سپورټ کورنی کرکټ

دولت ځدران: ۹۵ سلنه روغ یم، نړیوال جام کې به لوبه هم وکړم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک بالر دولت ځدران، چې کابو شپږ میاشتې کېږي له لوبو لرې پاتې شوی او ټپي شوی و، اوس تازه په یوه ویډیويي پېغام کې ویلي، چې هغه اوس ډېر ښه دی او بېرته ځان چمتو کوي، څو د نړیوال جام لپاره افغان لوبډلې سره یو ځای شي.

هغه وایي څلور ورځې کېږي، چې په هندوستان کې تمرین کوي، نوموړی زیاتوي، زه ۹۵ سلنه ښه شوی یم او ډاکټرانو هم ویلي، چې هغه ښه دی او د پنځه سلنه ښه والي لپاره د هغه تمرینونه روان دي.

نوموړي له خپلو مینه والو څخه هم مننه کړې، چې دی یې په یاد دی او لوبېدل یې غواړي.

دولت سربېره پر دې له خپلو مینه والو غوښتي، چې ده او ملي لوبډلې ته دعاګانې وکړي، ترڅو لا پرمختګ وکړي.

دولت ویلي، چې ای پي ایل یا افغان پرېمیئرلیګ او نور لیګونه د ده لپاره دومره اړین نه و، بلکې نړیوال پنځوس اوریزجام ډېر اړین دی، چې دی پکې ولوبېږي.

دولت ځدران کابو اووه میاشتې کېږي، چې د پښې د ټپ له امله له لوبډلې پاتې شوی او په ډېرو مهمو لوبو کې ونه لوبېد، چې د ده د نه لوبېدو له امله افغان لوبډله د چټکو بالرانو له کمښت سره مخ وه، په ۲۰۱۸ م کال کې په اسیا جام سیالیوکې افغان لوبډلې یواځې افتاب عالم د فسټ بالر په توګه ولوباوه او ګلبدین نایب بیا د الراونډر منځني توپ اچوونکي په حېث لوبه وکړه.

دولت ځدران، شاپورځدران او نورعلي ځدران هغه لوبغاړي وو، چې په افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې نه وو اخېستل شوي، چې بیا یې په کرکټ بورډ نیوکې هم وکړې.

تر دولت ځدران وړاندې حمید حسن هم ویلي وو، چې دی جوړ شوی او د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې به د افغان لوبډلې سره د فسټ بالر په توګه یو ځای شي.

نړیوال پنځوس اوریز جام ته لا هم پنځه نیمې میاشتې پاتې دي او دا چې افغان بورډ به ورته څه ډول لوبډله اعلانوي لاهم معلومات نشته؛ خو دولت ځدران د ځان لپاره په نړیوال جام کې لوبېدل مهم او ارزښتمند بولي.

دا چې د نورعلي ځدران او شاپورځدران برخلیک به په راتلونکو لوبو کې څه وي، وخت به یې معلومه کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې