خواړه روغه سټه

تر سترګو لاندې تورې حلقې، عوامل او درملنه یې

لیکواله : ډاکتر چیترا اناند
ژباړه : شمیم اتل
تر سترګو لاندې تورې حلقې دې وختو کې یو عام شکایت دی. له تنکیو ځوانانو نیولې تر مشرانو پورې د هر چا د سترګو شا او خوا دا تورې حلقې څرګندیدلی شي. تقریبا ټول خلک د عمر په یو برخه کې د سترګو لاندې تورې حلقې پیدا کوي. دا تورې حلقې عموما موقتې وي او لپاره یې د درملو کارول نه دي ضرور.

تر سترګو لاندې د پوستکې برخه ډیره نازکه ده، له الرژي نیولې تر عصبي فشار او ستریس پورې ګڼ فکټورونه پرې اغیز کولی شي او تورې حلقې رامنځ ته کولی شي.

د سترګو لاندې تورې خلقې تر سترګو لاندې د پوستکې یو ډول ځانګړی رنګ دی، خو ځینې عوامل ددې سبب کیږي چې دا رنګ تیره او تور شي.

لاندې څو فکټورونه داسې دي چې خپله تورې حلقې نه رامنځ ته کوي خو زیاتوي یې.

کم خوبي

بې خوبي ددې سبب کې چې پوستکی نور زیړ رنګه معلوم شي، او ددې سبب کیږي چې رګونه په پوستکي کې جوت ښکاره شي. چې همدا ددې سبب کیږي چې ابي ډوله یا تورې حلقې تر سترګو لاندې جوړې شي.

د اوبو کموالی

تر سترګو لاندې تورې حلقې ددې نښه هم کیدای شي چې ستاسو وجود کافي اوبه نه لري. ډاډمنه کړئ چې د ورځې په اوږدو کې اوبه او اوبلن خواړه په کافۍ اندازه وڅښئ او وخورئ.

ژورې سترګې

د ځینو خلکو په طبیعي توګه سترګې د مخ په کاسه په نسبي توګه ژورې وي. نو په داسې صورت کې د سترګو شا او خوا تورې حلقې ددې ژورتیا یو ډول سیوری وی. تاسو که ډول پسې ګرځئ نو جلدي متخصص سره په دې اړه خبرې کولی شئ. هغو مرسته کوي چې څنګه ژورې لویدلې سترګې ښې ښکاره شي.

پر دې سربیره ځینې نور عوامل هم شته چې د سترګو لاندې تورې حلقې زیاتولی شي.

اوس هم څو هغه فکټورونه چې تر سترګو لاندې د تورو حلقو د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

الرژي ( حساسیت)

د سترګو لاندې تورې حلقې کله ناکله په هوا کې د موجودې الرژۍ له کبله جوړیږي ، لکه دوړي ، ګردونه او نور. ځکه دا تاسو د سترګو پرلپسې مږلو ته اړ کوي او همدا د سترګو مږل تر سترګو لاندې تورې حلقې جوړوي.

درمل

یو شمیر درمل او همدارنګه د پښتورګو او ینې ناروغۍ هم تر سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړیدو سبب کیږي.

کم خوني

په وجود کې د اوسپنې کمی چې په عامه اصطلاح کې یې کم خوني او طبي اصطلاح یې انیمیا ده هم تر سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړیدو سبب کیږي.

سؤ تغذیه ( خوارځواکي)

د ناسم غذايي رژیم لرل د سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړیدو یو عام سبب دی. صحي خواړه چې د ( A, C, K, E ) ویټامینونه ولري ستاسو دسترګو لاتدې تورې حلقې له منځه وړلی شي.

لمر وهل

که چیرې تر ډیره تیز لمر ته پاتې شئ نو تیز لمر هم د سترګو شا او خوا نازک پوستکی کمزوری کوي او بیا د تورو حلقو په ډول ښکاري.

ایرثي

په ځینو خلکو کې تر سترګو لاندې تورې حلقې ایرثي وي او په کورنۍ کې یې ډیر غړي لري.

عمر تیریدل

تر سترګو لاندې پوستکی نازک او نری دی. کله چې عمر تیریږي نو د سترګو شا او خوا شته غوړ له منځه ځي، سترګې ښکته ځي او لاندې یې تورې حلقې راڅرګندیږي.
تر سترګو لاندې د تورو حلقو درملنه

لکه یادونه مو چې وکړه د سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړیدو او یا د تشدید ډیر عوامل دي. همداسې یې د درملنې لارې چارې هم ډیرې او بیلې دي.

یوازې د سترګو لاندې د هغو تورو حلقو درملنه ستونزمنه ده چې په ایرثي توګه درته پاتې وي په نورو صورتونو کې تاسو په اسانۍ د خپلو سترګو لاندې تورې حلقې ورکولی شئ . البته جلدي متخصصان ښايي بیلابیلې لارې درته تجویز کړي. خو دلته درسره موږ څو کورنۍ لارې چارې شریکوو.

– ډیر مایعات وڅښئ. د پوستکي د هوار او تازه ساتلو لپاره د ورځې لږ تر لږه ۲ لیټره اوبه پوره کړئ.

– خپل غذايي ریژیم کې بیلابیل خواړه ورزیات کړئ په ځانګړې توګه لبنیات، او ترکاري. همدارنګه تازه موسمي میوې هم په ورځنۍ توګه له یاده مه باسئ.
– خوب مو پوره کړئ. بې خوبي نه یوازې د سترګو شا او خوا توروالی زیاتوي بلکې نورې ګڼې ستونزې هم درته پېښوي.

– د کچالو څخه ایستلې اوبه سپینونکي مواد لري. کولی شي د مالوچو یوه ټوټه په کې لمده کړئ او د سترګو لاندې په تورو حلقو یې د ۲۰ دقیقو لپاره وساتئ. دا کار که تکرار کړئ د سترګو شا او خوا تور او ابي رنګ کموي.
– تاسو د سترګو شا او خوا د بادرنګ ټوټې هم ایښودلی او یا له بادرنګ څخه ایستلې اوبه د مالوچو په وسیله کارولی شۍ هماسې لکه د کچالو څخه د ایستلو اوبو یادونه مو چې وکړه.

– چای هم ستاسو د سترګو شا او خوا پړسوب او توروالی کمول شي. ښه لاره یې داده چې په جوش اوبو کې چای وکړئ وروسته یې په فریزر ( یخچال) کې په کنګل بدل کړئ او د چای دا کنګل شوې ټوټې د سترګو شا او خوا په یوې تاري ټوټه کې د څو دقیقو لپاره وساتئ. او یا د چای لامده پاکټونه هم د سترګو لاندې د څه وخت لپاره ايښودلی شئ . د تورو حلقو ورکولو کې ښې اغیزې لري.

– تل په لمرینه هوا کې د لمر عینکې وکاروئ او هڅه مه کوئ چې سترګې مو ډیرې لمر ته وښيئ .
– داسې خواړه وخورئ چې په زیاته اندازه اوسپنه ولري. سابه، لوبیا، غوښه ، ځینې وچې او تازه میوې ستاسو د اوسپنې اندازه پوره کولی شي.

– د موسمي الرژیو ( حساسیتونو) څخه د ځان ساتلو په خاطر تدابیر ونیسئ که سترګي مو حساسیت لري ښه ده چې په ګردجنه هوا کې ځینې د سترګو څاڅکې او یا مصنوعي اوښکې وکاروئ څو مو سترګې وچې پاتې نه شي او ډیرې یې ونه مږئ .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */