بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ګټه وټه

ورځنی پلان مو داسې جوړ کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

بريالي کسان په دې پوهېږي چې بايد هره ورځ يې ګټوره او له کارونو څخه ډکه وي، په همدې دلیل هڅه کوي چې څومره ممکن وي؛ له هرې ورځې څخه ډېره ګټه واخلي.
هغه ابزار چې دوی يې خپل ځان ته د انګېزې ورکولو لپاره کاروي، ورځينۍ برنامه ده. کله چې عادت وکړئ چې د هرې ورځې لپاره برنامه ولرئ، په خپلو کارونو به مو تمرکز ډېر وي او خپل لومړيتوبونه به ښه وپېژنئ. په دې کړنلارې سره کولی شئ چې ډېر او منظم کارونه ترسره کړئ.

– د هرې ورځې لپاره مو له شپې څخه برنامه جوړه کړئ
د هرې شپې ۱۵ يا ۲۰ دقيقې مو د راتلونکې ورځې د برنامې جوړونې لپاره ځانګړې کړئ. متخصصين وايي: يوه دقيقه برنامه جوړونه ستاسو د کارونو لپاره ۱۰ دقيقې صرفه جويي کوي. که د برنامې جوړونې لپاره د راتلونکې ورځې لپاره صبر وکړئ، ښايي ډېرې بدې پېښې ترسره شي چې ستاسو فکر ګډوډ کړي او تاسو ونشئ کولی چې په خپلې برنامې تمرکز وکړئ.
کله چې له مخکې ورځې څخه برنامه مو چمتو کړې وي، نو کولی شئ چې هر هغه پېښه چې د ورځې په اوږدو کې رامنځ ته کېږي؛ په پام کې يې ونيسئ او خپلې برنامې ته يې اضافه او يا کم کړئ. همدرانګه کله چې د شپې لخوا د سبا ورځې لپاره برنامه جوړوئ، نو دا کار د دې سبب ګرځي چې د شپې لخوا مو ذهن په ناخوداګاه توګه په برنامې کار وکړي او کله چې سهار له خوب څخه پاڅېږئ؛ پوهېږئ چې دقيقا څه کار وکړئ او نور به د د دې لپاره خپل وخت ضايع نه کړئ چې څه کار بايد وکړئ او څه ونکړئ.

– يو ليست مسټر تنظيم کړئ
دغه ليست د ټولو هغو کارونو څخه اوډون شوی چې فکر يې کوئ. که هر کار مو فکر کې ګرځي چې ترسره کول يې ضروري وي، فورا هغه په ليست کې وليکئ. په مسټر ليست کې چې کوم کارونه تاسو ليکلي دي، د ټولو د ترسره کولو لپاره هېڅ ژمنتيا اړينه نه ده. موخه دا ده چې دغه ليست يوازې د هغه لپاره وي چې کارونه مو له ياده ونه وځي. د ورځې په اوږدو کې مو چې کوم کار ذهن ته راځي، په ليست کې يې اضافه کړئ.

– د ورځې حتمنونو ( حتماً ها ) څخه مو يو ليست جوړ کړئ
دغه ليست د هغو کارونو څخه جوړېږي چې د ټولو ډېر لومړيتوبونه لري او ترټولو درنې پايلې لري، که هغه مثبت وي او يا هم منفي. د دې ليست د تنظيم لپاره وخت ځانګړی کړئ او ښه فکر وکړئ، ځکه دې ليست کې چې کوم کارونه ليکئ، هغه بايد د ورځې تر پايه هرو مرو ترسره کړئ. هغه کارونه چې په دې ليست کې ليکئ، په هېڅ ډول بايد شاته پاتې نشي او له همدې امله مو دغه کړنه د يوعادت په څېر تبديليږي. دا ليست بايد لنډ او له ۶ شمېرو څخه ډېر نه وي.

– يو ليست مو د ورځې بايدونو ( بايدها ) څخه جوړ کړئ
دغه ليست د هغو کارونو څخه جوړېږي چې بايد د ورځې په اوږدو کې يې ترسره کړئ، خو دومره اړين او ضروري نه ده چې دا کارونه په پورته ليست کې اضافه کړئ. دغه کارونه وروسته له دې چې د حتمنونو ليست مو بشپړ او ترسره کړ، سرته يې ورسوئ.

– ليدنې او کتنې مو مه هېروئ
د ورځې ځيني ځانګړي ساعتونه دي چې د يو ځانګړي ملاقات يا ليدنې پورې اړه لري. کله چې د يو چا سره د ليدنې په موخه ژمنه کوئ، نو همغه نېټه ځان سره په موبايل او يا هم بل څه کې ياد داشت کړئ چې له ياده مو نه وځي.

– ځيني کارونه مو نورو ته وسپارئ
په ورځيني ليست کې مو ډېر داسې کارونه شته چې کولی شئ د ترسره کولو لپاره يې نورو ته وسپارئ. بريالي کسان پوهېږي چې نشي کولی ټول کارونه شخصا خپله بشپړ کړي او تل خپل ځيني کارونه هغو کسانو ته سپاري چې ترسره کوي يې ورته.

– د کارونو په ترسره کولو کې ځنډ
که ګورئ چې څو ورځې په پرلپسې توګه کارونه مو نيمګړي پرېږدئ او بلې ورځې ته پاتې کېږي، نو هغه وخت مو له ځان څخه وپوښتئ، ولې مو دا کار هغه اوله ورځ په ليست کې ليکلی دی او په ژوندانه کې مو څه ارزښت لري؟ څومره چې کولی شئ خپل کارونه مو له درې ورځو څخه ډېر شاته مه پرېږدئ.

د دغو کړنلارو په عملي کولو او د ورځينیو برنامو په تنظيمولو سره کولی شئ چې په خپل ژوند کې څرګند او واضح بدلون راولئ او په چټکۍ سره خپلو موخو او هيلو ته ورسېږئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی