ټولنیز ژوند

د انسان په ژوند کښې د ایمان اغېز

ژباړه: نوراحمد فضلي

ایمان؛ یوازي یوه کلمه نه ده، بلکي د زړه یقین او باور دی. داسي یو باور چي د انسان ژوند ته جهت او تګلوری ورکوي او د ژوند کولو په څرنګوالي کښي یې مهم رول لري. ویلای سو چي ایمان د خلکو د فکرونو او کړنو د ارزښت ګذارۍ/اغېزشیندنې محور دی. همدا وجه ده چي د بنده ګۍ او مسلمانۍ طریقې ته د ور داخلېدلو لومړنی قدم ایمان دی او هرڅوک چي دغه سپېڅلی باور ولري؛ مومن بلل کیږي.

رښتیا، آیا تر اوسه موږ فکر کړی دی، چي ایمان، د مومن انسان لپاره څشي راغونډوي؟ په ژوند کښي د ایمان نقش/رول چشي دی؟ د یوه مومن انسان توپیر د یوه بې ایمانه کس سره په څه کښي دی؟

ایمان؛ د یوه برتر موجود، توانا خالق، ژغورونکي مکتب، د آخرت جهان، یو مقدس کتاب (قرآن) چي د بشر د لارښووني لپاره رالېږل سوی دی، د پیغمبرانو سره چي د بشر د لارښووني لپاره الهي سفیران دي، د وحی، ماوراء الطبیعت او… سره د زړه تمایل؛ فکري، اعتقادي او روحي تړاو او وصلېده دي.

دغه او ځیني نور امور، د ایمان متعلقات دي، یعني پر دې ټولو باید باور او اعتقاد ولرو او د همدې اعتقاد او باور له مخي باید عمل وکړو. د قرآن په تعبیر هم، الهي پیغمبران مکلف ول چي د ایمان تخم د خلکو/انسانانو په زړونو کښي وشیندي او ژوند یې د ایمان تر سیوري لاندي د صفا، پاکي، رښتینولي او عدالت څخه برخوردار کړي.

د انسانانو هم اکثره عقلونه په سترګو کښي ول. له هغه ځایه چي د لیدلو، اورېدلو او محسوساتو/لمس کېدنو سره ډېر آشنا ول؛ د (نالیدلي خدای) او( نه لیدوونکي پرښتې/نوراني اجسامو) او اخرت جهان باندي یقین او باور کول ورته سخت ول. ځکه به یې نو کله سرسختي او سرټمبګي ښکاره کوله او پر یوه خدای به یې باور نه کاوه، د مرګ څخه وروسته پر راژوندي کېدا به پښېمانه کېدل او کله بې پیغمبرانو ته ناروا نسبتونه کول. د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص فرمايلي دي:
( ایمان پر ژبه ویل، د زړه باور او یقین لرل او په اعضاوو سره عمل کول دي) همدغه د ایمان تعریف قرآني ريښه لري. په قرآنکریم کښي هم د ایمان پر دوو اړخونو (د زړه یقین) او ( عمل) ډېر تاکید سوی دی. کله چي قرآن لولو، په وار وار د ( آمَنوا و عَمِلوا الصالحات) د تعبیر سره مخامخ کیږو؛ یعني ایمان د نیکو او صالحو اعمالو سره جوخت دئ. که ایمان یوه ونه فرض کړو، نو عمل یې ثمره ده. راځئ له ځانونو وپوښتو، آیا موږ دا منو، هغه کس چي پر خدای، قیامت، جنت و دوږخ، وحی، قرآن، پیغمبرانو او پرښتو باور او عقیده ولري، مګر سلوک او رفتار یې پر خدای او قیامت باندي د غیر معتقدو انسانانو په شان وي؟

ایمان باید له (زړه) څخه د بدن نورو برخو(اعضاوو) ته سرایت وکړي او له ( دننه) څخه (خارج/دباندي) ته جاري سي او دننی باور باید د انسان په خارجي عمل کښي مالوم سي. که داسي نه وي، نو دا به څنګه ایمان وي؟

له ایمانونو ځني ځیني سطحي او تقلیدي او ځینې بیا هم تعصبي دي؛ او ځیني بیا برعکس ژور او د پوهي او تفکر پر بنسټ دي. ځکه وایو چي د ایمان دوه ډولونه دي: یو یې (مستقر) ټینګ او قوي او بل یې (مستودع) زایل کېدوونکی ایمان دی. مستقر ایمان د یوې پخوانۍ او زړې وني په څېر دی چي ریښه دار او استوار وي، ژر له منځه نه ځي او مومن د شبهاتو په اورېدلو په شک کښي نه لوېږي. مګر مستودع ایمان د یوه اجاره یا کرایه سوي سرای او یا هم پور سوي( قرض سوي) څیز په شان دی، تلپاتي توب او محکمتیا نه لري؛ ژر زایلیږي او خپل رنګ بایلي او له هغه ځایه چي د منطق او برهان پر آساس نه دی، که لږ زور پر راسي؛ له منځه ځي، یا لږترلږه د شخص په ژوند کښي د اغېز شیندني څخه وروسته پاتې کېږي.

پر کومو څیزونو ایمان لرل په کار دي؟
په پیل کښي مو د ایمان متعلقاتو ته نغوته وکړه، مګر ډېر لنډ او خُلص. دلته ضرور بولم چي د قرآني ایاتو په رڼا کښي پر همدې مسئلې لږ څه ډېر تم سو. قرآن هم د مومنانو صفات او خواص بیانوي او هم د ایمان خاوندانو تکالیف او وجایب، هم د ایمان سره ژوند نښي او علایم راته ښيي، او هم دا چي پر څشي باید ایمان ودرلودل سي.

تاسي ټول ښه ترا پوهېږئ چي د مسلمانۍ لاري ته د داخلېدو لومړنی قدم پر الله ج باندي د جهان د یوه مدبر خالق، ټولو موجوداتو ته روزي رسوونکي، او د ټولو هستیو او انسانانو د لارښوونکي په توګه ایمان او باور لرل دي. مګر پر الله ج باندي د ایمان لرلو ترڅنګ باید پر ځینو نورو امورو هم ایمان ودرلودل سي. لکه:
– پر ټولو آسماني کتابونو ایمان لرل (ټول هغه کتابونه چي د الله ج له لوري د بشر د سعادت او نېکمرغۍ په منظور د وحی په ډول پر پیغمبرانو نازل سوي دي).
– پر پیغمبرانو ایمان لرل ( هغه انسانان چي د الله ج له لوري غوره سوي او د خلکو لور ته را لېږل سوي دي).
– د اسلام پر پیغمبر ﷺ باندي ایمان لرل ( د پيغمبرانو له جملې د بهترین او غوره پيغمبر په توګه).
– قرآن کریم باندي ایمان لرل ( د وروستي او بشپړ آسماني کتاب په توګه)
– الهي ایاتونو باندي ایمان لرل ( هغه که په قرآنکریم کښي د الله ج کلام او خبري وي او یا په جهان کښي د الله ج د قدرت نښانې).
کله هم د ایمان په بیان کښي د مسلمانۍ مهم ترین رُکن ته اشاره کیږي، یعني پر (مبدا) او (معاد) باندي ایمان لرل.

پورته ټول نقاط د قرآنکریم په ځینو برخو کښي راغلي دي، لکه: (( قل اَمَنَ بالله و ملائکته و کتبه و رسله)) په بل ځای کښي هغه کسان چي پر الله ج، پرښتو، آسماني کتابو، الهي پیغمبرانو او د قیامت پر ورځ کُفر کوي ( پښېمانه کیږي؛ نه ئې مني) ګمراه حساب سوي دي: (( وَمَنْ یکفر بالله و ملائکته و کتبه و رسله والیوم الاخر فقد ضل ضلالا بعیداً))

رښتیا، مومن څوک دی؟
د قرآن په امر، مومنان پر الله ج باورمند وي، مطیع او فرمان وړونکي وي، د قیامت څخه بېریږي، پر الله ج یې توکل وي، له ګناهونو ځني ځان ساتي، د نیکو او صالحو اعمالو ترسره کوونکي وي، تقوا او پرهېزګاري لري، د الله ج په لاره کښي مخلصانه لګښت کوي، د الله ج په ذکر یې زړونه آرام او سکون حاصلوي، په لمانځه او عبادت سره الله ج ته نژدې کېږي، الهي زیریو او وعدو ته اُمیدوار دي، د الله ج په لاره کښي د دښمنانو سره جنګېږي، کفار د خپلي سرپرستۍ لپاره نه نیسي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، د الله ج د دین په لاره کښي ځانونه قرباني کوي، د الله ج او رسول ﷺ سره یې مینه وي، که خطا او سهوه وکړي؛ توبه باسي، رښتيني او نېک ک اعمال کوي، د والدینو احترام ساتي، په ورځ د قیامت ښاد دي، د الله ج سره پر کړې وعده ( د بنده ګۍ) وفادار دي او… ډېر نور صفات او خواص چي زما په دې لنډه لیکنه کښي نه خلاصه کیږي.

ایمان، مومن، مومنون، آمنو، یومنون ټول هغه کلمات دي چي په قرآنکریم کښي بیا –بیا ذکرسوی دي. پر دې موضوع د لا پوهېدا لپاره کولای سو چي د قرآن له تفسیر څخه ښه ترا پوه سو. قرآن داسي یو کتاب دی چي یوه دنیا مطالب پکښې دي او بهترین کتاب دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي