سپورټ وزش او تمرین

وروسی بوکسر په مسابقه کې له ټپي کېدو وروسته ومړ

اعلان

روسی سوک وهونکی ماکسېم ډاډاشیف د هغه ټپ له امله ومړ کله، چې نوموړی په امریکا کې د مسابقې پرمهال ټپي شوی و.

د شیف مړینه د روسیې هېواد د سوک وهنې فېدراسیون تائید کړې ده.

د روسیې د سوک وهنې فدراسیون د جولای په ۲۳ مه نېټه اعلان وکړ، چې ماکسېم له خپل سیال سوبریل ماټیاس سره د جولای په ۱۹ مه نېټه په لوبه کې د ضربې له امله سخت ټپي شو، چې وروسته له ټپ څخه ومړ.

د روسیې د سوک وهنې فدراسیون مشر عمر کریملیف سپورټ ایکسپرېس ميډیا ته ویلي، چې د هغه مړینه ستره ضایع او خواشینونکې ده.

ماکسېم ۲۸ کاله عمر درلود، د روسیې په سېنټ پېټرزبورګ کې زېږېدلی و، نوموړی د ټپي کېدو وورسته د امریکا په مېرېلېنډ ایالت کې یو عصبي درملنې روغتون ته ولېږدول شو، خو ونه ژغورل شو.

dada.PNG

د سوک وهنې په هغې ویډیو کې چې ماکسېم پکې لوبه کړې، د ده یو بل سیال مک ګېرټ، ده ته لاسونه خوځوي، چې لوبه بس کړي او دی ورته تسلیم دی؛ خو سربېره پر دې ډاډاشېف، مک ګېرټ وواهه.

تر دې دمه ماکسېم په دې لوبو کې ماته نه وه خوړلې او تر اوولسم پړاو رارسېدلی و.

ډاډاشېف له لوبې وروسته د دې وړتیا نه درلوده، چې له مرستې پرته خپلې لباس خونې یا ډرېسېنګ روم ته ولاړ شي، ځکه هغه په ۶۳ اعشاریه ۵ کېلو ضربه لګېدلی و.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی