېر معلومات لاسته راوړئ او په داسې يو ډول اړيکو پسې وګرځئ چې ستاسو په تېرو تجربو کې ثابتې او ستاسو د وړتياوو او خوښې مطابق وي.

۲، ناڅاپي کار زده کړه
هيڅوک نه شي کولی په يواځې ځان بريا ته ورسېږي او يا د خپل ژوند هدف وپېژني او دا داسې لاسته راوړنه ده جې د روزونکو پوره لارښوونو ته اړتيا لري.
د ګوينز په وينا دا لارښوونه زمونږ په خپل وجود کې شته، مګر مونږ ترې ناخبره يوو.
هغه زیاتوي: د برياليتوبونو کيسه د ټولنې کيسه ده.
ځينې خلک په شعوري ډول غواړي له تاسې سره مرسته وکړي او ځينې هم تصادفي ډول ستاسو په روزنه کې برخه اخلي او که مونږ په کافي اندازه پوهه ولرو؛ نو کولی شو له ټولو ګټه واخلو.

د دې لیکوال په وينا مونږ ټول يو فردي سفر لرو، داسې سفر چې له ښوونکو ډک دی.
مګر زمونږ دنده دا نه ده چې په هغوی پسې شو، بلکه له دې وروسته چې هغوی زمونږ ژوند ته لاره پيدا کړي، بايد هغوی وپېژنو؛ ځکه ډېر وخت دوی مونږ ته له هر هغه څه ډېر نږدې وي چې مونږ يې خيال کوو.

۳، د سختۍ زغملو لپاره آماده شئ
ځينې خلک فکر کوي چې د هدف له مشخصولو او ورته د رسېدلو وروسته به د علاقې او قوت د شتون له وجې آسانه وي، حال دا چې داسې نه ده.
په حقيقت کې هغې لوړې سطحې او ټاکلي هدف ته رسېدل سخت کار دی؛ مګر هغه هڅه او کوښښ چې د استادۍ درجې ته د رسېدلو لپاره کوو، هم مونږ ته انرژي راکولی شي، تر څو د تکامل حالت ته د رسېدو لپاره مو آماده کړي.
بلکل د ورزشکارانو، موسيقارانو او يا هنرمندانو غوندې بايد خپل هدف ته د رسېدو لپاره ځان سختۍ ته ورکړو، له دې پرته نه شو کولی چې د وړتياؤ او استادۍ مرحلې ته ورسېږو.

ګوينز وايي: سخت کار په زړه پورې نه دی، مګر د هدف د روښانه کولو او ورته د رسېدلو لپاره لازم دی.
مهمه نقطه دا ده چې خپلې وړتياوې پيدا کړئ او په دې ځان پوه کړئ چې دا وړتياوې د نورو د اړتياؤ سره څومره اړيکه لري.
د خپلو وړتياؤ او د نورو د اړتياؤ تر منځ د تقاطع نقطې پيدا کولو لپاره کافي ده چې لاندې درې پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ:
۱ـ زه له څه شي سره مينه لرم؟
۲ـ کوم کار ښه سرته رسولی شم؟

۳ـ نړۍ کوم کار ته اړتيا لري؟
دې درې پوښتنو ته په ځواب ورکولو تاسې نه يواځې يو کسب يا کار پيدا کوئ، بلکه يو څرګند او روښانه هدف هم د خپل ژوند لپاره پيدا کوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران