هند ته په افغانستان کې د داعش د حضور ګواښونه؛ عمر داودزی پرې غږیدلی

د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې شورا د دارالانشا ریس عمر داودزی د تېرې اونۍ په پای کې د هند په سفر بوخت و.

داودزي په دغه سفر کې یوې هندي رسنۍ سره د مرکې پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې لخوا هند ته پر رامنځته کیدونکو اندیښنو غږیدلی.

یاران وېب پاڼه یې د مرکې مهم ټکي درسره شریکوي:

ولې جدي ګواښ؟

عمر داودزي د هند له ویک مجلې سره د یوې مرکې پرمهال ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې پراختیا د هند امنیت ته جدي ګواښ دی.

داودزي په دغه مرکه کې د دغو داعش وسله والو شمېر تر ۴ زرو کسانو ښودلی او ویلي دا هند ته ښه خبر نه دی.

هغه دا هم ویلي، چې له دغو وسله والو سره مبارزه د افغان امنیتي ځواکونو لومړیتوب دی.

د داعش او طالبانو توپيرونه

عمر داودزي د هند د نړیوال تعامل شورا ته د غونډې پرمهال د داعش ډلې او وسله والو طالبانو پر توپيرونو هم غږیدلی.

د هغه په وینا طالب یوه کلیوالي پدیده ده، خو داعش تر ډېره په علمي حوزه کې فعالیت کوي او د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې د افغانستان په پوهنتونونو کې یې د پښې ځای موندلی.

د طالب دښمن او ملګری

داودزي دا هم ویلي، چې داعش ډله په ځینو سیمو کې له وسله والو طالبانو سره دښمني او په ځینو کې ملګرتیا لري.

هغه وایي: دا دوه ډلې په ځینو سیمو لکه: ډیورنډ کرښې ته په څېرمه ځایونو کې د یو بل پروړاندې جنګیږي، خو د کندوز په شان ځینو سیمو کې له یو بل سره ملګرتیا او پوځي همکاري لري.

د هندي رسنۍ شننه

ویک مجلې د داودزي د خبرو په شننه کې ویلي، چې هند ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او عمر دوادزي له سفرونو داسې ښکاري، چې په افغان سوله کې د هند رول زیاتیدونکی دی.

هندي رسنۍ ویلي، چې په سریلانکا کې د داعش ډلې تر ترهګریزو عملیاتو او ۲۵۰ تنو له مرګ ژوبلې وروسته یې هېواد د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښمن شوی.

هند ته ګواښ

د داعش ډلې په یوه وېب پاڼه کې ویل شوي، چې دوی د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم خپل فعالیتونه پیل کړي.

له دغه ګواښ سره هند د داعش له واقعي او په دې نوم له لاسپوڅي حضور دواړو څخه سخت اندیښمن ښکاري.

اندیښنه یې تر ډېره له دې کبله ده، چې ممکن پاکستان خپل ځینې سخت دریځه ډله د داعش تر بیرغ لاندې په کشمیر کې فعال او د هند خلاف نیابتي جنګ شدید کړي.

About بشر درویش 379 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي