سینما او موسیقي

د مائیکل جیکسن لور د ځان وژنې ناکامه هڅه کړې

رپوټونه وایي د پاپ موسیقۍ د پادشاه مائیکل جیکسن لور او ماډله پیرس جیکسن د ځان وژنې هڅه کړې ده.

د اردو نیوز خبري ویپاڼې د خبر له مخې پیرس جیکسن د ځان ژونې هڅه ناکامه شوې ده.

پیرس جیکسن د پاپ موسیقۍ د پخواني مشهور امریکایې سندرغاړي مائیکل جیکسن لور یوازینۍ لور ده.

نوموړې د خپل پلار د مرګ پر مهال ۱۱ کلنه وه.

اوس رپوټونه وایي چې نوموړې د ځان وژنې ناکامه هڅه کړې، خو د معلوماتو له مخې دا چې په سم لاسي ډول روغتون ته انتقال شوي نو بچ شوې.

د معلوماتو له مخې، پیرس جیکسن تر لومړۍ درملنۍ وروسته له روغتون څخه رخصت شوې او کور ته لېږدول شوې.

دا دویم ځل دی چې د پيرس جیکسن د ځان وژنې د هڅې رپوټونه خپریږي خو یادونه نه ده شوې چې ولې یې دغه هڅه کړې.
دغه راز دا هم نه دي ویل شوي چې څه ډول یې ځان واژه؟

بل لور ته:
پيرس جیکسن په یوه ټویټ کې ویلي چې د ځان وژنې هڅه یې نه ده کړې او ځينو ناروغیو له امله روغتون وړل شوې وه.

د پیرس پلار مائیکل جیکسن د امریکا مشهور سندرغاړی وه چې د پاپ موسیقۍ پادشاه هم ورته ویل کېده.

نوموړی له نن څخه شاوخوا لس کاله وړاندې د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو خو ځينو ریپوټونو کې ویل شوي چې مائیکل جیکسن ته ذهر ورکړل شوي وه او له همدې له امله مړشو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی