موسیقي او تصویر

د چین ولسمشر د نریندرا مودي سره د” دنګل“ په اړه خبرې وکړې

 

د هندي سینما د بریالي اداکار عامر خان فلم دنګل چې تازه په چین کې خپور شوی، د چینیانو د تود هر کلي سره مخ شوی.

د سپورت دې ډارمې آن د چین په کوڅو کې د پیغلو او ځوانانو وینه توده کړه او په کوڅو کې د ددې فلم له سندرو سره يې څڼې واشتولې.

خو خبره یواځې د چین تر ولس پورې محدوده پاتې نشوه. د چین ولسمشر شی جین پینګ هم دنګل فلم لیدلی او نریندرا مودي ته يې د فلم ستاینه کړې ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې شی جین پینګ د هندوستان لومړي وزیر ته ویلي، چې فلم يې خپله لیدلی او ډیر يې خوښ شوی دی.

دنګل په چینايي ژبه دوبله شو او په چین کې په شاو خوا ۷ زره سینماګانو نندارې ته وړاندې شو.

له دې وړاندې د عامر خان پي کی PK فلم هم په چین کې نندارې ته وړاندې شوی و؛ خو د دنګل په څیر تود بازار يې ونه کړ. دنګل څو چنده زیاتې پیسې دغلته وګټلې.

د یادونې وړ دی، چې دنګل فلم په هند کې تیر ډسمبر خپور شو او اوس د هندوستان یواځینی فلم دی، چې په نړۍ کې يې څه کم ۲ زره کروړه هندي روپۍ وګټلۍ.

دا فلم د پهلوانۍ د یو کوچ یا لارښود کیسه ده چې غواړې لوڼې یې د پهلوانۍ اتلانې شي. د اینډیا ایکسپریس په وینا دې فلم د هغو خلکو زړونو ته چې د سینما په سکرین یې د اتلولۍ د یو داستان لیدل غوښتل لاره کړې ده.

هغه ځانګړتیا چې دا فلم یې له نورو بیل کړی دا ده چې په فلم کې په ختیځو تولڼو کې هغه له تعصب ډک چلن چې د ښځو په وړاندې یې خلک لري داسې څیړل شوی چې شعاري بڼه یې نه ده خپله کړې.

د هندي سینما څارونکي وايي، د بالیوډ سینما کې داسې ډير کم پېښیږي چې یو فلم دې هم نقادان وستايي او هم دې ښه بازار وکړي او دنګل یو له همداسې فلمونو څخه دی.

عامرخان ډیر کله په ټولنیزو مسلو بریالي فلمونه جوړوي. پي کې، او درې احمقان یې له همداسې بریالیو فلمونه څخه دي چې په دې وروستیو کلونو کې یې خپاره کړي او تر ډیره په حساسو ټولنیزو مسلو راڅرخي.

عامر خان اوس د بالیووډ د شهنشاه سره په ګډه د ټګز اف هندوستان یا د هندوستان ټګان فلم کې کار کوي. فلم کې ورسره د دنګل اداکاره ثنا شیخ هم مخکښ رول لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */