حلب: د ابوبکرالبعدادي نژدی ملګری او د داعش لوړ پوړی قومندان وژل شوی

راپورونه وايي، د سوریې په حلب کې د داعش وسله والو لوړ رتبه امیر چې ددې ډلې د مشر ابوبکر البعداي نژدې کس بلل کیده، د یو هوايي برید په پایله کې وژل شوی.

یاد لوړ پوړی قومندان المتنا الحاج نومیده چې د سوريې د ځواکونو په هوايي برید کې د ۱۱ نورو جنګیالو سره وژل شوی.

المتنا الحاج په المتنا الحارث هم مشهور و او د جیش الخلیفه یا د داعش د پوځ لوړ رتبه امیر و.

جیش الخلیفه د داعش خاص پوځي ځواک دی، چې مشري يې خپله ابوبکر البعدادي کوي.

په حلب کې د سوریې ځواکونو پرون هم د داعش په پټن ځایونو درنې بمبارې کړي، او لسګونه داعشیانو ته يې مرګ ژوبله اړولی.

د یو بل خبر له مخې داعش د خپلې یوې ډلې قومندان اعدام کړی.

په نوموړي تور و، چې په رقه کې يې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو څخه د ملکي وګړو او کورنیو په ویستلو کې مرسته کړې.

نوموړي د رقې په لودیځه برخه کې د داعش وسله والو مشري کوله.

داعش وسله وال له رقې څخه ملکي وګړو ته د وتلو اجازه نه ورکوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */