سینما او موسیقي

ده راک، دویم واده له مشهورې امریکایې سندرغاړې سره وکړ

اعلان

د ریسلینګ قهرمان چې ډېر ځله یې د دغه سیالیو قهرماني ګټلې ده راک یا ډیوائن جونسن د څو کلونو خوږې ملګرتیا وروسته دویم واده وکړ او د خپل ژوند یو نوی سفر یې پيل کړ.

ډیوائن جونسن نه یوازې ریسلر دی بلکې د امریکايي فلمونو ښه لوبغاړی هم دی، د امریکایي سندرغاړې لورین هاشین سره یې د امریکا په هوائي ایالت کې واده کړی.

راک د خپل واده خبر په خپله انسټاګرام پاڼه خپور کړی او د خپلې مېرمنې سره جوړه تصویر یې هم اخیستی.

دې تصویر سره راک لیکلي چې د لورین سره یې واده کړی.

باید وویل شي چې ډیوائن او لورین تر منځ د کلونو اړیکه وه، د دوی دواړو دوه لورګانې جاسمین جونسن او ټیانا جونسن هم شته.

ډیوائن جونسن یا راک د لورین سره لومړي ځل به ۲۰۰۶ کال کې په فلم(دی ګیم پلین) په شوټینګ کې ولېدل خو هغه وخت نوموړي لومړی واده کړی و.

د دغه فلم لوبغاړي او ریسلر لومړۍ مېرمنه ډیني ګارشیا د فلم د پروډیوسر دنده پر غاړه لرله.

د دوی دواړو واده په ۱۹۹۷ کال کې شوي وه په ۲۰۰۸ کال کې له یوه بل څخه جدا شول خو د دوی دواړو یوه لور سائمن الیکزینډر جونسن هم شته، چې اوس یې عمر ۱۸ کالو ته رسیږي.

ده راک له WWEریسلینګ څخه هالیوډ ته مخه کړه او ډېر کامیاب فلمونه هم تر اوسه نندارې ته وړاندې کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی