بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند له نړۍ

د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د امريکې متحده ايالتونو کارپوهان هر کال د امنيت او ارامښت له اړخه هېوادونه درجه بندي کوي، د سپوټنيک د راپور په اساس د امريکې متحده ايالتونو کارپوهانو د يو لړ څېړنو څخه وروسته د ايسلنډ هېواد د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد اعلان کړ.

څېړنې ښيي چې په ايسلنډ کې د مېشتو خلکو عمر د نورو اروپايي هېوادونو، امريکا او اسيا د خلکو په پرتله ډېر دی. همدارنګه په دې هېواد کې طبيعي پېښې هم ډېرې کمې دي او د ايسلنډ ځمکه هم د ژوندانه لپاره تر بل هرځايه مناسبه ده.
هېره دې نشي چې په ايسلند کې د تاوتريخوالي کچه هم په نشت کې حساب ده.

د ايسلنډ جموريت د اروپا په شمال کې پروت هغه هېواد دی چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ مياشتې د سرشمېرنې په اساس ۳۵۰۷۱۰ نفوس لري. ياد هېواد ۱۰۳،۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او ريکياويک يې ترټولو لوی ښار او پلازمېنه ده. ايسلنډ په کال ۱۹۱۸ کې له ډنمارک څخه خپله خپلواکي اعلان کړه.

ملي کرنسۍ يې ايسلنډي کرونا او رسمي ژبه يې ايسلنډي ده.

د ايسلنډ هېواد د نړۍ اتلسم لوی ټاپو او د اروپا په سطحه دويم لوی ټاپو ګڼل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی