ګټه وټه مخکښان

د نړۍ د ستر بیلیونر له ژونده څو مهم ټکي

ژباړه: نوراحمد فضلي

د نړۍ له سترو بيلیونرانو یو هم ډیويډ راکفلر (David Rockefeller) دئ. تاسي که د ده ژوند مطالعه کړئ نو له بریالیتوبه بې ډېر درسونه واخلئ.

د نړۍ دې ستر بیلیونر د خپلي زېږېدورځي په ویاړ نیوله سوي سلمي کالیزي په غونډه کښي وويل چي ده د فوربز (Forbes) مجلې سره مرکه کړې چي په هغه کښي یې د خپل سل کلن ژوند په اوږدو کښي د ژوند پر ځینو مهمو رازونو او درسونو خبري کړي. له دې تجربو خبرېدل او هغوی په غور اورېدل د لوستلو وړ دي.

ګټه همېشه مهمه ده
ګټه که په شخصي او یا تجارتي نړۍ کښي وي، همېشه همدا ګټه ده چي خلګو ته کار، شتمني او توانايي وربخښي. په حقیقت کښي ګته ده چي ټولنه د ودوي او پرمختګ هغه پوړو ته رسوي چي هيڅ اقتصادي او سیاسي سیسټم یې د توانايي او قدرت هغې درجې ته نه سي رسولای، خو د ګټي پرڅنګ دوه شیان مهم دي چي سبب کېږي د هغو له پاره درانده مصارف وکړئ. یوه ورځ د کورنۍ مشاور ماته وويل چي طلاق اخیستل او د سیاست میدان ته راتلل هغه دوه انتخابونه دي چي ستا له پاره به ګران پرېوزي. په دې اساس که غواړئ چي لګښت ونکړئ دا دوه کارونه مه کوئ.

د امکان تر بریده له کاري چاپېریاله لېري سئ
ما د خپل ژوند په اوږدو کښي، د پنځه ميلیونه مایله په شاوخوا کښي واټن ووهلی چي دا پر دنیا باندي د ۲۰۰ واري راګرځېدو په اندازه دی. په دې سفرونو کښي مي ۱۰۳ هیوادونو ته سفر وکړی. تر کومه چي کولای سئ له خپل کاري چاپېریاله بهر سئ. ما یوازي د يوې تجارتي غونډي د جوړېدو له پاره د دوو سوو مېلمستیاوو ژمني ورکړې او په زرونو ټلیفوني تماسونه او ملاقاتونه مي د مشتریانو سره درلودلل.

باور؛ د بریالیتوب راز
زه په دې باور یم چي د نړۍ ستر بریالي تجارتي انجمنونه او شرکتونه پر باور، درک او وفادارۍ باندي بناء سوي دي. دا ځانګړي دقیقاً د یوې شخصي نژدې دوستۍ له هغو څخه دي.

د نورو نظر ته اهمیت مه ورکوئ
ځیني کسان ډېر بدبین دي. ځیني وختونه دوی تصور کوي چي هرڅه تاسي لاسته راوړي دي د نوم او رسم په پایله کښي مو ترلاسه کړي دي او دوی دې ته اهمیت نه ورکوي چي تاسي د پرمختګ دې پړاو ته د رسېدو له پاره تلاښ کړی دئ. ددې ډلي خلګو په وړاندي بې اعتنا او بې توجه اوسئ.

تضاد جذابیت راوړي
سره له دې چي زه او مېرمن مي د یوه او بل په څنګ کښي خوند اخلو خو زموږ هر یو د خپل ځان له پاره ځانګړي ساتېري او علایق لرو چي هغوی په خپلواکه توګه تعقیبوو. دا زموږ د اوږدمهاله او خوشحاله ګډ ژوند راز دی. د ځان له پاره ساتېری او تفرېح ولرئ چي ځان په هغه بوخت کړئ.

پلار کېدل ژوند متفاوت کوي
پلار کېدل مو په ژوند کښي نوي هیلي او نوي کتني رامنځ ته کوي. پلار کېدو زه له خپلو کمبوداتو او نیمګړتیاوو خبر او د هغو سره بلد کړم. دې تجربې ماته را وښوول چي د خپل پلار د ذاتي او فطري خصوصیاتو او محدودیتونو په وړاندي چي ماته بې ایښوول- د لا زیاتي همدردۍ احساس ولرم او هغه د تېر په نسبت ډېر درک کړم. تر کومه چي ستاسو وس وي د یوه پلار په حیث ډېر کار ته اوږه ورکړئ.

یو ښه ښوونکی پیداکړئ
د تاریخ سره زما د زیاتي علاقې اصلي سبب زما د شپږم ټولګي ښوونکې اغلې المینا لوک ده. هغه وه چي چي تېر یې زما له پاره څرګند او ښکاره کړ.

سخت زړتوب مه کوئ
زما نیکه هیڅکله نه زما د پلار او نه یې د زامنو په وړاندي سخت زړی و؛ هغه هیڅکله تاسف نه کاوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي