د کرزي شاهد دادفرسپنتا؛ هغه سیاستوال چې په حکومتي دندو پښېمانه دی

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، هغه مطرح افغان سیاست پوه دی، چې کلونه- کلونه د حامد کرزي د حکومت مهم مقام و، خو اوس وایي که تېروخت بیا را وګرځي، دی به پکې حکومتي کار ونه کړي.

سپنتا د یوه خصوصي تلویزون په یوه تفریحي خپرونه کې د خپل ژوند ډېرې ناویلې بحث کړي، چې دلته یې مهم ټکي شریکوو:

زوکړه او زده کړې
سپنتا ۶۵ کاله مخکې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې زیږیدلی. دوی اصلا کوچیان او پښتانه دي. پلار یې د خپلې سیمې خان او د ولسي جرګې غړی و، خو وروسته ښاریان شوي او ژبه یې اوښتې ده.

سپنتا لېسه په هرات کې لوستې، ۲ کاله یې کابل پوهنتون کې حقوق هم لوستي، خو وروسته ترکیې او المان ته ورغلی او د دوکتورا تر کچې یې په سیاست کې زده کړې کړي.

هغه اوږده کلونه په المان کې د نړیوالو اړیکو استاد او د لوړ نوم او مقام څښتن و.

دی د المان د زرغون ګوند له مخکښانو و او د عدالت، جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو لپاره یې مبارزه کوله.

کورنی ژوند
ډاکټر سپنتا نوی ځوان و، چې کورنۍ ورته واده کړی.
د ده مېرمنه د طب ډاکټره ده.
هغه اوس یو زوی او یوه لور لري، چې زوی یې مدافع وکیل او لور یې د سیاست ډاکټره او استاده ده.
د سپنتا اولادونه په المان کې ژوند کوي.

په یاده خپرونه کې ده ته د اولادونو او لمسیانو عکسونه ښودل کیږي، چې په لیدو یې د ده له سترګو اوښکې بهیږي.

سپنتا وایي ۹ میاشتې کیږي، چې المان ته نه دی تلی او اولادونه او لمسیان یې یادیږي.

دی په شخصي ژوند کې خپله لور تر ټولو ځانته ډېره نیږدې ګڼي.

د کورنۍ ۱۱ شهیدان
دادفر سپنتا په یاده مرکه کې د ویاند له دې پوښتنې سره، چې کوم خپلوان یې تازه شهید شوی، ژړغونی کیږي او وایي یو ۱۸ کلن خوریی یې د افغانستان په یوه ناامنه ځای کې شهید شوی.
دی وایي خوریی یې د ملي اردو سرتېری و.
سپنتا وایي: روانې جګړې د خوریي په ګډون د کورنی ۱۱ غړي راڅخه اخیستي.

ارام شوی انقلابي
رنګین دادفر سپنتا وایي په ځوانۍ کې انقلابي و، خو وروسته ارام شو.
ده د خپلو خاطرو په کتاب کې لیکلي، چې د لېسې په اخر کال کې د لاریونونو له کبله جبرا بلې لېسې ته تبدیل شوی و.
د ده په وینا په ځوانۍ کې د چینایي کمونیستۍ (مائویزم) پلوی و، خو المان ته له تګ او لوړو زده کړو سره له دې باورونو لاس په سر شو.

د کرزي شاهد سپنتا
سپنتا د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له تر ټولو نیږدې ملګرو څخه دی.
کرزي له واک وروسته په یوه غونډه کې سپنتا د خبرو د قوت لپاره یې څو ځله په شاهدۍ یاد کړ، چې ترهغې وروسته د دوی منتقدینو سپنتا ته د کرزي د شاهد نوم ورکړ.

سپنتا د کرزي د حکومت په اولو وختونو کې کابل ته راغی، په پوهنتون کې استاد او د روښانفکرانو د یوه ادرس په جوړولو بوخت شو.

دی وایي پلان دا و، چې ۶ میاشتې به په کابل پوهنتون کې تدریس کوي او ۶ میاشتې نور به په المان کې وي.

د دې کار دلیل اقتصادي موضوع هم وه، د ده په وینا په دې توګه یې خپل لګښتونه ښه پوره کولای شول.

خو دی ډېر داسې پاتې نه شو، کرزي په اول ځل د نړیوالو اړیکو په برخه کې خپل سلاکار، بیا د بهرنیو چارو وزیر او ترهغې وروسته د ملي امنیت مشاور وټاکه.

دی د کرزي د حکومت تر پایه د ملي امنیت سلاکار و او تر واک وروسته هم د هغه نیږدې ملګری پاتې شو.

سپنتا د کرزي په حکومت کې د هغه منتقد هم و، وایي هغه زیاته حوصله ورته کوله.

د ده په وینا اوس کرزي سره وروري پالي او نیږدې ملګری یې دی.

دندې او امنیتي تړون
دادفر سپنتا د کرزي د ملي امنیت د سلاکار په حیث د هغه د نظر برعکس له امریکا سره د امنیتي تړون سرسخت پلوی و.

اوس وایي د دغه تړون په مخالفت کې حامد کرزی په حقه ثابت شو.

سپنتا د دندو په اړه یې وایي، چې په یوه کې هم موثر نه و، خو د بهرنیو چارو وزارت دنده یې ډېره ستړې کوونکې نه وه.

د غني حکومت، حکومت نه دی
سپنتا د کرزي او غني د حکومتونو په پرتلنه کې وایي: د کرزي حکومت له ستونزو ډک و، خو اوسنی حکومت د سره حکومت نه دی.

دی د دې پوښتنې په ځواب کې چې په راتلونکو ټاکنو کې غني، عبدالله که اتمر ته رایه ورکوي؟ وویل: د غني لوی خدمت به افغانستان ته دا وي، چې له خپلې نوماندۍ پکې تېر شي.

سپنتا د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل، چې د یو سیاسي جریان غړی دی او د هغه جریان په پریکړه به مخکې ځي.

د یادونې وړ ده، چې هغه د ملي امنیت د پخواني ریس او ولسمشریز نوماند رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د خلکو محور سیاسي جریان غړی دی.

د شخصیتونو په اړه ځوابونه
سپنتا په دې مرکه کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو شخصیتونو په اړه وپوښتل شو، چې تبصرې یې دا وې:
– زلمی خلیلزاد پیاوړی امریکایي دیپلومات دی، فکري ټکرونه ورسره لرم، خو ملګرتیا او احترام هم یو بل ته لرو.

– د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلینټن هوښیاره او با احترامه دیپلوماته وه.

– د پاکستان صدراعظم عمران خان د پاکستاني پوخ تابع او دویم مخ دی. هغه همدې جنرالانو واک ته رسولی.

– کرزي او اوباما د ژورو اختلافونو باوجود یو بل ته ژور احترام هم درلود.

– د افغان سولې په نوم د روسیې د لومړۍ ناستې د عکس په لیدو سپنتا یاده ناسته د طالبانو دیپلوماتیک بری او د حکومت ناکامي وګڼله.

– د مشهور افغان سندرغاړي امیرجان صبوري په اړه دادفر سپنتا وویل، چې د خوښې هنرمن یې دی او سندرې یې خاص درد و سوز لري.

نورې څو خبرې
– سپنتا وایي د بهرنیو چارو وزیر په توګه د بیا ټاکنې هیله نه لري.

– وایي د دندو پر وخت ورته رشوت وړاندیز شوی، خو نه یې دی منلی.

– دی وایي د ازاد بازار د اقتصادي سیستم پلوی دی، خو دغه سیستم په افغانستان کې ناکام ثابت شوی.

– سپنتا وایي یو تیوریک سیاسي کتاب لیکي او په ۲۴ ساعتونو کې ۷ ساعته خوب کوي.

– هغه غازي امان الله خان د افغانستان تر ټولو ښه رهبر ګڼي.

– وایي د ولسمشر کیدو هیله ځکه نه لري، چې نه پریمانه پیسې ورسره شته او نه سیستماتیک دروغ ویلی شي.

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي