د نړۍ تر ټولو وېروونکي او خطرناک زندانونه

لیکنه: شپنه حیدري

کله چې د زندان نوم اخلو نو سملاسي مو ذهن ته د تورو تیاره خونو، وهلو ټکولو، شکنجو او ځورونو تصویر راځي، په نړۍ کې د داسې زندانونو شمېر کم نه دی چې زندانیان یې خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو او خوړو ته لاسرسی نه لري. په زندانونو کې بندیان له ډول ډول شکنجو سره مخ کېږي او ډېری زندانیان له محاکمې پرته مجازات کېږي.

د بشریت په تاریخ کې هر وخت داسې زندانونه وو چې شاهانو او واکمنانو به پکې خپل مخالفین په ډېر ناوړه ډول شکنجه کول او د ځمکې لاندې تورو خونو کې به یې اچول.

که څه هم د شمالي کوریا ۲۲ کېمپ زندان په نړۍ کې په تر ټولو خطرناک زندان مشهور دی او د زندان تر نیمايي زیاتو بندیانو د مړینې خبر ورکړل شوی خو بیا هم په نړۍ کې ځينې نور داسې زندانونه شته چې بندیان یې مرګ تر زندان غوره ګڼي، ډېری هغه کسان چې په دغو زندانونو کې یې د خپل حبس موده تېره کړې ده او ژوندي ترې را وتلي دي دغه زندانونه د ځمکې پر سر دوزخ بولي او ان د نړۍ تر ټولو زړور خلک به هم د هغو پېښو په اورېدو چې په دغو زندانونو کې پېښېږي ولړزېږي او د وېرې احساس به وکړی.

خو په شلمه او یوویشتمه میلادي پېړیو کې هم د دا ډول زندانونو کمی نه وو، د څرخي پله له زندان (پولیګون) ‌نه نیولې د کیوبا په ټاپو کې د ګوانتانامو تر زندان پورې له هر یوه یې د شکنجې او د زندانیانو د بشري حقونو د نقض د فعالانو او نړیوالو سازمانونو غبرګونونه را پارولي دي.

د دې لیکنې موخه دا ده چې تاسو د نړۍ له ځينو وېروونکو او خطرناکو زندانونو سره اشنا کړو:

دیار بکر:
دغه زندان د ترکیې په سوېل ختیځ دیار بکر ایالت کې په کال ۱۹۸۰ زېږدیز کې جوړ شوی دی او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې لوی مجرمین پکې ساتل کېږي.

دا چې د یاد ایالت ډېری اوسېدونکي کُردان دي نو د زندان ډېری بندیان هم کردي سیاسي مجرمین دي.

په دغه زندان کې شکنجه، تعذیب او ربړونه عادي چاره ده او همدا لامل دی چې دیاربکر زندان د نړۍ له خطرناکو زندانونو څخه ګڼل کېږي.

دغه محبس دوه برخې لري، چې یوه برخه يې د E بڼه لري چې د ۷۴۴ تنو د ساتنې ظرفیت لري او او بله برخه یې د D بڼه لري چې ۶۸۸ تنو د ساتنې ظرفیت لري خو اوس مهال پکې د زندان د ظرفیت څو برابره زیات بندیان ساتل کېږي.

په ۱۹۸۰ کې د دغه زندان له پرانیستل کېدو را په دېخوا سلګونو بندیانو د روحي، ذهني او فزیکی شکنجې د سختوالي له امله ځان وژنه کړې او یا لږ ترلږه د ځان وژنې هڅه یې کړې ده، ځینو بندیانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړې او ځينو بیا ځان ته اور اچولی دی.

په دغه زندان کې چې ډېری بندیان یې په سیاسي جرمونو تورن دي۳۵۰ پېغلې او ځوانان هم د سیاسي سرغړونو په تور په بند کې ساتل کېږي.

بندیانو د زندان د مسوولینو د ناوړه چلند له امله د زندان مشر سعد یلدرم اوکتای ته د (جلادانو رییس) نوم ور کړی دی.

د زندان د مشهورو بندیانو له ډلې د کُردانو د PKK ګوند غړي احمد ترک، جلال پایداش او د حقوقو او ازادۍ کُردي ګوند ګولتان کشاناک د یادونې وړ دي.

مېرمن ګولتان کشاناک اوس د ترکي پارلمان غړې ده.

تدمر زندان:
دغه زندان د سوریې ختیځ ایالت تدمر په وچو دښتو کې پروت دی، دغه زندان په لومړیو کې د پوځي مجرمینو د ساتنې لپاره جوړ شوی وو خو وروسته له ۱۹۸۰ زېږدیز کال څخه بیا هر ډول مجرمین پکې ساتل کېږي.

۱۹۸۰ زېږدیز کال د جون په ۲۷مه کله چې د سوریې د پخواني ولسمشر حافظ الاسد د وژنې نا بریالۍ هڅه وشوه، د ولسمشر ورور رفعت الاسد په مشرۍ د سوریې د دفاعي ځواک (سرایا الدفاع) زندان ته ننوت او قتل عام یې وکړ، په پېښه کې تر زر تنو زیات زندانیان و وژل شول، دغې پيښې تدمر محبس د نړۍ په تر ټولو خطرناک زندان بدل کړ.

له ۱۹۷۱ تر ۲۰۰۰ زېږدیز کال پورې په دغه زندان کې د سوریې د پخواني ولسمشر حافظ الاسد زرګونه سیاسي مخالفین تحقیر، شکنجه او اعدام شول.

یاد زندان په ناوړه بشري وضعیت، شکنجو، له بشري حقونو د سرغړاوي په پېښو، اعدامونو او له محاکمې پرته مجازاتو مشهور دی.

په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د ایمنسټي انټرنشنل له دغه زندان څخه په خپل یوه راپور کې زندانیانو له تعذیب، تحقیر او شکنجې پرده پورته کړه چې په همدې کال د نړیوالو فشارونو له امله وتړل شو خو وروسته یې بیا په بیا ځلې په فعالیت پیل وکړ.

د دغه زندان له مشهورو بندیانو څخه یو هم سلامة کیلة، فلسطینی لیکوال وو چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۰ زېږدیز کلونو تر منځ په دغه زندان کې بندي وو.

ګیتاراما
ګیتاراما په رونډا هېواد کې پروت زندان دی او روانډا د تاوتریخوالي ټاټوبی دی. که څه هم په دغه هېواد کې له خونړیو کورنیو جګړو دوه لسیزې تېرې شوي دي خو ګیتاراما زندان اوس هم د وحشت او تاوتریخوالي ډګر دی.

ګیتاراما زندان چې په لومړیو کې د ۴۰۰ تنو د ساتنې لپاره جوړ شوی وو اوس ۷۰۰۰ تنو د بند کور دی او د کمو امکاناتو او مالي ستونزو له امله ډېری زندانیان له لوږې مري او یا هم د شکنجې لاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دغه زندان کې شرایط دومره سخت دي چې ډېری زندانیان، نور بندیان وژني او بیا یې غوښې خوري، په زندان کې هېڅ ځانګړې او جلا خونه نشته، تول زندانیان په لویو دهلیزونو کې په ګډه ساتل کېږي او زندانیان په ناسته یا په دهلیزونو او لارو کې له خوب پرته بله چاره نه لري.

تور ډولفین زندان:
د تور ډولفین زندان د روسیې تر ټولو خطرناک زندان دی چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کېږي، زندان د قزاقستان پولې ته نیژدې پروت دی او د روسیې د تر ټولو خطرناکو مجرمینو کور ګڼل کېږي.

تور ډولفین زندان په ۱۷۴۵ زېږدیز کال ودان شوی دی، د زندان په لومړنۍ دروازه کې د ډولفین تور رنګه مجسمه ایښودل شوې چې ویل کېږي چې د همدغه زندان د بندیانو له لوري جوړه شوې ده او وروسته بیا زندان په غیر رسمي ډول د همدې مجسمې له امله په تور ډولفین نومول شوی دی.

د تور ډولفین زندان د روسیې د پخوانیو زندانونو څخه شمېرل کېږي او د اورینبرګ په سیمه کې لومړنی جوړ شوی زندان دی چې په عمري حبس محکوم زندانیان پکې ساتل کېږي. په زندان کې متکرر قاتلین، په ماشومانو تېری کوونکی، د جنسي تېري مجرمین، تروریستان او انسان خوړونکي بندیان دي چې شمېر یې ۷۰۰ تنو ته رسېږي.

بندیان له یو بله جلا په وړو خونو (Cells) کې ساتل کېږي او په یوه شپه او ورځ کې یوازې د ۹۰ دقیقو لپاره د تمرین په موخه لوی قفس ډوله ډګر ته ایستل کېږي، په دغه ۹۰ دقیقه ایز وخت کې د زندانیانو خونې پلټل کېږي تر څو نا قانونه توکي ترې را وایستل شي.

په دغه محبس کې بندیان ۲۴ ساعته تر کلکې څارنې لاندې وي او په ټاکل شوو ۱۶ ساعتونو کې خوب نه شي کولای، همدارنګه زندانیان اجازه نه لري چې له ټاکل شوي وخت پرته په خپلو خونو کې کښيني، ارام و کړي یا پرېوځي.

په هرو ۱۵ دقیقو کې یو ځل د زندان ساتونکی د زندان په دهلیزونو کې ګزمه کو او کله چې زندانیان نوي دغه زندان ته راوستل کېږي نو پر سترګو یې پټۍ تړل کېږي تر څو بندیان د زندان نقشه و نه ویني او کله چې زندانیان له یوه بلاک څخه بل بلاک ته بیول کېږي هم سترګې یې تړلې وي.

جرمنۍ فلمغاړې کارولا نېهېر هم په ۱۹۴۲ زېږدیز کې په همدغه زندان کې مړه شوه.

کاراندیرو
کارانډېرو زندان د برازیل په ساو پاولو کې پروت دی، زندان په ۱۹۲۰ زېږدیز کال کې د سامویل ډاس نېوېس له لوري جوړ شو تر څو د برازیل د ۱۹۸۰ کال جزا قانون پر بنسټ بندیان پکې و ساتل شي. دا زندان هم په تاوتریخوالي، تعذیب او شکنجې مشهور دی. په ۱۹۹۲ کال په دغه زندان کې د بندیانو قتل عام وشو او ۱۱۱ تنه پکې و وژل شول.

په دغه زندان کې د زندانیانو بشري حقونو، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو او روغتیا ته هېڅ پام نه کېده او له هرو پنځو بندیانو یو یې په ایډز HIV اخته وو.

په زندان کې ۸۰۰۰ تنه بندیان وو چې د ۱۰۰۰ تنه پولیسو له لوري ساتل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو فعالانو د نیوکو له امله د ۲۰۰۸ زېږدیز کال د مې په میاشت کې دغه زندان و تړل شو او اوس یې د ودانۍ یوه برخه موزیم ته ځانګړې شوې ده. او بله برخه یې په عامه پارک او شنې سیمې اوښتې چې عام خلک د مېلې او چکر لپاره ور ځي.